د برکتونو مياشت

د لراوبر اداره | سپتمبر 3rd, 2008


د ملي بانک مخ  ته  يوه سپين سري ميرمن وچي شونډي کړوپه ملا ناسته ده ، د هغي ترشا بانک دى ، چي په ميليونونه پانګه په کي ده او مخامخ يي  کابل –  سرينا هوټل دى چي په لسګونو ډوله  خواړه په کي تيارېږي .
 خو د ميرمني مخ ته په وېړ پلاستيک يواځي څو افغانۍ پرتي دي  او د هغي  شونډي له ولږي سپېري اوښتي دي .


 د هغي څنګ ته وړه ماشومه ناسته ده ، د سر ويښتان يي جړ بړ دي او  له  شلېدلي ګريوان څخه يي  پښتۍ  داسي ښکاري لکه ايکسري  عکس ته چي ګوري .


 ماشومه وږي ده ، لاسونه يي پر زنګنو ايښي دي ،  هر لاروي ته سترګي اړوي را اړوي ، خو په دي د چا نظر نه پرېوځي .


 د مېرمني مرۍ  په خوارۍ  ښکته و پورته کېږي  او  له سپېرو شونډو يي د الله سپيڅلى  نوم  را وځي .


 هغه ،  هر را روان  لاروى تر هغي څاري ترڅو يي  له مخي تېر شي .


 دوه جوړه سره او سپين کسان را روان دي او په غاړو کي يي   پراته نيکټيان   ټالۍ وهي .
 هغوى په خپلو کي خبري کوي ، يو وايي :
 رښتيا چي روژه د برکتونو مياشت وي ، چي ماښام شي دسترخوان ډک شي ، حيران پاتي يم چي اول څه ته لاس کړم ؟
 ميرمني ،  د دي خبري په اورېدو خپلي وږۍ  لمسۍ   او بيا يي په مخ کي غوړولي پلاستيک ته چي ايله د يوي وچي ډوډۍ پيسي پري  پرتي وي وکتلي او بيايي سر پر زنګنو کېښود  .


ياداښت : رغنده تبصرې ازادي دي .

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024