کور / سياسي / ولسمشر اشرف غني ته د ملي اردو یوه سرتیري لیک

ولسمشر اشرف غني ته د ملي اردو یوه سرتیري لیک

زما ولسمشر او سر اعلی قومندان صاحب نه پوهیږم زما لیک به درورسیږي که نه ، خو زه هیله لرم چې اوس به ډیر بوخت نه یې یو څوک به یې در ورسوي،

سلام دي ورسیږي.
ښاغلی جمهور رئیس!

-آیا پوهېدې!؟ په وږي نس د مرمیو د باران له ویرې د مرګ په درشل کې، په سړو شګو ویده کېدل څه حس لري؟
نه څه ډول به پوهېدلی وی؟
کله دې چې په یوه داسې ماڼۍ کې ژوند کولو، چې زر ګونه متره دې له ماڼۍ د رستم د کمان په څېر غټ فولادي دېوالونه راتاو وو! کله چې په سلګونه مجهزترینو ځواکونو آمنیت درته نیولی و،
کله چې د لباس یو بار مصرف و، او د خوب تخت دې د نړۍ تر ټولو ارام ترین بستر و،هغه وخت به بیا څه ډول د یو سرتېري له زړه خبرېدې…..؟؟؟
ښاغلی ولسمشره! ایا پوهېدې هغو جنرالانو څه حالت راوستی و؟ چې د شپږو میاشتو کاري تجربې په اساس د امنیت په شورا کې جنرالان شوي و .او تاهغوی په فوق العاده معاش په لوړو او کلیدي بستونو کې تعین کړي وو …؟؟؟؟
نه څه ډول به پوی شوی وای ….؟؟؟
کله چې هېڅ تابوت دې د دروازې شاته نه درته راته، کله چې هېڅ ګاونډي د نه لرلو تر څو پوه شوی وی چې د شهید شوي سرتېري په زړه سورۍ مور یې، کونډه ځوانه مېرمن یې، بې سرپناه ماشومان یې او وروڼه او خویندې یې سرتېري ورور ته څه ډول سترګې په لار وي …؟؟؟
ښاغلی ولسمشر زه یو عسکر وم هماغه چې په مرګ محکوم شوی وم…!!!
هماغه ډول چې ددې حق یې نه لرلو چې له خپلې کورنۍ سره یوه ورځ په څنګ کې پاتې شي…!!
هماغه چې په میاشتو میاشتو د مرمیو او بم ترمنځ یې ژوند کولو ..!!
ښاغلی ولسمشر ایا پوهېدلې چې د ورځې څو سرتېري ستا د حکومت او ستا د بې کاره مشاورینو په جغرافیه کې شهیدان کیدل …!!؟؟؟
آیا پوهېدې کله به چې یوې مور د خپل شهید زوی جسد ټوټې ټوټې ولید څه حال به یې و …؟؟؟
نه څه ډول باید پوهیدلی وی …؟؟؟
کله چې ستا شاوخوا چارواکي ټول ړانده اوبې وجدانه وو . او بدون له پیسو او موقف ورته هېڅ شي ارزښت نه لرلو ….!!!
د هغې مور له حاله به څه ډول خبر شوی وی؟؟ کله چې ستا او ستا ترڅنګ د چارواکو زامن په پوځ کې شتون نه درلود او حتی هېڅ په افغانستان کې نه وو، ټول مو په یو نوم بل نوم د بورسونو په ډول خارج ته لیږلي وو….!!
ښاغلی ولسمشر! آیا پوهېږې چې عسکري او په سنګر کې اوسېدل څه معنا لرې ….؟؟؟
ایا پوهېدې چې د سردار محمد داءوود خان (چهارصد بستر) په روغتون کې له شهیدانو او زخمیانو سره څه ډول چلند کېدلو ایا خبر دې ترې لرلو …!!؟؟
ښاغلی ولسمشر ایا پوهېدې چې 457 سرتېري په دریو اونیو کې موږ شهیدان ورکړي وو ،
.ایا خبر ترې لرې چې په سلګونه د هېواد زړور ځوانان چې یو وخت په افغان ملي ځواکونو کې یې دندې ترسره کولې اوس په فلج، رواني ناروغیو، جسمي نیمګړتیاوو،معیوبیت او د ژوند له کرغېړنو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې د خپلو غریبو کورنیو د اوږو بار ګرځېدلي دي
…؟؟؟
ښاغلی ولسمشر! ستا ټول انډیوالان په آمن ځایونو کې دي، زموږ د سرتېرو له زړونو خبر یې چې هر کال مو په سلګونه کسان په خپلو لاسونو خاورو ته سپارل، چې هر یو یې ستا او ستا له ملګرو ښه ځواني لرله او په زرګونه ارمانونه یې لرل،….!!؟؟
ځینې یې اوس له بد وضعیت سره مخ دي.
ښاغلی ولسمشر ایا خبر وې چې د مالیې او مخابراتو وزارت یو عادي کارمند د 21 سرتېرو برابر معاش لرلو،
سربېره پردې درې وخته اعلی درجه ډوډۍ ورکول کیده.د ژمي او اوړي مجهز سیستم یې په اطاقونو کې لرلو،
مګر یو سرتېري دومره څه نه پیدا کول چې حتی یوه ورځ په مړه خېټه یو څه وخوري….؟؟؟
ستا عمري عدالت دغسې و ،
په دې وروستیو کې د سرتېرو مړینه یو عادي څه ګرځېدلي و لکه د دولتي مقاماتو آرایش او د سیاسیونو دروغ …؟؟؟
ښاغلی ولسمشر ! تا زموږ په نوم حکومت کولو ….!!!
تجارانو زموږ پر وینو تجارت ته پایښت او وسعت ورکولو ….!!
وکیلانو زموږ موقفونه قبضه کړې وو .موږ ټول د وکیلانو زامن نه وو هغوی خپلو خلکو ته امکانات او موقفونه کشول….!!!
رتبې،مډالونه او ویاړونه د روابطو پر اساس لیلام شوي وو …!!
رسنۍ هم په دې پسې ګرځيدې چې څنګه یو جالب خبر پر موږ له بریدونو جوړ کړي ….!!!
موږ عسکر د څو خائینو او واک غوښتونکو ځناورو د زر او زور قرباني شو…!!!
ښاغلی ولسمشر!
موږ به په رسنیو کې لیدل تا او ستا عادي مامورینو د ارګ،
به اتلس ډول غوښه او په لوړه سویه خوراک کولو، او چای به مو زعفراني و ؛
ایا کله دې د مرمیو په قطي کې چای څښلی دی …؟؟؟؟
چې د مرمیو او باردو خوند وکړي ،

ایا کله دې کومه شپه د ډوډۍ او اوبو پر ځای سړه هوا خوړلې ده … !!!؟؟؟
آیا کله دې هم د بالیووډ او هالیووډ د فلمونو پر ځای د خپلو ملګرو مړه کېدل له نیږدې لیدلي دي …؟؟؟
ښاغلی ولسمشر! نور نه غواړم له درد درته څه ولیکم او ته د خلکو تر مخ پرې وخاندې او زما خبرې د یو مات شوي افسر احساسات وبولې .
خو یوه وړه هیله درڅخه کوم ځان دې له شاه غازي امان الله خان او نورو افغان شاهانو سره مه مقایسه کوه.

یرغل ځدراڼ