کور / تازه خبرونه / د متحده‌عربي اماراتو له لوري سوې مرسته کندهار ته ورسېده

د متحده‌عربي اماراتو له لوري سوې مرسته کندهار ته ورسېده

 

د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو یوه الوتکه، چي پکښي خوراکي توکي او درمل پکښې وه د کندهار نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده، چي مخې ته یې د کندهار ولایت مقام مرستیال قاري مهرا‌لله حماد ورغلی و.

مرستیال والي قاري مهر‌الله حماد د متحده عربي اماراتو څخه مننه وکړه، چي په دې حساسو شرایطو کي یې له کندهار سره د ۳۰ ټنه خوراکي توکو او درملو مرسته وکړه او په خپلو خبرو کي یې وویل، درمل به ټول د عامي روغتیا ریاست ته وسپاري او خوراکي توکي به بیا وړ کسانو ته په شفاف ډول ووېشي.

مرستیال والي وویل، متحده عربي امارات په پلان کي لري، ترڅو سبا هم د ۴۰ ټنه په شاوخوا کي د خوراکي توکو او درملو نوره مرسته هم له کندهار سره وکړي.

ښاغلي حماد د خپلو خبرو په وروستیو کي پر ټولو هیوادونو ږغ وکړ، ترڅو له افغانستان سره مرستي وکړي؛ ځکه تر بل هر وخت ورته زیاته اړتیا ده او ډاډ یې وړاندي کړ، چي ټولي سوي مرستي به په شفاف ډول مستحقو کورنیو ته ووېشي.