کور / تازه خبرونه / په کندهار کي زرګونو کسانو احتجاج کړی دی

په کندهار کي زرګونو کسانو احتجاج کړی دی

د کندهار ښار په زړه کي د زړې فرقې سلګونو اوسیدونکو نن د طالبانو لخوا له کورونو په زور د ایستل کیدلو پر خلاف احتجاجي لاریون کړی دی.
دغه اوسېدونکي وایې چي په زړه فرقه کي یې کورونه په شخصي لګښت جوړ کړي دي او چاته اجازه نه ورکوي، چي له دوی څخه خپل کورونه واخلي.
دوي پلان لري چي په دې اړه دکندهار دولایتي مسؤلینو سره وویني اوخپلې غوښتنې ورسره شریکي کړي.

د کندهار زړه فرقه یا قول اردو کي پخوا دولتي نظامیان اوسیدله چي د ۱۹۹۲ د مجاهدینو حکومت په جوړیدلو یو شمیر د پخوانیو نظامیانو هیواد پرېښاوه او ځیني نور همدلته مېشت پاته سول خو تر څنګ یې د مجاهدینو کسان هم په دې کورونو کي مېشت سول چي ډیر شمېر یې د جمیعت ګوند د قومندان ملانقیب اخند جبهې ته نژدې مجاهدین ول.

د ۲۰۰۱ د اوښتون څخه وروسته بیا دا خلک چا و نه ایستل بلکي ځینو کسانو دا کورونه یو پر بل خرڅ کړل یا یې د کور دیوالونو په څکولو د کورڅنګ او مخته احاطې هم په خپل کور ګډ کړل.

اوس چي یوار بیا د طالبانو حکومت واکمن سوی دی طالبان غواړي مېشت کسان وباسي او پر ځای یې خپل کلیوال نظامیان راولي خو پخواني اوسیدونکي وايي چي دلته یې لګښتونه کړي دي او نور وايي نه بله سرپنا لري او نه د کډي کولو اقتصادي وس لري ځکه د کندهار له والي غواړي چي له کورونو یې و نه باسي او یا لږ ترلږه د سرپنا چاره ورته وکړي.

د یادوني وړ ده چي په ننني لاریون کي طالبانو د بسم الله وطندوست په نوم خبریال هغه وخت وواهه چي د لاریون کوونکو څخه یې مرکې کولې.