کور / تازه خبرونه / طالبانو په ګردیز کي خبریال داود تپاند نادرکه کړی دی

طالبانو په ګردیز کي خبریال داود تپاند نادرکه کړی دی

طالبانو په ګردیز کې د ازادۍ راډیو پخوانۍ خبریال داود تپان له تیرو دریو ورځو راهسې له ځان سره بیولی، کورنۍ یې وايي چې دوی یې په اړه هیڅ معلومات نلري.
دافغان ژورنالستانو دفاع کمیټه د ااا له مشرتابه غوښتنه کوي چې د ازداۍ راډیو پخوانی خبریال او پکتیا پریس کلب موسس داود تپان دې له بنده را خوشې کړي.
ښاغلی تپان د لویې پکتیا یو پیژندل شوی فرهنګي او ژورنالستیک شخصیت دی چې په نیولو یې ډیر زړونه خوږیدلي دي.
که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو دفاع کمیټه د رسنیو او امارت په مشترکې کمیټې غږ کوي چې،د ښاغلي تپان په را خلاصولو کې خپلې هلې ځلې وه نه سپموي.

د طالبانو د واکمن کیدو سره تر اوسه پر لسګونو خبریالانو تشدد سوی دی چي وروستۍ بېلګه یې پرون په کندهار کي پر بسم الله وطندوست د څو تنو طالبانو لخوا برید وو چي هغه د فرقې د اوسیدونکو له احتجاج څخه په رپورټ جوړولو بوخت وو.