کور / هراړخیز / د ګرشک تاریخي کلا او د ګوډ تیمور خزانه

د ګرشک تاریخي کلا او د ګوډ تیمور خزانه

د ګرشک بالاحصار تاريخي کلا چې د پښتنو په جغرافيه کې د مهم لرغون ځایونو يعني اثار قديمه څخه وه , د ټاليبانو لخواه ونړول سوه ۔
ويل کېږي چې دا تاريخي کلا د ګوډ تېمور (1336 _1405) په خلاف د پښتنو لخواه د تاريخي مقاومت يوه نخښه وه ۔ همدا ډول د انګرېزانو په خلاف د غازي ايوب خان د مقاومت د سمبول په توګه هم پېژندل کېده ۔
انسان حيران سي چې د دونه مهم لرغون ځای نړول اخر څه پيغام لري ؟ دا پوښتنه پر بېلابېل فکري او سياسي اړخونو ولاړ ځوابونه درلودلای سي , خو وه ما ته د کوټي د پوهنتون د تاريخ په څانګه کې د پروفيسر ډاکټر محمد ضياوالدين خبره رايادېږي ۔

په کال 2005م کې چې کله ما د کوټي د پوهنتون د تاريخ په څانګه کې ماسټري کوله نو ډاکټر ضياوالدين زموږ د هند د تاريخ استاد ؤ ۔ کله چې د ګوډ تېمور د وختونو پر تاريخ مجلس ؤ نو ډاکټر ضياوالدين چې د کراچي مهاجر ؤ او د هند په تاريخ کې پي ايچ ډي ؤ , په ډېره سنجيدګي يې موږ پښتانه محصلين مخاطب کړو او وېويل چې تاسي بايد د خپلو سيمو د اثار قديمه په اړه هم يو څه مالومات تر لاسه کړئ په دې خاطر چې تاسي کېدای سي د ګوډ تېمور خزانه لاس ته راوړئ ! موږ ټول حيران سو نو ده وويل چې کله ګوډ تېمور په په کال 1398م کې پر هند قبضه وکړله نو دی لا په هندوستان کې ؤ چې خبر يې تر لاسه کړ چې عثماني سلطان , سلطان بايزد يلدرم د ګوډ تېمور په خلاف محاذ جوړ کړئ دئ او مخ پر مشرق د راتلو اراده لري ۔ نو ځکه ګوډ تېمور په ډېره بېړه د هندوستان څخه بېرته د سمرقند پر لور رهي سو ۔ د هندوستان څخه د وتلو لپاره ګوډ تېمور خپل فوځ پر دوو برخو ووېشئ , يوه برخه يې د ده د ذوی شاه رخ مرزا په مشرۍ د بولان درې له لاري د ايران پر لور ووتله او دويمه برخه يې د ځان سره رهي کړه او د بنو د ګومل له لاري سمرقند ته د موجوده افغانستان له لاري ووت ۔
ډاکټر ضياوالدين زياته کړه چې د ووت پر وخت د ګوډ تېمور سره خورا لويه خزانه هم وه چې د هند څخه يې د انتقالولو لپاره د ځان سره اخېستې وه خو دی دونه په بېړه کې ؤ چې دا خزانه يې تر سمرقند پورې نه ورسوله خو د هندوستان څخه يې البته وه ايستله ۔ خو دا نه ده مالومه چې دا خزانه د شاه رخ مرزا د فوځ سره مل کړل سوې وه او که د ده ځان سره اخېستې وه ۔ د ډاکټر ضياوالدين په وينا چې په دې اړه ډېري پلټني سوي دي خو لا تر اوسه د دې درک مالوم نه سو ۔ په ممکنه توګه دا خزانه د بلوچستان په سيمه کې او يا د افغانستان په جنوبي سيمه کې شتون لري ۔

نو کېدای سي چې د ګرشک د تاريخي کلا د نړولو يو لامل دا هم وي !!!!
#يادونه: ما تر اوسه د دې خزانې په اړه په کوم کتاب کې څه نه دي لوستي ۔

#د_ګرشک_تاريخي_کلا_او_د_ګوډ_تیمور_خزانه

محمد لعل ترین