کور / سياسي / د هیواد د اوسني وضعیت پړه طالبانو ته راګرځي

د هیواد د اوسني وضعیت پړه طالبانو ته راګرځي

نذیر احمد نذیر
که منئ يې که يې نه منئ د هېواد د اوسني وضعيت پړه او مسوليت طالبانو ته راګرځي. نه يې اوربند کولو او نه يې د واک د لېږد لپاره واضح کړنلاره درلوده. د بريا په نشه او د امريکا په قرارداد ډاډه و، د وطن او ولس غم ورسره نه و. کابل ته يې کسان ننوتل او کيسه يې ختمه کړه. (خپله تالب ويندويانو وويل چې زموږ ځينې افراد کابل ته ننوتلي دي، ډېرو ملګرو به هم د کابل په جنوب کې ليدلي وي) د اريانا تلويزيون د يوه خبر له مخې چې وايي ( ساعات قبل از رفتن اشرف غني توافق صورت گرفت که قدرت را به شکل صلح آميز انتقال شود)

طالب وياند نظرمحمد مطمئن خو يوه ورځ وړاندې وويل چې موږ غني نه پيژنو او نه ورسره خبرې کوو( ويډيو به مو ليدلي وي) اوس بيا وايي چې غني ولې لاړ؟
ولسمشر غني به د طالب له ډاره دومره نه وي تللی لکه د ټلوالې د توطئې له ډاره چې لاړ، ځکه ويل کيږي چې د طالب په جامه کې باید وژل شوی وای او د قانون له مخې امرالله صالح ولسمشر شوی وای او بيا به یا په کابل کې جکړه شوې وای یا هم د واک انتقال له ټلوالې شوی وای چې په دې صورت کې به د واک تقسيم د طالب او ټلوالې تر منځ وای او يا به په طالب د ټلوالې احسان وای چې غني خو قدرت نه درته انتقالولو دا چې ما درته انتقال کړ نو امتيازات او شرطونه به راسره منې. ددې هم امکان و چې امرالله صالح په مشرۍ به ځينو مغرضو هیوادونو له ټلوالې سره مرسته هم کولی ځکه چې بهانه به يې جوړه وه چې منتخب حکومت دی، خو اوس يې ځکه مرسته نه کوله چې منتخب ولسمشر صالح نه بلکې غني و او صالح هيڅ قانوني ارزښت نه درلود.
طالب به د خپلو غلطيو زور له عام ولس وباسي