کور / تازه خبرونه / د ځنګلونو پرېکېدو او قاچاق د مخنیوي په هکله د کرنې وزارت مرستیال کونړ ولایت ته سفر وکړ.

د ځنګلونو پرېکېدو او قاچاق د مخنیوي په هکله د کرنې وزارت مرستیال کونړ ولایت ته سفر وکړ.

د ځنګلونو پرېکېدو او قاچاق د مخنیوي په هکله د کرنې وزارت مرستیال کونړ ولایت ته سفر وکړ.
مولوي صدر اعظم او مل پلاوي د کونړ اوسېدونکو سره په لیدنه کې ویلي، چې ځنګلونه ملي شتمني ده او تر امرثاني پورې د لرګیو هر ډول لېږد بند دی، که هر څوک د ځنګلونو په وهلو او چاتراشو په قاچاقو ونیول شو، قید او جرم یې لازمي دی.

نوموړي ونې او بوټي د کرنې ودې او هېواد سرسبزۍ لپاره مهم وبلل او په دغه برخه کې د کرنې وزارت سره د خلکو په همکاریو ټینګار وکړ.

د طالبانو د نږي حکومت د لوړ پوړي چارواکي د چارتراشو وهل او قاچاق داسي مهال منع اعلان کړل چي په دې وروستیو کي د افغانستان چاپیریال او سمسورتیا ضد  ددې ملي شتمنۍ غلا تر بل هر وخت زور اخیستی دی.