کور / تازه خبرونه / په کابل او ننګرهار کي چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه

په کابل او ننګرهار کي چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه

له ننګرهار څخه د دریو بېلابېلو چاودنو او د کابل په دښت برچي کي د یوې بمي چاودني په نتیجه کي لږ تر لږه ۲۵ کسانو ته د مرګ ژوبلي خبره کیږي.

دوې له دغو چاودنو د طالبانو پر رینجر موټرونو سوي دي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

‏د کابل د پېښي په اړه ویل کیږي د ښار د ۱۳ ناحیې د ۴۰ مټره سړک د عرفاني ښارګوټي په اړوند سیمه کې پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې ده.
د پېښې لیدونکیو ویلي؛ په دې چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی ندی.
امنیتي سرچینو څه ندي ویلي او د پېښې موخه هم معلومه نده.
د پېښې د موخې په اړه څه ویل شوي ندي.

د ننګرهار د یوې پېښي په هکله ویل کیږي چي د جلال اباد پنځمه حوزه کې د طالبانو په رينجر موټر چاودنه شوې، بيا طالبانو پر خلکو ډزې کړي، د مرګ ژوبلې کرهٔ معلومات نه شته.

د پېښي پړه جا نه ده منلې خو په دې وروستیو کي داعیش او د پنجشیر جبهې دواړو پر طالبانو د بریدونو خبرداری ورکړی وو. د چارو څارونکو له نظره د طالبانو مهالفین به اوس په اساني له هغو کسانو ګټه واخلي چي طالبانو د ملي بیرغ او نورو ملي ارزښتونو پر سر وهلي ټکولي دي او خصوصاً له هغه پخوانيو نظامیانو به کار واخلي چي طالبانو په ښکاره عفوه ورته کړې وه خو په حقیقت کي یې د ژوند کړۍ پر راتنکه کړې ده، هره شپه په ښارونو او ولسوالیو کي ددوی کورونو ته ورځي او قیسم قیسم شکنجې ورکوي چي د ځینو اسناد رسنیز سوي هم دي.

ولس که څه هم د څلورو لسیزو جګړو وروسته سولي ته تږی وو خو اقتصادي ستونزو افغانان د یوه نوي بشري ناورین سره مخامخیدلو ته نژدې کړي دي.

انځور: ارشیف