کور / سياسي / طالبان نه ولسي مشروعیت لري نه حقوقي

طالبان نه ولسي مشروعیت لري نه حقوقي

طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه حقوقي

إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ.

د حقوقي او ولسي مشروعیت په درلودلو سره یو حکومت کامیابه کیږي. هغه نظامونه که یوازې حقوقي مشروعیت ولري او ولسي مشروعیت ونه لري، بیا هم دوام پیدا کولې نشي او که ولسي مشروعیت ولري، بیا هم حقوقي مشروعیت درلودلو ته اړتیا لري چې د یوې مرجع نه باید حقوقي مشروعیت تر لاسه کړي. د بیلګې په توګه که د یو نظام نه خلک خفه وي او د ولس د قیام په نتیجه کې رانسکور شي، بیا هم حقوقي مشروعیت ته لکه ټاکنې، اړتیا لري. د طالبانو حکومت تر اوسه نه حقوقي مشروعیت لري او نه ولسي مشروعیت نو ځکه یې حتی پاکستان چې د دوی اصلي سپانسر او حامې دی، په رسمیت نه دی پيژندلې.

طالبانو قدرت د جنګ او جدال له لارې ونیوه. حتی د وزیرانو په سطحه یې لا خپل مشر نه دی لیدلې چې څه فکر لري او د حکومت کولو پالیسي یې څه ده. ریس الوزرا هم صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ، غوندې ناست دی او خبرې د ترجمان په خوله کوي.

د حکومتولۍ اول اصل د دولتي اشخاصو انتخاب او انتصاب دی. کله چې د انتخاب او انتصاب پروسه کې اصول، اهلیت او پاکي په نظر کې ونه نیول شي، هغه حکومت او نظام، نه بقا کولې شي، نه خلکو ته فزیکي او بشري امنیت راوستلې شي او نه عدالت تامین کولې شي. د فساد منبع او پیل د د ولتي اشخاصو د انتخاب او انتصاب نه پیل کیږي. تیر نظام کې لویه ستونځه همدا وه. که څه هم حقوقي مشروعیت یې درلوده خو ولسي مشروعیت یې د لاسه ورکړ او د ستونځو سره مخامخ شو او سقوط یې وکړ. طالبانو تر اوسه د تیر حکومت په پرتله د اشخاصو د انتصاب په هکله ډیر بدتر تصامیم نیولي دي او فکر کوي چې یوازې په ملاکراسې به نظام وچلوي نو دا امکان نه لري. په لس ګونو زره کسان چې د هیواده ووتل او یا د وتلو په حال کې دي، دا پخپله ښایي چې طالبان نه حقوقي مشروعیت لري او نه ولسي.

هغه بله ورځ یو ملا صیب په تلویزیون کې ویلې چې ټول باید شکر وکاږو ځکه خلکو امن غوښته او امن راغلې او رزق خدای ورکوي. اول خو امن نه دی راغلې. د کابل، کندوز، ننګرهار او کندهار پیښې چې په سل ګونو کسان په کې مړه او زخمیان شول او همدا شان په لس ګونو کسان چې هره ورځ د أفغانستان په بیلا بیلو سیمو کې په هدفي وژنو کې له منځه ځي د بدامنې بیلګې دي. دا ملا صیب د دین نه هم خبر نه دی چې الله تعالی فرمایي: إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّواْ ٱلْأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِٱلْعَدْلۚۚ. تاسي کاراهل د کار ته وسپاري او د خلکو په منځ کې په عدل سره فیصلې کوي. یوسف (ع)، پادشاه د مصر ته وویلې چې اِنِّیْ حَفِیْظٌ عَلِیْمٌ. د خزانو کار ماته وسپاره چې هم پرې پوهیږم او هم یې امانت ساتلې شم. د دوی ټولې ټاکنې د پورته ایاتونو په خلاف دي.

طالبانو که په دې عقیده درلودلې چې هر څه خدای کوي نو اوس ولې پاکستان، قطر او ترکې سره دهغوي د بیرغونو لاندې ناستې کوي او هغوي ته زاري کوي چې کفري ملکونه دوی په رسمیت وپیژني. دوی خو مخکنې حکومت په همدې خبره ملامتوه چې د دنیا سره یې اړیکي درلودلې.

اوسنې هدفي وژني او چاودنې د دوی تولید دی او د دوی د چتر لاندې په زرګونو ملکي کسان د اشتهادي ځان وژنو په نوم ووژل شول. وایي څه چې کرې، هغه به ریبې خو په منځ کې ولس تباه کیږي. د یوې ډلې اولیګارکې (د څومحدونو کسانو سره قدرت) حکومتونه همیشه د لنډغرو حکومتولي وي او لنډغریزم پخپله د ناکامې سره مخامخ کیږي.

دې کې شک نشته چې د تیر حکومت نیمګړتیاو د دوی راتګ ته زمینه مساعده کړه خو د خپلو نیمګړتیاو په هکله همیشه ملامتیا په تیر حکومتونو اچول څه ګټه نه لري. که خبره د تیر حکومت نیمګړتیاوې وي نو د طالبانو تیر حکومت نیمګړتیاو د امریکا راتګ ته زمینه مساعده کړه او د تیرو شلو کلونو مشکلات د طالبانو د تیر حکومت د غلطو کړنو او پالیسیو نتیجه وه.

که د تیرو نیمګړتیاو پسې ونه ګرځو او طالبان غواړي چې خدمت وکړي نو لومړی باید د أفغانستان ملي ارزښتونه ومني او ورپسې د حقوقي او ولسي‌مشروعیت لپاره د حکومت تګلاره اعلان کړي تر څو د دنیاوالو او هم د ولس اعتماد په دوی پیدا شي. د حقوقي مشروعیت لپاره لویه جرګه او ټاکنې مهمې دي او ورپسې د أساسي قانون د کمیسون ایجاد دی چې هلته ملي ارزښتونه تعریف شي. په دغه سردرګومه حالت کې دوی حکومت نشي کولې خو د أفغانستان ولس به نور هم د مصیبتونو سره اخته کړي او راتلونکې به ډیره تته وي.