کور / اقتصادي / صنعتي پارکونه اوددولتی ادارو تشکیلات

صنعتي پارکونه اوددولتی ادارو تشکیلات

انجنیر محمدالله نوري

صنعتی پارک باید په په مستقل ریاست اویا تصدی باندی بدل شي ترڅوصنعت کاران اوفابریکه واله عاجل ځمکه ترلاسه کړی مخکی صنعتی پارکونه کله دآیسا ،سوداګری ریاست اوڅو ځله دښاروالی په لاس کی ووچی تجاران اوسرمایه داران یی سرګردانه کړی اوځمکی په اسانی نه شی ترلاسه کولای .

راځو دکندهارصنعتی پارک ته دغه پارک د طا۔ ۔ ۔ په پخوانی واکمنی کی تاسیس شوی دی چی په تیرو شلو کلونو کی دکندهارصنعتی پارک دڅو ادارو ترمنځ بولی ته اچول شوی دی آته کاله مخکی دټول افغانستان صنعتی پارکونه دآیسا اداری ته تسلیم شول خو دکندهارولایت صنعتی پارک ښاروالی قبضه کړی وو اوآیسا اداری ته یی نه تسلیم کولو بل ځل دصنعتی پارک مسولیت دسوداګری اوصنایعو ریاست ته تسلیم شوچی دټول صنعتی پارک چاری یوه مدیر مخته وړلی وروسته بیرته ښاروالی ته تسلیم شو چی ترنن پوری دښاروالی دکمیسیون له خوا اداره کیږی اوس باید څه وشي .
اول : داچی په دولتی تشکیلاتوکی دیوه ښځی لپاره یووزارت تاسیس شو چی غریبو ښځو ته یی هیڅ نه دی کړی ،دتریاکو دیوه بوټی لپاره یی دمخدره موادو وزارت تاسیس کړ چی معاشونه یی په ډالرو وو خو هیڅ فایده .دیوه ماموردمقرری لپاره یی داصلاحات اداری کمیسیون تاسیس کړ ، دبشردحق لپاره یی دبشری حقوقوکمیسیون تاسیس کړل چی جاهلان یی مشران وو دوی څه کول چی یوازی دجنسی تیری واقع یی ثبت کولی داخو دقومندانی په جنایی کی هم ثبت کیږی نو ددوی فایده څه وه خو داسی نوری بی هدفه اداری راځو صنعی پارک چی له سلګونو ترزرګونو فابریکی او په لک هاوو ګاریګر پکی کارکوي دځمکو نقشی ، دسرکونو جوړول دویالو جوړول ، دونو ایښودل ،دابرسانی جوړول ،دسرکونوپخول دودانیو ډیزاین دځمکو تقسیمات ټول په صنعی پارک پکی راځی خو دداسی مهم کار لپاره نه وزارت شته او نه هم ریاست یاتصدی نو مهمه داده چی صنعی پارک په یوه مستقل ریاست بدل شی چی له مرکزسره تړلی نه وی اودولایت له خوا اداره شي .
دوهم : دکندهار ټول تجاران ترپوزی راغلی دی چاته ځمکه نه ورکول کیږی په چا چی ځمکه خرڅه شوی دکار اجازه نه ورکول کیږی په چاچی ځمکه خرڅه شوی بیرته تری ګرځول شوی اوس نه پیسی ورکوی او نه دکار اجازه دده پیسی بوله چی شخصی جیب ته ولاړی :
دریم : دصنعی پارک ځمکی غصب شوی دښاروالی له خوا فی مترمربع په سل (۱۰۰) افغانی تجارته ورکول کیږی خو اوس ځمکی نشته خو یو چارواکی په تجار فی متر مربع ځمکه په زرهاوو افغانی خرڅوي خو جواز دښاروالی نه درکوی خو دښاروالی له کمیسیون سم نه شی وتلی دلته به له شل تریولک ډالره رشوت ورکوی که وریی نه کړی نو کار به دی کلونه همداسی بندپاتی وی په خپله سرمایه به هم پښیمانه وي .
څلورم : دکندهاراونورو ولایتونو تجاران اوصنعت کاران مجبورشول په ولسوالیواو دښار په منځ کی یی فابریکی په پټه اوښکاره جوړی کړی داچی دغه کار دښاردقانون خلاف دی اوهم دښارچابيریال ته تاوان دی اوهم یی مالیه دولت ته نه ځی چی دغه یی بل نقص دی
پنځم : دصنعتی پارک یو شمیرځمکی زورواکو قبضه کړی په مفته ، دوهم په دواړو پارکونو کی کوچیانو کورونه جوړکړی چی داساحه یی غصب کړی او کوچیان څوک له صنعتی پارک نه شی شړلای دولت په خلکو ځمکه خرڅه کړی خو کوچیان یی کارته نه پریږی دی دریم مشکل دادی چی زیاتو تجارانو په کرایی ځمکو کی فابریکی جوړی کړی چی په ملیون هاوو ډالره سرمایه یی پری مصرف کړی او په زرهاوو ډالره دخالی ځای کرایه ورکوی دیته داسلامی ملک ظلم وایی بیا ناری وهو چی ملک ولی نه جوړیږی دکندهارصنعتی پارک په دوو برخو ویشل شوی چی یوه برخه یی شمالی پاز اوبله یی جنوبی پاز دی له فابریکو علاوه سلهاوو نورو کارونو ته اړتیا ده چی هلته صنعتي پارک کی ځای جوړ کړی لکه سړی خونی ،دهګیو دچرګانو دغو
ښو دآیسکریمو دنمایندګیو لپاهر سټورونه شامل دی .
شپږم : داموضوع می داکلونه په پلان کی وه پنځه کاله مخکی می ولایتی چارواکو سره شریکه کړله هغه ځواب راکړ چی دکندهار دصنعتی پارک مشکل کابل کی دی خودتجارنه به می چی پوښتنه وکړه مشکل کندهارکی وو بل دصنعت کارانو داتحادیی دفتر هم په صنعتی پارک کی جوړشوی اوتیر حکومت دغه ودانی په زور تری قبضه کړی وه اودملي امنیت ریاست یی پکی جوړ کړی وو همدارنګه دری میاشتی مخکی دجنګ په صحنه کی کوچیانو دصنعتی پارک ځمکی عاجل قبضه کړی اودبلوکو چاردیوالی یی تری تاوکړی دی له اوسنی حکومت نه می شخصی همداهیله ده چی دغاصبینو نه ځمکی واخلی اوصنعت کارانو ته یی توزیع کړی اوهم کوچیان اونورعادی خلک له دغه ساحی وویستل شی او صنعتي پارک په یوه مستقله اداره بدل کړی ترڅو مملکت پرمختګ وکړی .
کندهار ۱۴۰۰/۷/۲۵