کور / تازه خبرونه / نړیوال شل اوورېز جام : د افغان لوبډلي اوله بریا، ګڼ د مبارکۍ پیغامونه

نړیوال شل اوورېز جام : د افغان لوبډلي اوله بریا، ګڼ د مبارکۍ پیغامونه

افغان کرکټ لوبډلي پرون په شارجه کښي خپله لومړۍ لوبه د سکاټلنډ هیواد سره وه چي دا لوبه يې د ۱۳۰ منډو په خورا لوی توپير سره وګټل.
ددې بريا په هکله، د مخکني ولسمشر اشرف غني، طالب مشرانو ترڅنګ زیاتو نورو داخلي او بهرني څیرو هم خپل د مبارکيو پیغامونه ور کړي دي.

پخواني ولسمشر ليکلي :

“ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي!
دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هيڅوک يې يرغمل نشي ساتلی!”

حامد کرزی ليکي :

“د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د سکاټلند پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لویډلې پر بریا خوښي څرگندوي او ټولو هېوادوالو ته د دغې سترې بریا مبارکي وایي.
حامد کرزی همداراز د ملي لوبډلې د اتلانو ښکلې او په زړه پورې لوبه چې په نتیجه کې یې…”

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ليکي :

“د نړیوال جام په روانو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا له امله ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایو.
د یادې لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې د نورو بریاوو هیله ورته کوو.”

محصن داوړ ليکي :

“The Afghan flag that is banned in Afghanistan has been raised high by the Afghan cricket team. This is the victory of a nation that has been taken hostage by terrorists. More power to Afghan players.May they keep the Afghan flag flying high in defiance of terror and injustice.
Heart breaking to see the Afghan cricket captain break down into tears for the Afghan national anthem. Afghanistan has been a battleground for international powers for too long. Praying for the emergence of a global conscience that puts humanity and empathy above power and greed.”

عبدالله عبدالله ليکي :

“Heartfelt congratulations to the Afghanistan Flag of Afghanistan national cricket team on winning tonight’s match against Scotland.”

د پاکستان ولسمشر عمران خان ليکی :

“سکاٹ لینڈ کیخلاف واضح فتح حاصل کرنے پر افغان کرکٹ ٹیم کو مبارکباد پیش کرتا ہوں۔ اپنے وطن کو درپیش تمام تر مصائب و مشکلات کے باوجود کھیل کا حصہ بننے اور جیت اپنے نام کرنے کیلئے افغان ٹیم نے غیرمعمولی عزم و ہمت کا مظاہرہ کیا۔”

د لوبي په ترڅ کښي د ملي بیرغ رپیدل، د ملي سرود ږغیدل او د ګډونوالو زیات تشويق هم ددي بري یوه برخه کڼل کيږي. افغان لوبډله به راتلونکي کښي د هند، پاکستان، نیوزیلانډ او نامیبیا سره ولوبېږي.