کور / سياسي / هغه وخت اوس را رسېدلی چې، يو مظبوط وطن نړېږي

هغه وخت اوس را رسېدلی چې، يو مظبوط وطن نړېږي

انا لله، و انا اليه راجعون

افغانستان تر سقوط دوه مياشتې وروسته د خونړي ناورين پر ګړنګ ولاړ دی. غرقېدل حتمي دي او اوس خبره هم تر دې ډېره تېره ده چې پر وطن د کورني جنګ را روان سېلاب دې مهار شي.

منل يې د منلو نه دي، خو له هرې خوا چې حساب ورته وکړې، پر وطن اوږده خونړۍ کورنۍ جګړه را روانه ده چې پايله به یې په څو برخو د هېواد ماتېدل او هره برخه به یې د ناموسونو د لوټمار نندارتون وي.

منئ يې مه، خو په ياد يې ولرئ چې د وطن په بربادي کې به ډېر ښکېل وي، خو د ملامتي اوښ د طالب دروازې ته چو شو چې نه يوازې بېخ به يې ورسره خېژي، لمسيان او کوديان به يې پر قبرو متيازې هم کوي.

هغه وخت اوس را رسېدلی چې، يو مظبوط وطن نړېږي، يو باتور ملت غرقېږي او د پړې طوق به یې د سر ټمبه طالب په غاړه ځړېږي.‌

غم دا دی چې که دا ځل طالب داسې ژر وښويېږي، نه يوازې طالب، بلکې خاوره او خلک مې درست له منځه ځي او د طالب په کمزورو مټو کې دومره سېک هم نه وينم چې دا پورته کړی کاڼی دې تر ډېره پر سر ونيسي.

پر وطن تر توپان رامخکې وېروونکې خاموشي خوره ده، له افغانستانه ټايم بم جوړ دی او ميليونونه انسانان مو له هرې لحظې سره د بربادۍ پر خوا ځي.

څه وخت به چوي، هيڅوک نه پوهېږي، زموږ د بمونو شنډوونکي ځوانان لکه د نړېدليو ځالو مساپرې مرغۍ پر پردو سپېرو دښتو الوتي، وطن یې تر شا پرې ايښی او دلته خاوره او خلک لحظه په لحظه د مرګ پر خوا ورښويېږي.

که مو د هالي ووډ فلمونه ليدلي وي، په ډېریو وېروونکيو فلمونو کې یې د پراخو اوبو پر سر يو اوږد پول په ځنځيرونو ولاړل تړلی وي چې ماتېږي او هر څه غرقېږي. پر موږ هماغسې پول مات شو، نيم راولوېده، خو کوم ښکر یې چېرې بند دی چې لا غرق نه يوو او په هوا ځړېږو. څه وخت پسې ښویېږي او لويېږي، څوک نه پوهېږي، بختور به یې تر لوېدو مخکې وچې ته وځي، خو د پله پسې لوېدل، حتمي دي.

زما پر شېرين وطن د را روان ناورين بد زېري؛

مرور طالبان؛

د طالبانو له ليکو سم نيمی سخت دريځي یې بېرته ووتل. هغوی د يوه داسې ارماني‌ نظام لپاره په ځانو پسې بمونه تړل چې لاسونه پکې غوڅ شي، ښځې سنګسار او سړي په دار وځړول شي، په ږيره چاپلاخې او په پېکي لغتې و اورول شي، چې داسې و نه شول، دوی له خپلو مشرانو لارې بېلې کړې.

دا مرور طالبان د جنګ خلک دي او لومړيتوب یې توپک دی. دوی ارام نه کښېني، شپېلۍ لا تودې دي او د يوه بل جنګ په لمبو کې به باورت بادوي.

پر شا تګ؛

طالبان چې په نوييمو کالونو کې پر کابل ور وختل، د کابل نفوس کم، خلک یې د پخوانيو توپکيانو تر چپاو لاندې په مرګ نيولي، په تبه خوشحاله ول او د طالب له حاکميت سره یې نسبتا د ارام ساه واخيسته، غاړه یې کېښوده، خو دا ځل حالت بدل دی، په شلو کالو کې ميليونونه ځوانانو او نجونو زده‌کړې کړې، لږ تر لږه د کابل د اوسېدونکيو د ژوند کچه د پاکستان، هند او ايران په پرتله، تر هغوی ښه او لوړه وه، خلکو به تېر حکومت سهار او بېګا په دې تر ګرېوان نیولی و چې ولې نور او لا تېز پر مخ نه ځي، دوی ژوند ليدلی و، هيلې ارمانونه او ډېر لوی پلانونه یې جوړ کړي ول، افغانان پر مخ روان ول، له طالب سره په ډېره سخته هم، پر شا تګ ته زړه نه ښه کوي. تاسې وواياست، څوک څنګه پر شا وګرځي او خيرات وغواړي؟

لوږه؛

په کابل کې که په حوزو او ادارو کې د طالبانو لوږه، مفليسي او ناداري ووينې،‌ د يوه افغان په توګه ورته د انسان تر زړه څلور ځايه وينې څاڅي.

فاتح جنګ ګټلی، خو په ګېډه وږی ګرځي. ځينو ته یې په شواروز کې سل افغانۍ ورکول کېږي. په سل افغانۍ د کلي يو محروم او په کابل غوندې ښار کې نابلده څوان خپلې کومې اړتياوې پوره کړي؟ د پوهنتون د استاد معاش اووه زره او دغسې په نورو ادارو کې تر دوولس زره افغانۍ لوړ معاش نه شته چې حتا د ټکسي مصرف هم نه پوره کوي.

کابل دا دوه مياشتې کېږي لکه روژه چې ورباندې راغلې وي. د پېغلو او ځوانانو څېرې سپېرې او تقريبا ټول یې اوس پياده ګرځي. که له نانبايي ډوډۍ اخلئ، شاوخوا وګورئ، لس دوولس هغه نجونې او هلکان به ووينئ چې دوه میاشتې مخکې پوهنتونو ته تلل، اوس يوه وچه ډوډۍ په سوال غواړي.

دا یې تا ګټلې طالبه! دا یې په وږې خېټه پر چوکۍ سپور چړي! اوس لږ وړاندې هم پلان لرې که تر همدې ځايه وه؟ په نفلونو او روژو خو حکومت نه چلېږي.

په تېر نظام کې يو کابل‌بانک و چې سره وچړپېده او د کرزي او غني‌ دواړه حکومتونه یې د جنجالو تر هوده نه شوای وتای، دا ځل د وطن ټول بانکي نظام ډېوالي کېږي. هيڅوک به دومره لېونی نه وي چې نغدې پیسې دې اوس بانک ته ورکړي چې ورته ویې ساتي، که په مياشت کې دوه دوه سوه ډالره هم خلکو ته ورکوي، تر کومه به یې ورکړي؟ اخير خو دا پيسې ختمېږي، بانکونه تشېږي، بيا به څه کېږي؟

اختلافات؛

په تېر نظام کې د حکومت په داخل کې دوه تنه پر يوه لاره نه ول سره روان، خو حکومت چلېده، ځکه د نظام بنسټ د يوې ايډيالوژي پر تهداب نه و ايښی.

موږ په تېر کې هم ترخې تجربې لرو، د خلقيانو چې تر خپل منځ خبرې واوښتې، پښې يې وښويېدې. مجاهدين چې سره وران شول، وطن اور واخيست. اوس د طالب په منځ کې حقاني شبکه پر يوه، ملا بردار اينډ برادرز یې پر بله، ملايعقوب ځان تر دواړو قوي بولي او د جنګ د ليکو طالبان بېل ارمانونه لري، دا اختلافونه خو اخير په لاس اچولو اوړي.

که په ښارونو کې له طالب سره د ولس چلند ته وګورې، له ورايه پوهېږې چې ولس مرور دی. ورسره ګرځي، خو خبرې نه ورسره کوي، دغه مرورتوب يوه نه يوه ورځ په فزيکي ټکر بدلېږي.

ځينې لوستي چې په کابل کې پاتې دي، نه طالب ته د دوی خوله او نه دوی ته د طالب لاس درېږي، تر څه وخته به دا حالت داسې دوام ومومي؟

داعش؛

دا د بدمرغي تر ټولو لوی اړخ دی. د افغانستان په ډېری ولايتونو کې عملا داعش ته جلب و جذب شروع شوی دی.

داعش په ډېره اساني له طالب څخه د اسلام ټېکه اخلي، بلکې اوس یې هم اخيستې ده.

طالب ته یې اوس هغه مسلمان انځور نه دی ورپاتې چې د قطر تر تړون او اوسني حکومت مخکې یې درلود، خو داعش یې لري.

که فرض کړو چې زموږ د اردو، پوليسو او امنيت لږ تر لږه اويا زره تنه په وطن کې پاتې دي، دغه ټول د جنګ کسان دي، په وسلو بلد او ډېری خو یې اوس هم وسلې لري.

دوی طالبانو ته عقده اخيستې، ځکه د سرتېري لاس یې ور ته وتړل او بيا طالب ته وويل شول چې وسله ترې واخله، دا یې طالب ته له زړه وځي؟

که طالب وژنو ته دوام ورکوي هم په بدو ورته اوړي، که یې نه ورکوي، له لوږې او خپلې عقدې هم د داعش او نورو ډلو ليکو ته ځي.‌

په اوسنۍ لوږه کې چې د طالب خپل معاش درې زره افغانۍ وي، داعش اتيا زره ورکوي.

تاسې وواياست، پخواني سرتېري خو پر خپل ځای، څومره عام افغانان به له بې روزګاري د داعش ليکو ته مخه وکړي؟

د داعش د قوت ټکي؛

دا مشهوره خبره ده چې چا کابل ونيو، اسلام یې کمزوری کېږي، که څوک وغواړي که نه، د داعشي ترهګرو دعوه تر طالب او نورو قوي اسلامي کېږي.

د معاش او نورو امتيازاتو پرېماني د دغې ډلې ليکې لا پراخوي.

د محروميتونو او جنسي فقر په هېواد کې، د جنت حورې پر خپل ځای، نغدي ښځې هم د جهاد النکاح په نامه ورکول کېږي، نو چې هم دې د اخيرت غم خوړل شوی وي، معاش او امکانات دې هم پرېمانه وي، ښځې او نجونې هم درته حلالې او در وېشي، پر دښمن دې زړه هم پسې يخېږي، ته ووايه، څوک به نه ورځي؟

د طالب کم تشکيل؛

طالبان هسې هم کم ول، اوس یې چې ځينې د نظام پر سر په اختلاف ځنې لاړل، لا پسې لږ شول. په ولسوالي کې به ايله درې يا پنځه طالبان وي چې لس داعشيان که ورباندې راووځي، ځنې نيسي یې. د ولسواليو سقوط چې پر مورال څومره ناوړه اغېز کوي، موږ یې تجربه ليدلې. که زر داعشيان راووځي، څو ولسوالۍ به لاندې کړي او د حکومت مورال به څومره وځپي؟

پخواني توپکيان؛

د شمالي ټلوالي پخواني توپکيان هم د يوې حرامې ګولې موندلو په موخه قرار نه کښېني.

ځينې هېوادونه شته چې لاس به ورته نيسي او پر شا به یې ټکوي. دوی هم که لوی نه وي، يو کوچنی سرخوږی خو جوړولای شي.

نړۍ بل جنګ‌ځای نه لري؛

د نړۍ هغه ډېر جنګ ځپلي هېوادونه هم له جنګه ووتل. دنيا اوس د وسلو ازمايلو او پلورلو ته جغرافيه غواړي، هماغه جغرافيه افغانستان دی.

بله خوا، هلته چين سرکشي کړې، الوتکې یې ټايوان ته ننوځي، روسيه پر وسله لاس تېروي، ايران او پاکستان هم له چتې په وتو دي. دوی بايد بوخت وساتل شي. اوس چې افغانستان بې سرپوښه دېګ دی، د پاکستان لپاره ټي‌ټي‌پي، د چين لپاره ايغور، د روس او منځنۍ اسيا لپاره داعش، همداسې القاعده، چيچن، ازبک او تاجک ترهګر ټول په افغانستان کې را ټول دي او دغه ټول هېوادونه دلته ښکېلېږي. چې ښکېل شول، لوی کارونه،‌ ارمانونه او ګواښونه ځنې پاتې کېږي. تر منځ‌ يې زما و ستا وطن د جنګ په ميدان بدلېږي او که دا ځل جګړه پيل شوه، د وطن تجزيه يې لومړی پړاو او لسونه کالونه ناورين یې پايله ده.

دغه ټول هغه ټکي دي چې پر وطن له را روان ناورينه د انسان اروا رېږدوي.

که طالب همداسې روان وي، زه باور نه لرم چې تر يوې نيمې مياشتې دې حالت همداسې دوام وکړي.

طالب د وطن ازار وړی دی او همدا لامل دی چې د ټامي د نارواوو تاوان یې هم د غاړې طوق شو.

طالب د وطن توهين کړی دی.

داسې وطن چې لسونه زره کاله یې جګړې ګټلې، هغه يې به بې جنګه لاندې کړی. جغرافيه تر دې ګناه نه ور ترېږي.

که مې اخيره هيله قبلېږي!!

خدايه! که به مې کله هم په اخلاص ياد کړی یې؛

وطن مې دومره مه ماتوه چې د را روان ناورين له له لاسه مې ټامي د وطن اتل شي.

د خدای په لوی کرم به کېږي

زما په فکر بېړۍ غرقه غرقه ځينه

سيد “شاه”

دا ليکنه پر تاند هم خپره شوې ده.