کور / تازه خبرونه / نړیوال شل اوورېز جام : افغان لوبډلي نیمه پایلوبي ته لار نه کړل پيدا

نړیوال شل اوورېز جام : افغان لوبډلي نیمه پایلوبي ته لار نه کړل پيدا

افغان کرکټ ملي لوبډله چي د کرکټ نړیوال شل اوورېز جام د لوبو دپاره متحده عرب امارتو ته سفر کړی وو، نن خپله وروستی لوبه په ابوظبۍ کښي د نیوزیلنډ سره ترسره کړل. افغانستان نیوزیلنډ ته په ۲۰ اورونو کي د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه چې نیوزیلنډ د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ، او لوبه د نیوزیلنډ په ګټه پای ته ورسیدل. پدې سره دا په نړیوال جام کې د افغانستان وروستی لوبه وه.

پدې ډول د نیوزیلنډ لوډله نیمه پایلوبې ته ووتل.

ګروپونه :

روان نړیوال شل اوورېز جام کښي ټوله ۱۲ لوبډلي په دوو ګروپونو تقسیم سوي وې.

افغانستان له هند، پاکستان، نیوزلنډ، سکاتلنډ او نمیبیا سره په ګروپ کي شامل وو.افغانستان له سکاتلنډ او نمیبا څخه وګټل خو د نورو ټیمونو څخه یې و بایلل.
په بل ګروپ کښي انګلستان، استرالیا، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، سري لانکا او بنګله شامل وه.

د نیمه پایلوبي په ترڅ کښي به پاکستان، نیوزیلنډ ، انګلستان او استرالیا یو د بل سره لوبیږي.

افغان لویډلې بیا هم د وطن روانو حالاتو ته په کتو ښه و ځلیدل او ټول افغانانو ته یې د یو موټي کیدو، د لا زیاتو کوښښونو پیغام وړاندي کړ.