کور / سياسي / ظریفه غفاري: تاسو د تاریخ په اوږدو کې مذهبي ډلې حمایه کړې

ظریفه غفاري: تاسو د تاریخ په اوږدو کې مذهبي ډلې حمایه کړې

ظریفه غفاري
د آلمان په فرانکفورت پوهنتون کې د یوې ډاکترې تحقیق پر دې راڅرخیده چې موږ اشتباه وکړه، افغانستان ته مو دیموکراتیک نظام د پوځیانو په اوږو یوړ خو نه پوهیدو چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې له افراطیت او سخت دریځئ ملاتړ کړی او همیش یې ډیموکراتیک نظامونه ننګولي دي.
ما یې په ځواب کې وویل چې نه نه نه! غربي ټولنه اوس هم غلط فکر کوي؛ تاسو د تاریخ په اوږدو کې مذهبي ډلې حمایه کړې، تاسو هلته دین له سیاست سره ګډ کړی، تاسو د خپلو موخو د لاسته راوړنو په خاطر د خپلو لاس پوڅو په لاس لومړی ځل مذهبي ډلې د امان الله خان پر ضد راپاڅولې او یوه نوموتی نظام مو ړنګ کړ، بیا مو د داود خان د حکومت پر وړاندې د مذهبي ډلو ملاتړ ته لاس واچاوه او دوی مو په پاکستان کې تربیه کړل او د ډاکتر نجیب حکومت مو ورباندې ړنګ کړ او دا ناوړه ډلې مو په خپلو کې په جګړه بوختې وساتلې.
د تاریخ له دې باب مو هم عبرت وانخیست او په وروستي ځل مو ډیموکراسي د پوځیانو پر اوږو بار افغانستان ته راوړه، له غرونو او مرګونو وحشي سنګرونو مو څو جنګي مذهبي او سخت دریځې ډلې راښکته او نکتایي مو ور په غاړه کړه او د ډیموکراسئ په نوم ګډوله حکومت مو رامنځته کړ چې په هیڅ فکر، عقیده، سیاست، او باور افغانستان او ډیموکراسۍ ته وفادار پاته نه شول بلکه د مظلومو خلکو په وینو یې قصرونه آباد کړل او نظام یې د مرګ چاړې ته څملاوه.
بیا مو هم پاکستان ته پیسې ورکړې، خلاص مټ مو پریښود چې د جوماتونو په ملا امامانو او طالبانو کې پړی واچوي او د اګوره خټک په مدرسو کې د انتحار درس ورکړي او په ډیموکراسۍ ځانمرګي بریدونه پیل کړي او ستاسو خیالي ستراتیژۍ او پالیسۍ په سند لاهو او تاسو کډې بارولو ته مجبور کړي.
افغانان ټول سخت دریځي ندي! تاسو یا تاریخ سم ندی لوستی او یا مو د امان الله خان او ظاهر شاه په دوره کې افغانستان ته د تللو غربي سیلانیانو خاطرې ندي کتلې چې د وطن په هر ګوټ کې له نارینه او ښځینه توریستانو سره څه ډول افغاني او انساني برخورد کیده.
خلاصه ښه مو سره وننګول!