کور / سياسي / د طالب وزیر امیرخان متقي پر مرکه یوه تبصره

د طالب وزیر امیرخان متقي پر مرکه یوه تبصره

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له کانګریس څخه په یوه لیک کې غوښتي، چې د افغانستان شتمني او پولي ذخیرې ازادې کړي. په لیک کې د شتمنیو کنګلول غیرې منطقي کار بلل شوی، ځکه د شتمنۍ کنګلول او اقتصادي بندیزونه روغتیا، معارف او د افغانستان نور ملکي خدمتونه زیانمنوي، چې د افغانستان د خلکو لپاره ښې پایلې نه لري. همدارنګه په یاد لیک کې یادونه شوې، چې د ا.ا په راتګ سره په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او اوس د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او ښو اړیکو او همکاریو ته لاره هواره ده. اوس د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره ښه زمینه مساعده ده. په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالات هم په زراعت، صنعت او د افغانستان په معدنیاتو کې پانګونه کولای شي.

عبدالله احسان