کور / تازه خبرونه / علامه عبدالشکور رشاد د افغانستان د شپږم ستوري په توګه وپیژندل سو

علامه عبدالشکور رشاد د افغانستان د شپږم ستوري په توګه وپیژندل سو

د علم او فرهنګ د ټاټوبي ننګرهار پوهنتون په وړاندیز او د علامه اکاډيميسن رشاد د سلمي کليزي په وياړ د جوړ سوي علمي سيمينار د ګډونوالو له خوا مرحوم علامه اکاډيميسن پوهاند رشاد رسماً د پښتو ادب د شپږم ستوري په لقب و نومول سو.

د علامه رشاد بابا د سلمي کلیزي په مناسبت نن په کندهار پوهنتون کي سیمینار جوړ سوی وو چي د نوموړي پر ژوند، علمي او ادبي خدمتونو او اثارو مفصل او ژور بحثونه او مقالې واورول سوې.