کور / شعر / د ملگري ډاکتر ژړک خان بيا په پرواز د باز نظر ته

د ملگري ډاکتر ژړک خان بيا په پرواز د باز نظر ته

صرف تنفس کوه پاچا! بس په فرمان يو ستا

موږ سربازان د روح و ځان افغانستان يو ستا

د عقل ديو مو ډارولای, اړولای نه شي
د لېونتوب پر لاره لار وهو روان يو ستا

خېژو معراج ته د ارمان, په شهپرونو د عشق
په سېل کښېوتي د سيمرغ د سره ارمان يو ستا

زمان بدل دی معيارونه د زمان دي بدل
له پير, ملا منحرف شوي, پيروان يو ستا

ستا شاگردان به ستا د شان شمله شانداره ساتي
استاده پاس ستا له مکتب, له امتحان يو ستا

ستا د ضدي مزاج معيار پوه د زمان په ژبه
بېغمه غشي شغوه ابرو کمان يو ستا

ستا د ژوندو سترگو رپا مو ده موج خېزه په کار
ستا د نظر په باز د ښکار روږدي شوقيان يو ستا

ستا د ځوانۍ د گمنامۍ د امکان پته نشته
موږ د يارۍ د يادگار څلي دنگ ودان يو ستا

خوشحال ويل: “ته مېړنی يې د خپل مټ, نه لښکر”
خوشحال سلام وايه, واپس يو, قاصدان يو ستا

4 جدي1400_ 25 ډسمبر 2021_شنبه
محمديار يار