کور / خبرتیا او پيغامونه / جرمني هامبورګ کې د ویک اپ افغان ټولني د غمشریکۍ پیغام!!!

جرمني هامبورګ کې د ویک اپ افغان ټولني د غمشریکۍ پیغام!!!

په خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې مدني فعال، د بشر د حقوقو کلک مبارز، او د ویک اپ افغان کمیونټي کلک فعال او نه ستړی کېدونکی مبارز رفیع الله عزیزي د مغزو د سکتې (سکته مغزی) له وجې د حق داعیې ته لبیک ویلی او خپل روح یې رب ج ته سپارلی، انالله واناالیه راجعون
د ویکپ افغان کموینټي ټول ملګري د خدای بښلی رفیع الله عزیزي کورنۍ او دوستانو ته تسلیت او خدای بښلی عزیزي ته د رب ج څخه عظیم جنت دعا کوي، خدای ج دې دوي ټولو ته صبر او اجر ورکړي،
‎په دې سره په جرمني کې افغانانو او د ویک اپ افغان کمیونټي خپل یو پیاوړی همکار او ملاتړی،، ادیب، لیکوال، په قام زړخوږی په ملي او بین المللي سیاست پوه، سوله غوښتونکی او انساندوسته شخصیت له لاسه ورکړ
خدای بښلي عزیزي خپلې زدکړې په ګران افغانستان کې کړي او بیا یې د هسپانوي ژبې د ادبیاتو پوهنځی لوستلی وو وروسته بیا جرمني ته راغی، دلته یې هم ډېر لږ وخت کې د C1 تر کچې جرمني ژبه، د Abitur in Studienkolleg تر څنګ یې ډېرې نورې لاسته راوړنې درلودلې، خدای بښلی عزیزي د ګران افغانستان په حالاتو ډېر زورېده هر ځای کې به چې د افغانانو تجمع وه او یا به کوم لاریون وو نو دی به تر ټولو اول موجود وو، پدې لار کې یې تر بل هر چا ډېره قرباني ورکړې وه، په اخیري څلورو میاشتو کې یې د خپل کار اویا سلنه بسپنه د هیواد غریبو خلکو ته لېږه ، او د هر غریب له حاله به یې تر خپل وس پورې ځان خبراوه، د خدای بښلي رفیع الله عزیزي ډېرې خوبیانې او صفات دي چې دلته یې بیانول ناممکن دي.
د ویک اپ افغان ټولنه د خدای بښلي عزیزي کورنۍ سره پدې ستر غم کې ځان شریک ګڼي او دعا کوي چې خدای ج دې نور له داسې غمونو وساتي.
انالله واناالیه راجعون

د ویک اپ افغان ټولنه هامبورګ جرمني