کور / خبرتیا او پيغامونه / پخواني ولسمشر حامدکرزي ته د پروفيسر خالق رشيد پرانستی ليک

پخواني ولسمشر حامدکرزي ته د پروفيسر خالق رشيد پرانستی ليک

دلوی اوبښونکي خدای په نامه  !

ع : رشید 

          جلالتمآب کرزي ته سرخلاصی لیک 

پخواني ولس مشرمحترم کرزی صاحب ! 

        هرژوندی موجود چې چیرې اوسږي، چیرې ژوند کوي، له هغه یوه ښه اودیاولووړنښه خامخا پاتې کیږي، خوتاسې جلالتماب ته بیا داسې یوویاړله ښه مرغه اویا له بده درپه برخه نه شو…څوارلس کاله موپه هرډول چې و،داملت لارښونه کړ، دکابل پرکوم کنډواله ارګ چې ته په کومه ورځ ورنتوتې اوپه کومه ورځ چې ترې وتې ډیرتوپیررامنخ ته شوي و،دخلکوپه وینا په کومه ورځ چې کوم لغړیان له تاسره ارګ ته ننوتل، ترڅوته ترې وتې له هغوی لوی قارونان جوړشول اوترتادمخه په یوه اوبل مکرله خپلوغلاوواو فسادونوسره له تا ورو وور په لیرې کیدو شول،خوتابیاهم هغه ټول په خپلوټولوغلاوواوبدمرغیوسره پرنښودل چې ستا له دامه ځان پریوه خوا کړي،هغوی که شیرپورچورکړاوکه یې دکابل په عامه شتمنیوباندې خیټې واچولي تاهیڅ هم ورته ونه ویل اوآن چې دیوې قانوني محاکمې پرځای دې په یوه اخلاقي محاسبه کې هم یوه ورځ دخلکوپه وړاندې یاد او راڅرګند نه کړل اونه دې د دوی د هغوسیاسي معاملوچې تا وطن اوملت ته یې زیان رسیده جدي مخه ونیوه. 

داهم وروسته له تا ؟؟؟

ګران کرزي صاحب !

        دا کارخو وشو، شغالان درڅخه لیوان شول اولیوان دې بیادملت خوړلواوزبیښاک پردندو په خپله لورینه اویاهم دنورووګمارل، په عین حال کې دې بیا پردغو کورنیوحرام خورو برسیره هغوتاریخي غلواوتوطیه ګروته چې له وطنه تښتیدلي وواوپه ټوله نړۍ کې ددې وطن په وړاندې دتوطیوجوړونکو دوستان اوجاسوس مله ول اوهغوی ترې ګوډاګی اومصنوعي کارپوهان اومفکرین ترې جوړکړي وو،هغوته دې دهغوکادرونو پرځای چې مسلکي ول، کارپوه ول اووطن ته یې دپوهې اوتجربو په رڼآکې خیررسیده  هرڅه وروسپارل اودغلاوواوفساد پردکانودې کینول،دوی له یوه یوه  زاړه لیپټاپ سره راغلل خوله ملیونوډالروسره یا بیرته وتښتیدل اویاهم لکه دنن په شان دملت غاړې ستا له برکته دلعنت طوق شول لکه چې اوس ته خپله هم ورته حیران یې اوملت هم ! 

داهم وروسته له تا… 

محترم کرزی صاحب، 

په یاد به دې وي اوکه نه چې هندوستان ته دیوه سفرپه ترڅ کې مې درته وویل چې افغانستان ته په تیره یوه نیمه پیړۍ کې یوشمیرواکمنانوچې په فزیکي او رواني ناروغیو اخته وو سخت زیان ورساوه په دغه لړکې مې د امیرمحمد یعقوب خان او سردارعبدالرحمان خان نومونه درته یادکړل چې یوه ګندمک ددماغي ناروغۍ په ترڅ کې  پرافغان ملت ورټپ کړ، بل نشه توکونو په نشه کې دیورند پروټاپه اودریم یې د روسي وډکا په شرنګ کې په رڼا کې روسان پروطن راوخیژول اوڅلورم دادی ستا اوزما په مخ کې پردیورند باندې داغزن تارمعامله ترلاس لاندې نیولي ده چې داهم ستا له برکته ده ، تاهم په دقیقه توګه داخبره ومنله خوما بیاهم درته وویل چې ځان آرامه مه نیسه دخدای اوملت په خاطرغږ پورته کړه، تراوسه دې هم غږ تریوه ځایه رسیږي خوافسوس چې اغزن تار وغزید، له غرونوغږراووت چې معامله روانه ده خوستا جلالتماب له خوا بیاهم غږ راونه ووت…اوداغزن تار تورښاماردافغانستان پرزړه باندې ځان راوغوړاوه…   زمین جنبید، زمان جنبید… نه جنبید گل محمد… 

ښاغلي  کرزي صاحب ! 

 دیوه عیني‌شاهد په توګه زه ستا له هغوهلوځلوکله هم سترګې نه شم پټولای چې تاسې دهندوستان له تعلیمي امکاناتو اوشونتیاووڅخه دملت دځوان نسل په ګټه کارواخیست.ستاسې په دوره کې وه چې دهندوستان دپوهنتونودروازې دافغانانوپرمخ خلاصې شوې، د سکارلرشیفونه کچه له سلوتر زرو پورې لوړه شوه د لومړي ځل له پاره ستا په امرد هندوستان په پوهنتونوکې ددولت په لګښت یا په باد راوړیوډالروباندې په هغوبرخوکې چې دهند په سکالرشیفونوکې یې امکان نه لکه انجنیري او معدن پوهنه کې تاد افغانستان ستونزه واوریده اوپه یادو برخوکې دې دافغان ځوانانو له پاره لاره آواره کړه اوښه کادرونو په کې ورزول شول، زما دمعلومات له مخې دیوه حقیقت په توګه  ستا په ټوله دوره کې په هند کې تر شپیتوزرو زیاتو خوانانو لوړې زده کړې وکړې بیرته وطن ته راغلل، دلته دکارزمینه ورته برابرنه شوه دوی ټول دجلالتماب اشرف غني دادارې د بی کفایتي په پایله کې خواشینې د ایران ترکیې په وژونکو شرایطواولاروله هیواده ووتل اوستا هغه خوارۍ ګردې په سیندلاهوشوې. خوګیله دلته ده چې له تا مې یوه ورځ هم وانه وریدل چې زموږ له ځوان نسل سره دغه تاریخی ظلم په خپلې ټولې کینې اوکرکې سره زموږ دځوانې ملي هستۍ په وړاندې دلته له تا وروسته روان دی بایدمخه یې ونه نیول شي … بایدله دوی سره هم هغه چلند شوی وای لکه چې دخپلوبچیانوسره یي کړې دی. هو، خپل یې وپنځول اودنورو یې په دریابواوغرو رغوکې دکبانواولیوانوخوراک کړل ؟؟

ته خپل جامونه جګوه پروطن اور ولګید … 

محترم کرزی صاحبه !  

دالیک ددې له پاره نه درته لیکم چې ګواکي زه ستاټولوکړو وړو ته دمینې اویا کرکې په سترګوګورم، نه،یوازې هغه څه چې تا ددې ملت په وړاندې په خپله دوره کې ترسره کړل، هغه داووچې تا افغانستان دډاکترنجیب الله له مرګه وروسته یوځل بیا دیوه داسې ملت په توګه چې کولای شي په ډیره آسانۍ په ملي اونړیوال ډګرکې دیوه خپلواک هیواد په توګه سر رااوچت کړي وښود. زه پوهیږم چې ته هم دیولوی نړیوال خواک (موخه مې هغه هیوادونه دي چې افغانستان ته یې ځواکونه را ولیږل اوتراوسه هم لادلته پراته دي) دبشپړملاتړاوتفاهم په ترڅ کې پرافغانستان حاکم شوې،خوبیادهم دکابل تیارو کوڅوته دوینواواوښکو پرځای دخنداوو اورڼایوڅپه راوړه، هغه څپه چې اوس یی سربیا دغلاوو او وژنو اوعمومي ګډوډیوته ورسید.

داهم وروسته له تا … 

خوبیا دې هم ونه شوای کولای هغه څه چې ته په خپل ضمیرکې دننه وې،په هغه څیره کې ځان پرخلکوباندې ومنئ چې لامل یې یوازې اویوازې ستا پرشاوخواهغه یوشمیرکړۍ اوڅیرې وې چې هغوی کله هم ستاد ضمیراوصداقت څیره یې دخپلو تیرو ناوړتیاوو اوملت ته دجنایاتو اوجرمونوپه خاطرله خپلوجنایاتوبیله نه ښوده اوهربدچې دوی ترسره کړي ووپه هغوکې یې ته هم برخمن بللي، په داسې حال کې چې دوی بیل دفکراوضمیرله پلوه یونه وئ ځکه خوموخبره له امریکا سره د ناندریوترپولې پورې ورسیده. تا هم یرغلګرپیژندل اوهم یې لاسپوڅي خوپه ډیرافسوس سره چې تا خپل هغه غږچې په ګلخانه کې دې دیرغلګرواولپ ټاپی ګواګیانو،امریکا اوخارجیانو په وړاندې وایه هغه له ګلخاني د باندې را ونه ووت،زه یې یوه بیلګه دلته دیوه محرم سند په توګه دریادوم اوستایم یي، که ارواښاد حفیظ الله امین د روسیي سفیردخپلې واکمنۍ پرمهال په څپیړه وواهه، ستا دغه یادونه هم په خپل وخت کې دیوه افغان واکمن په توګه له هم هغې څپیړې کمه نه وه، راځه ستاهغه محرمه مرکه دلته له تا اوګرانولوستونکوسره شریکه کړم، هغه کیدای شي ډیروخلکوته هغه ستا له خوا یوه نادره خبره وي … دا مرکه پردې ارزي چې باید له ملته پټه پاتې نه شي: 

له سفیرنیومن او ایکنبري سره کتنه

Meeting Minutes for Ambassador Neuman and Gen. Eikonberry

————————————————————–

نیټه : ۱۷/۱۲/ ۲۰۰۵ 

  وخت :دسهار (۱۲۰۰)  بجې    

ځای : ګلخانه                      

په لیدنه کې :  ولس مشر،  سفیر نیومن، ایکنبري 

———————————————————————————————–

 «  ایکنبري : وویل  چې دی هیله من چې دلندن دکنفرانس په پایله دپوځ کچه   ۷۰،۰۰۰ ته لوړه نه شي، دوی به هدف ته درسیدو په ترڅ کې له ستونزوسره مخامخ شي. ده وویل چې پرافغان ملي پوځ باندې   پاملرنه له یقیني فکټونوڅخه ده چې په چټکۍ اوچټکۍ سره پرمخ روان دی، خودټولیوله کمزورو قوماندانانوسره سره ده وویل چې په دغه اړه دښه کیفیت وړتیااورسیدنه اړینه ده.  

نیومن : ولس مشرته خبرورکړ چې چیني (دیګ چیني دامریکا مرستیال ولس مشر) به کابل ته دخپل سفرپه ترڅ کې یولړموضوع را پورته کړي لکه: دمتحده ایالاتو دژمنوپخلي،د خلیج له هیوادود مرستو راجلبول،چې دافغان حکومت له خوا هم هڅه ورته شوې وه ، خو په منظمه اوسازمان شوې بڼه نه، دلندن کنفرانس، دنشه یی توکونوسره مقابله، په اداره کې سمون، له هغې ډلې د فساد له منځه وړل،اود ایران خبره.  ده وړاندیزوکړچې پردې برسیره دنشه یی توکونو په بدیل،په ځانګړوبرخو لکه کرنه، سړکونواوبرښنایی جنربشنواونوروبه هم خبرې وشي.ده داهم وویل ،چې په امریکا کې یوعمومي نظرچې تودې خبرې ورباندې کیدې دا هم وچې ترهرڅه دمخه باید پارلمان ، پولیس اواداره د فساد اودرغلۍ له منګولوڅخه خلاص کړل شي.  

جلالتمآب کرزي : غږ وکړچې آیا، داسې فشار پخوانه ومطرح چې په یوه بري باندې ختم شوی و، اوکه داځل دلته بل څه ځانګړی په پام کې دي ، هغه په جدیت سره پوښتنه وکړه چې چا په دغه برخه کې داسې قضې چې ترشا یی خامخا څه ول نه دي لیرې کړي؟ 

نیومن: وویل زما مطلب دانه دی چې دمثال په توګه د فراه د والي نوم یادکړم،چې له امریکا سره مجرم دی اویا هم دهیلمند د پولیسوقوماندان.  

جلالتمآب کرزي: دهلمند دپولیسودقوماندان ادلون بدلون د والی اودکورنیوچارود وزیرکاردی. همدوی ټینګارکاوه چې په دغه حال کې باید بدل نه شي.ده زیاته کړه، چې مخکې تردې چې هرتصمم نیسو، بایدحالت هم په پام کې ولرو. د ارزګان په اړه ده وویل: چې دی دیوه الترنتیف په فکرکې دی، خوله دې سره هم ده وویل، په یوه نظرخوداسې هم کیدای شي چې یوشي دبل پرضد په یوه دوسیه کې واچول شي ،خوحکومت باید قضیې ته دقت اوغوروکړي اوبیا پریکړه وکړي. ده وویل چې ولي امریکا دفراه پروالي باندې پټه خوله ده،هغه څوک چې ټاکنه یې ددوی غوښتنه وه، ده همداسې ورزیاته کړه چې افغانستان دهیچا مستعمره نه وه ، باید لکه دنوروټولنو په شان چلند ورسره وشي. هغه داهم وپوښتل چې ولي دوی جنرال بریالي چې په فساد باندې تورن و ونه پوښته چې اوس د ادارې دپاکولو اوسمولو خبرې کوي. ده زیاته کړه، هغه بله ورځ دکاناډا سفیرهم د رحیمی دمالیې وزارت پخوانی معین چې یوبل پرفساد ککړڅوک دی سپارښتنه وکړه چې باید د ډایاګ پروګرام مشرشي اوهغه پرمخ بوځي. ولس دوام ورکړ: ان چې انګریزان غواړي د ستانکزي له پاره یوبل وزارت جوړکړي. ده همدارازپه ډاګه کړه چې دی یوشمیرنوي فرمایشي کسان لکه ډاکترغني اونورهم په نظرکې نه لري. 

نیومن: وویل چې دوی نه د انګریزانواستازیتوکولای شي اونه هم د کاناډایانو، اونه هم کومه ځانګړې اجندا دافغانستان له پاره لري،هغه زیاته کړه، چې مایوازې غوښتل هغه نظرتاسو ته په ډاګه کړم ، هغه چې په امریکا کې را ایجاد شوي دی، پردې برسیره دافغانستان بیا جوړونه زموږ ګډ مبارزه ده.  بیرته داصلي موضوع اړوند هغه وویل،  چینی کیدای شي  دایران له موضوع سره هم تماس ونیسي. 

جلالتمآب کرزي: احمدي نژاد لیونی سړی، ده وویل چې هغه مخکې له مخکې خپل پیغام ایرانیانو ته د اسرایلوپه اړه رسولی دی. اوخپلې ضد څرګندونې یې ترسره کړې دي. 

نیومن:وپوښتل چې آیا احمدي نژاد عقیده مند څوک دی اوکه هسې ساده سړی؟

 

جلالتمآب کرزي:وویل هغه پیاوړی عقیدتی سړی دی، بیرته د باورمنۍ موضوع ته راوګرزید، اوهیله یې وکړه،دغه پیغام متحده ایالاتو ولیږدوي چې افغان حکومت به دسمونو بهیرته لاس په کارشي، خوتردې هم دمخه زه غواړم چې پرخپلوخلکوباندې باورمني ولرم.

ده زیاته کړه ، دباورمني کوم  لغت چې په لویدیزکې کارول کیږي، هغه به پرما باندې څه اغیزونه لري، ځکه چې لویدیز دافغانستان پراتلانو باندې یرغل کړي دی،ده همداسې څرګنده کړه،په افغانستان کې دا یوه اخلاقي پوښتنه وه خوپه لویدیزکې بیا داپوښتنه سیاست ده. دفساد اوبډو په اړه یې وویل، ده ته دا راپورهم رسیدلي دی چې بریتانوی اتباع پردې خواشیني دي چې په یوه ورځ کې له افغان ګمرکه تردیرشو زرو لږ ډالره ترلاسه کوي، ددې مانا داده چې په  فساد اوبډي کې نه یوازې افغانان ښکیل دی بلکه خارجیان هم تردوی کم نه دي . 

ستونزه ټوله خارجیانورامنځته کړې ده …. 

 

ښاغلی  کرزی صاحب ! 

ګوره داډول خبرې یو کتاب نورې هم شته چې زموږ مخ په هرډول چې یې بیاهم تاته دراړوي، خو اجازه راکړه چې یوخل بیا په ډاګه اوحسابي توګه دالاندې غم ټکي هم درته ووایو: 

لومړی ـ په اوسني حالت کې نورد افغانستان د ژغورنې ډګرته داعلامیواوغندنوله ښکیله را ووخه، افغانستان نوردنړیوالودهیرتوب اوانزوا وروستي پړاوته رسیدلی دی باوروکړه چې که دا ملا وي اودا حالت ډیرزربه له دغه ښکلي هیواده عربي یمن جوړشي.  

 دویم ـ افغانستان نورنه یوازې چې خپل افغاني اواسلامي پرتم له لاسه ورکوي، بلکه دخاورې اوملي تمامیت له جدي خطرسره مخامخ دی.

سیاف دامریکاله سفیر او مرستیال سفیر سره (جون ۲۰۱۵ )

دریم  ـ افغانستان نوردهغوغرضیانو په منګولو کې خپل نفس باسي چاچې داودخان، حفیظ الله امین اوډاکترنجیب الله ته قبروکینود او دڅرګندو توطیو په ډنډ کې یې ورښکیل اوله منځه یووړل.  

څلورم ـ  افغانستان نورد ډول ډول ملي، سمتي،مذهبي اوژبنیوستونزو ښکیل ته ورلویدلی چې که دا حالت دوام وکړي، باوروکړه چې نوربه نه افغان وي اونه هم افغانستان .

پنځم ـ افغانستان د ګاونډیانوله جدي سیاسي، فرهنګی او نظامی یرغل سره مخا مخ دی، پرواکمن مین حکام په سرکې اشرف غني دخپل واک ساتلواوهغوغرضونواودندو په خاطرچې دی اومیرمن یې دهغو دتحقق له پاره ګمارل شوي هرډول معاملې ته لاس په نامه ناست دی او باوردی چې دتجزیي ترپولې پورې له معاملوهم ځان نه غړوي.داغزن تارغزول یې یوه څرګنده بیلګه ده.  

شپږم ـ په افغانستان کې له ښاره ترکلي، له غرنوترعامولویو لارو هغه وحشت روان دی چې ددې وطن یووګړي هم دامن اوخوندیتوب احساس نه کوي، داسې حالت دغه هیواد ته په هغوشپواوحالاتوکې چې یویرغلګرپوځي هم دلته نه وپروت کله هم نه و وردغاړې شوې. کوڅې له غلو ډکې ، لارې غلو نیولې اودواټونو پرسر په رڼا ورځ افغانان بې عزته اووژل کیږي.   

اووم ـ په افغانستان یرغلګراو تش په نامه سوله غوښتونکي خارجیان دجګړې ختمولوپلویان نه دي، افغانان دي چې له ناچارۍ هم دبی کفایته حکومت اوپاکستاني او ایراني پلوو اجیرو ترمنځ د پسونو په شان هم خرڅیږي اوهم قرباني کیږي.خویوڅوک یوسوله پالي خواک نشته چې ددغه قرباني ملت غږ واوري او نړۍ ته وښیي چې دغه ملت به ترڅو دیرغلګرواو په ځان مینو لیونیو واکمنانولاس کتوی اوقرباني وي ؟ 

اتم ـ  افغانستان شپیته سلنه ځوانان جوړوي، خو ترشل سلنه ځوانانوته د زده کړې طبعي حق نه دی رسیدلی چې هغه زده کړه ده، هره ورځ ، هره اوونۍ اوهرمیاشت دهیواد له هرې خوا د ښوونځیو دسونګ خبرونه اورو، په دغه اړه چا فکرکړی چې لس پنځلس کاله وروسته به ددغو ځوانانو برخلیک څه وي؟ هغه ځوان کدرونو چې په خارج کې درس وایی، دمرګ اوبیکارۍ پرلامل نورو هیوادو ته ځي اویاهم په هیواد کې د بی عدالتۍ اوبیکارۍ قرباني کیږي اومري. داهغه فاجعه ده محترم کرزی صاحب چې له تا وروسته پیل شوي اولاهم په خپل ټول وحشت سره  دلته دملت دځوانانو نجونو اوهلکانوپه حق کې روانه ده .

داهم دم ګړۍ په افغانستان کې دتعلیمیافته ځوانانو حال 

نهم ـ افغانستان دم ګړۍ دهرډول اخلاقی انحرافاتو، نشه یی توکونو، غلاوو اوفسادونو اودښځوپه وړاندې دزور زیاتي نړیوال مرکز ګرځیدلی دی،داسې چې د اصلاح له پاره یی هیڅ ډول کنترولراوقانون نشته، اسلام زموږ مقدس دین دی خودومره چې په اوس وخت کې ددغه الهي دین سپکاوي کیږي اودومره لوی ناروا تجارت چې پردغه الهی دین باندې روان دی، دا کاراودغه سپکاوی باوروکړئ چې دافغانستان په تاریخ کې اسلام اواسلامي ارزښتونوته چا نه دی وراړولی. اشرف غني په بې شرمۍ سره پردې ویاړي چې په خپله دوره کې یې شپیته زره افغان ځوانان پرملکي بې ګناه ووبرسیره قرباني کړي دي، پرپاکستاني اجیرانوباندې یرغلګره امریکا ویاړي چې په تیرکال کې یې یوعسکرهم نه دی وروژلی، فاجعه توره وي که سپینه، یوملت چې دومره بدمرغه شي چې هم یي حکومت اوهم مخالفین دپردیو د ژوندي ساتلو په خاطرخپل افغانان وژني او ځانونه پرسرلوړوي، ددې مانا همداده چې موږله دواړو خواوو بربادکړه شوي یواودواړې خواوې دي چې دافغان وژنې په بدل کې له یوه یرغلګرباداره امتیاز ترلاسه کوي،وای  وای دداسې ملت پرحال ، وای پرتا ښاغلی کرزی صاحب چې له تا څخه دالویه بدمرغي دغه باتورملت ته، دغه ویاړلي ملت ته چې ستا په وینا:« کله هم دچا مستعمره شوي نه دی » اوس وردغاړي شوې دي. !؟ 

او په پای کې محترم کرزی صاحب ! 

 لسم : دافغان له هډوکي تراوسه هم چاړه نه ده اوښتې، تراوسه هم دا ملت دیوه تاریخي اواسلامی زغم پرپوله ولاړدی، تراوسه یې هم هیلې د مایوسئ او نامرادۍ پولې ته نه دي رسیدلې ، دا دنړۍ یوسرلوړی ملت دی، له دغه ملت سره دروغ ، دوه رنګي او یرغل دتاریخ په اوږدو کې کله هم ښې پایلې نه دي لرلې،همداده چې یوځل بیا تاته دخپلو نیکونولوی میرویس اولوی احمدشاه برمونه په مخ کې ږدو، را وړاندې شه له ملت سره ودریږه، اودغه ملت له دغې اوسنۍ بدمرغئ څخه چې یوه لویه نړیواله توطیه ده د ژغورني او نجات پرلوررهبري اولارښونه کړه، ځانګړي هیله داده چې ځان دفسادی حکومت له زړه وباسه اود خلکو زړونو ته ځان ورسوه، یومهال یوه انګریزله پولادي امیره پوښتنه وکړه چې : ته ولي په کابل کې آبادۍ نه کوې، ولی ماڼۍ نه جوړوې ؟  امیر په ځواب کې ورته وویل :

 موږ له مجبوریته په کابل کې دیوه سړي چې تیمور نومیده اوله خپلوعزیزانوسره د درغلۍ په وجه دلته راوتښتید را ښکیل شوي یو، زه که آبادی کوم،هغه به د افغانستان په اصلي مرکز کندهارکې کوم چې یوه خوایې پرهندوستان،بله پرایران او بله هم په مرکزي آسیا ورخلاصه ده،دلته خواري ایستل بی فایدې کاردی …  ځکه خو له تا هم په درناوي هیله کوو چې د کابل له اوسني حالته ځان وباسه، دیوې مودې له پاره په هغه ښارکې چې پرهغه دافغانستان پرتم تړلی یوازې دیره شه، باوردی چې په دغه کارسره به د پردیویرغلګرو اوکورنیو لاسپوڅو له شره دغه ملت دملي خلاصون احساس وکړي. 

نوره دې خوښه  ددې ملت لاس او ستا ګریوان !؟ 

په درنښت 

پروفیسورعبدالخالق رشید 

دنهرو پوهنتون استاد