کور / خبرتیا او پيغامونه / ادبي ژور اندی سرلاری او د ناپېيلي شعر انځورګر

ادبي ژور اندی سرلاری او د ناپېيلي شعر انځورګر

ارواښاد علامه محمود طرزي وایي :

(یو اولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندی پاتې کیږي.)

د علامه صاحب د خبرو پر لاسوند په رښتیا سره چې ژبه او ادب دهر ملت یوه لویه شتمني ده، او ډیرګټور او ارزښتمن میراث دی،چې باید زموږ هیوادوال د یو ښکلي او لارښوونکي هنري اثر پهتوګه لکه یوغوړیدلی او زرغون بڼ ورته همیشنۍ پاملرنه وکړي، تازه او ښېرازه یې وساتي.

په پښتو ژبه او ادب کې نثر د نورو ادبي ژانرونو تر څنګ یوه غوره،مهمه او ضروري برخه ده. د ژبې پایښت، پرمختګ او پراختیا، دهنري، علمي او  ملي فکر لارې چارې او ځواک،  د روزنې پالنې اود ټولنیز شعور، اصلاحي او تنقیدي اړخونو موخه په نثر کې نغښتیده.

نثر هغه غوړیدلی ګل او بله ډیوه ده، چې پر خپلو وړانګو، پلوشو او وږمو یې د پښتو ادب لمن روښانه، ځلانده او توده ساتلی ده.

خدای بخښلی ارواښاد محمد دین ژواک هغه وطنپال، فرهنګپال او ملي شخصیت ، نوښتګرادیب، ژورنالیست ، محقق، څیړونکې ،سیاست پوه، او د  پښتو ادب او فولکلور په برخه کې، خوږ ژبی،دروند، پوخ او پېژندل شوی  لیکوال وو، چې د خپل ځواکمن قلم او فکر په وسیله او د خپلو ګټورو او ارزښتناکو منظومو او منثورو اثارو له لارې یې زموږ د علم او ادب ډېوې روښانه او ځلانده ساتلې دياو د خپلې ملي ژبې د پرمختیا، پراختیا او دودتیا لپاره یې د پام وړاو اوچت ګامونه پورته کړې دي.

استاد محمد دین ژواک د ارواښاد غلام محی الدین خان زوی دیچې پر ۱۲۹۵ لمریز کال کې د کندهارولایت د ډنډ په ولسوالۍ د روه رباط په کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خصوصي ډول سرته رسولي دي. په کندهار کې یې د دارالمعلمین د مستعجل کورس تر لوستلو وروسته پر ۱۳۱۶ لمریز کال کې  د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځي کې د ښوونکي دنده لرله. پر ۱۳۱۸ لمریز کال کې کابل ته ولاړو او هلته یې د نجات یا اوسنۍ اماني لېسه کې د ادبیاتو ښوونکی وګمارل شو. پر ۱۳۲۶ لمریز کال کې د ملي دفاع وزارت دپښتو ژبې سرمفتش وټاکل شو او پر ۱۳۳۰ لمریز کال کې د پښتوټولني یا اوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ( زیري ) اخبارمرستیال په توګه وټاکل شو. پر ۱۳۳۱ لمریز کال کې په دغه ټولنه کې د  پښتو قواعدو د صرف و نحوې د څانګې مدیر شو او پر۱۳۳۲ لمریز کال کې د ادبیاتو د مدیریت دنده ور په غاړې شوه. پر۱۳۳۴ لمریز کال کې د کابل مجلې مسُوول وټاکل شو او هم یې بیاد پښتو ټولنې د مسلکي غړي په  توګه کار کاوه. استاد محمد دینژواک  په همدغو کلونو کې د زیري جریدې د مدیر په توګه هم وټاکل شو او کابو لس کاله یې د دې جریدې مسوولیت پرغاړه وو. او پر ۱‍۳۵۲ لمریز کال کې د دغې جریدې مدیر مسوول وو چې متقاعد شو. ده  د ويښو زلمیانو په غورځنګ کې کارنده ونډه لرله. ارواښادمحمد دین ژواک په پښتو ټولنه کې د کار تر څنګه له راډیوافغانستان سره هم همکاري درلوده او د رادیو په تعلیمي پروګرامونو کې یې برخه اخیسته. استاد ژواک هغه هڅاند، تاند او غښتلی شخصیت وو چې د شپېتمو کلونو په جریان کې بیا د اویایمو پورې د کابل د مرکزي اخبارونو، د رادیو افغانستان د ځوانانو له خپرونې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خپرونو، د هنرمندوانو د اتحادیې او د قومونو او قبایلو وزارت له خپرونو سره فعاله همکاري درلوده.

دا یو څرګند حقیقت دی، چې د یو لیکوال ، ادیب، شاعر، محقق،ادبي، فرهنګي، سیاسي او تاریخي شخصیت، د دوی په آثارو کېاو د دوی په څیړنو کې لټولۍ او موندلۍ شوُ.

ارواښاد استاد محمد دین ژواک هم یو شمېرعلمي، تاریخي، ادبي او فرهنګي اثار لیکلي دي چې د ده اغېزمن اثار زموږ د ملي ادب د ښکلا او غنا یوه ارزښتمنه پانکه ده. دا ګټور اثار دا دي :

ویراوتصویر، افغاني حماسه ، پښتني سندرې لومړی ټوک، پرونۍهینداره ( داستاني نثرونه)، پښتومتلونه، پښتو نثرونه، شمع فروزاندري ژبې هنري آثارو یوه مجموعه)، رمزو راز د ادبي توټو مجموعه، افغاني حماسه (د پښتو منثورو ټوټو یوه مجموعه)، دافغاني موسیقي کتاب، د پښتو لوست کتاب د څلورمو ټولګیو لپاره اوداسی نورې لیکنې او ځینې نا چاپ اثار….

ارواښاد ژواک صاحب ډېر لږ شعرونه لیکل چې څو ټوټې یې په کابل مجله، اوسنی لیکوالو او ځینو نورو خپرونو کې نشر شوې دي.                                    

ارواښاد استاد محمد دین ژواک خپل زیاتره عمر د ادبي او فرهنګيآثارو په تدریس، لیکلو، خپرولو او څیړنو کې تېر کړې دی . د ده پهآثارو کې زیاتره فولکلوري کیسې، لنډ داستانونه او افسانې، ادبيپارچې او یو شمېر په زړه پورې شعرونه نغښتې دي . ده د پښتولنډیو، متلونو اوافغاني سندرو او آهنګونو د پیژندنې په برخه کېډیرې زیاتې هلې ځلې کړې دي، چې د ده دا هلې ځلې د پښتوادبد پراختیا او پرمختیا لپاره د ستاینې او درنښت وړ دي . دی په خپلولیکنوکې یو ځانګړی سبک لري، چې  د ده سبک د یو شمیر کورنیواو بهرنیوڅیړونکو له خوا چې د پښتو ادب په تړاو یې څیړنې کړېدي په ډیر عالي کچه ستایل شوې دی.

د ارواښاد ژواک صاحب له لیکنو، ادبي نثرونو، او افکارو سره د علم او ادب مینه وال اشنا دي. ده نه یوازې په پښتو ژبې خو په دري (فارسي) ژبې هم لیکنې کښلې دي. دی هغه پوخ او تکړه لیکوال دی چې د ده لیکنې د پښتو د ادبي نثرونو په څېړنه کې یوه ګټوره او ارزښتناکه شتمني ده. ده  د ادبي نثرونو تر څنګ د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره د پښتو ژبپوهنې او ګرامر پوهنې په برخه کې او همدا ډول د فلکلور او فلکلور پوهنې په تړاو د پام وړ هاندو وهڅې تر سره کړیدي. د دغو زیار او هڅو له لارې یې څېړنملۍ علمي او اکاډیمیک لقب ترلاسه کړې دی. دی یو پوخ ادبي نثرلیکونکی وو، او په ادبي نثرونو کې د تصویر نګارۍ په فن کې د ځانګړي نوښت او مهارت خاوند وو.

ارواښاد ژواک صاحب په  خپلو ګټورو او اغیزمنو اثاروکې زموږ پهجګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې د لوټمارو، تالنګرو،ظالمانو او زور واکو تورې او کرغیړنې څیرې، او د ټولنیز ژوند ناخوالی، ستونزې، دردونه او کړاوونه، د رنځیدلو او ځوریدلوهیوادوالو اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ  کې د یوشمیر نورو  زړه بوږنوونکو  پیښو تصویرونه په  ډیرو ښکلو فکرونو،خیالونو، او سیمبولونو کې په ډیره ظریفانه  بڼه انځور کړي دي.

د استاد ژواک صاحب اغېزمن او ګټور منظوم او منثور اثار داوسنیو او راتلونکو نسلونو او ځوانانو په روزنه، پالنه او لارښوونهکې خورا زیات ارزښت لري ، همدا وجه ده چې نوموړی د لیکوالو اوادیبانو په ډله کې یو ځانګړې ځای او لوړ پوړۍ لري.

خدای بخښلی استاد ژواک دروند، مهربان، مینه ناک، پاک اوسپیڅلې انسان،  زړه سواندی، با وقاره، د لوی زغم او سپیڅلياحساس خاوند  او خوا خوږې انسان وو. ده له خپلو دوستانو اویارانو سره ډیره مینه لرله، او په ځانګړي توګه ده د ځوانانو داستعدادونو د روزنې او پالنې لپاره زیاته پاملرنه کوله. ژواک صیب دپښتو ژبې د ودې لپاره ډیر هنري اوفرهنکي خدمتونه کړې دي، او پهډیرو علمي سیمینارونو، ادبي او فرهنګي غونډو کې د هیواد د ننه اوبهرفعاله ونډه اخیستي ده.

استاد ژواک هغه ملي او وطني شخصیت وو چې د ټولو وطنپالو اورښتینو سیاسي جریانونو په څنګ کې د خپلو هیوادوالو د مليیووالي اتحاد او اتفاق او د ټولنیزاو اقتصادي پرمختګ او پراختیا اود افغان ملت  د  فرهنکي او تاریخي  ویاړونو د  ساتني لپاره کلکه مبارزه کړیده.

استاد ژواک صاحب دهیواد پر آزادۍ او خپلواکۍ مین وو او بشپړهعقیده یې لرله، چې د افغانانو ګډ کورخپله افغانان جوړولای شي اودا حق باید هیڅ پردي او باندني ځواک ته ورنکړل شي.

استاد ژواک پر ۱۳۵۲ لمریز کال کې له خپل قانوني عمر څخهمخکې تقاعد وکړ. ده د خپل ژوند تر وروستیو شیبو پورې په خپلهیواد کې د ننه او د باندې د لیکلو څخه لاس وانخیست.

خدای بخښلی استاد ژواک پر ۱۳۷۶ لمریز کال چې د ۱۹۹۷ زېږدیزکال سره سمون خوري د اګست پر اوولسمه په آلمان کې د زړه دناروغۍ له کبله سترګې پټي کړې.

ارواښاد ژواک صیب د خپل ژوند په ورستیو کلونو کې د رمزاو رازاثر دوهمه برخه بشپړه او ولیکله، چې د دغی کتاب څخه مو یوهادبي ټوټه د ( تورې بلبلې) په نامه غوره کړې ده تاسو ته یې وړاندیکوم.

تورې بلبلې!

اې زما د ارمانونو پاروونکې!

ته د خوژو کې آواز په ورېشمینه حنجره کښې څومره په پټ رمز سره د ننګرهار  د بهارونو د عطرونو د کاروان مخه زما د یاد لوري ته رابولې!

تورې بلبې! اې چې د آلمان  د بنزهایم  د ښار په روغتون د ګلونو  د بوراګانو د لالهانده  ورځې احوال نیسې.

اې چې  د ابابیل برکتناک اثر دې  په زاریو کښې نغښتی دی.

تورې بلبلې! هغه یادونه راپاروې چې  د ځان غوښتونکي په ملعوني خیل نن  د کور کعبه نړوي.

دوی نه پوهېژي چې د لوی عرش جوړوونکي ستا رنګه تورې بلبلې په رنګ  د ابابیل  د ساتنې په لښکر دا د مولا کور ساتي خو ته زما د مینې یاد راپاروې.

یادونه د ننګرهار د هر وخت بهار یادونه!!

تورې بلبلې! پوهېږم چې هر سهار  د ګلونو د منځ په ماڼۍ کښې تورې بوراګانې تخنوې او ویښوې چې د وړانګو زرین سهارنی ځنځیر نور د تیارې د شپې سره نه شي پاتې او د رڼا مینان یې په لیدلو ونازول شي د ژړي لمر د وړانګو زرین طلایي ځنځیرونه هغه چې د شپو عطرونه یې د شپې  د ببر سرې په تورو کوڅیو کښې لېونتوب ځان سنبالوي هو! هلته چې د ژړو نارنجو سپینکي ګلان یې د عطرونو سترګک وهلو ته ځان جوړوي خو ستا رازګیر کې اواز هغه خواږه یادونه رایادوي. چېرې؟ د بنزهایم د روغتون په وړوکې باغچه کښې !!

اروا یې ښاده او ویاړلی یاد یې تلپاتې غواړم.

په ډېر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود