کور / سياسي / د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د جګړې پټ اړخونه!

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د جګړې پټ اړخونه!

شننه: عبدالله لغمانی
د قره باغ جنګ چې د اذربايجان او ارمنستان تر منځ په معاصر تاريخ کې څو ځله رامنځ ته شوی دی د قره باغ په نامه سيمه باندې د دواړو د مالکيت د عوای ګانو له امله رامنځته پېښ شوی و او دا جنګ د منځنۍ اسيا او سويلي قفقاز په تاريخ کې يو مشهور او ويرونکی نوم لري چې  په اذربایجاني ترکي کې د Qarabağ müharibəsi او په ارمني ژبه کې د Արցախյան ազատամարտپه نامه پېژندل کېږي. دا لانجمنه سيمه که څه هم د آرتساخ جمهوريت يا (د غرني  قره باغ جمهوريت) لخوا چې د ارمنستان تر ملاتړ لاندې و اداره کېده، خو بيا هم په نړيواله کچه دا لانجمنه سيمه د اذربايجان ګڼل کېدله.  لومړی جنګ پکې د ۱۹۸۸ ميلادي کال له فبروري څخه تر ۱۹۹۴ ميلادي پورې جريان درلود او دواړو هېوادونو هڅه کوله چې يا ارمني توکمه او يا هم اذربايجان توکمه له دې سيمې وباسي او قومي تصفيه يې وکړي او خپل وګړي يې پرځای په سيمه کې مېشت کړي.
خو وروستی ځل په دې لانجمنه سيمه له لسګونو کلونو تېرېدلو وروسته يوځل بيا  د تېر ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۲۷ مه پيل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوه چې له دواړو خواوو څخه یې په زرګونو نظامي او ملکي تلفات لرل او په لسم د اکتوبر د روسيې په منځګړيتوب او مشري دا مسئله د يوه اوربند په اډانه کې حل شوه.
په دې ناندريزه مسئله کې د سيمې او نړۍ بېلابېلو هېوادونو ګوتې وهلې او په يو نه يو ډول یې د خپلو وسلو او نظامي تجهيزاتو د خرڅلاو، سياسي حمايت، او يا هم د توکميز ملاتړ په بنسټ له اذربايجان او يا هم له ارمنستان څخه ملاتړ کاوه په دې لړ کې اذربايجان د ترکيې له بشپړ ملاتړ څخه برخمن و  او ان داسې ويل کېدل چې ترکي ځواکونه هم د اذربايجان ملاتړ ته راغلي او نظامي تجهيزات یې ښه پرېمانه ورکړي وو او هم یې په نړيوال سټېج د ارمنستنان پرضد د اذربايجان ملاتړ کاوه همدارنګه  اذربايجان په دې هم متهم و چې خارجي او ځینې اسلامپالې ډلې یې دې جګړې ته را پيدا کړې دي او د مذهبي نقطه نظر څخه غواړي جګړه مخته يوسي.
سربېره پر دې د د اسرايلو سره د اذربايجان د نزدېکت خبره هم کېږي چې ۶۹ فيصده نظامي تجهيزات د اذربايجان په تېرو ۵ کلونو کې لکه بې پيلوټه الوتکې او نور نظامي تجهيزات له اسرايلو اخيستل شوي او د اسرايلو لپاره د نظامي وسلو د خرڅولو ښه بازار و.
همدارنګه اروپايي ټولنې ، فرانسې او نورو هېوادونو بيا د ارمنستان ننګه کوله او د هغو په ملاتړ یې د نړيوال سټېج چيغې وهلې او د اذربايجان توند جګړيز پرمختګونه یې غندل او د ارمنستان سره یې د حمايت په لاره کې ولاړ و او ددې وېره وه چې کېدای شي دا مسله نوره پسې پراخه شي او هم پکې د نړۍ هېوادونه په دوه قطبي ډول ووېشل شي او هم دا جګړه لا پسې پرمختللې او خونړۍ شي. خو د جګړې په جريان کې د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين په منځګړتوب هڅې پیل شوې او دواړو ولسمشرانو تر منځ یې د مخامخ خبرو او اوربند ته د سوق کولو  چارې ګړندۍ کړې چې له څو ورځو پرلپسې خبرو اترو وروسته د روسيې په سوچي ښار کې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲۶ مه ارمنستان د ولسمشر نيکول پاشينيان او د اذربايجان د ولسمشر الهام علييف تر منځ د اوربند کاعذونه د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په حضور کې لاسليک شول او د څو مياشتو خونړي جنګ ته چې د لا ډېر پراخېدلو ، د حالاتو د خرابېدلو او د خلکو د وژل کېدلو وېره پکې وه د پای ټکی کېښودل شو او د جنوبي قفقاز دا لانجمنه سيمه چې د جګړې اور یې پسې پراخېدلی شو او د منځنۍ اسيا د  خوږ ګوتې  مثال یې درلود د رغېدلو پروسه یې شروع شوه او ددې لپاره چې د باور فضا رامنځته شي د منځګړي او سوله ييز ځواک په توګه دواړو هېوادونو (اذربایجان او ارمنستان) موافقه وکړه چې روسي ځواکونه به د دواړو هېوادونو پر پوله تر ۵ کلونو ددې لپاره مېشت شي چې حالات له نږدې وڅاري او د جګړې او مرزي اختلافاتو مسئلې بيا راپورته نشي او د سوله ييز ځواک رول به لوبوي او روسيې به دې کار سره وکړای شول د امريکا، ناټو او لويديځو هېوادونو هغه پلان چې غوښتل یې اور د روسيې تر لمنو را نږدې کړي او د منځنۍ اسيا جمهوريتونو حالات ددې جګړې په اوږدولو سره ترينګلي کړي شنډ شو او په ډېر ماهرانه انداز یې د خپلې شاوخوا د متخاصمو هېوادونو مسئله ژر او اسانه ورحل کړه.