کور / راپور / د شانګهای د مرستي سازمان اتمه سرمشريزه غونډه

د شانګهای د مرستي سازمان اتمه سرمشريزه غونډه

دشانګهای دمرستی  سازمان  اتمه سرمشريزه غونډه  دتاجیکستان دجمهوریت په لازمینه دوشنبه کي پرانستل سو!


           دانټرنیټ دفارسی منابعو څخه




د شانګهای دمرستی سازمان اتمه سرمشريزه غونډه د (۲۰۰۸ میلادی کال داګوست د مياشتي پراته ویشتمه ٢٨ نيټه ) باندی د تاجیکستان په پلازمېنه دوشبنه کي پرانستل سو . دشانگهاي دمرستی  سازمان (۷)اووه کاله وړاندي په(٢٠٠١) م کال کي جوړشوى او(۶)شپږهيوادونه چين ، روسيه ، قزاقستان، قرغزیستان، تاجیکستان اوازبکستان يي غړيتوب لري . پاکستان ، هندوستان ، ايران او منگوليا ددغه سازمان کتوونکي یا ناظرغړي بلل کېږي ،افغانستان اوترکمنستان  د مېلمه هیوادونو په توگه په دي غونډه کي گډون کړی وو.


*    ددغي سرمشريزي غونډي مشر او د تاجیکستان دهیواد ولسمشرامام علی رحمانف په خپله وينا کي وويل په امنيتی برخه کي د دغه سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ دمتقابل باور پروسه  لوړه شوي ده. د شانګهای دمرستی  سازمان د نويو ننګونو او ګواښونو په وړاندی خپل منځی مرستی اوهمکاری د دريو قواوو سره د مبارزي څخه د ستراتيژيک امنيت، دفاعی امنيت ، معلوماتی امنيت او دمخدره ټوکو د مخنيوۍ په ګډون وهراړخیزوبرخو ته پراخه کړي ده .


*    بیاد روسيي ولسمشر ميدويديف په غونډه کي څرګنده کړه چي له ترهګرۍ سره مبارزه، سوداګريزه همکاری اودمرستی پياوړی کول او دکلتوری تګ او راتګ زياتول د دغه سازمان عمده اواصلی موخي دي . روسيه به د دغه سازمان نوبتی مشر شي نو دی به له اړوندو خواوو سره يو ځای د دغي سرمشريزي غونډي د خوا د ټاکل شويو موخو د ترسره کيدو لودپاره زیااوکوښښ ترسره کړي  .


 


 


 


*    همدارنګه د چين د دولت ولسمشر هوجين تاو په دغه غونډه کي تر دی سرلیک لاندی چي په ګډه د دايمی سولې، دسمسوري او هوسا سيمي د جوړولو دپاره دی کوښښ وکړو اوزیار به وباسوخپله وینایي په لاندی ډول سره واوره ول :


دچین ددولت مشرهوجين تاو په خپله وينا کي وويل چي د دغه سازمان د جوړيدوڅخه  د(۷)اوو کلونو په موده کي تردا اوسه پوری دسيمی امنيت او ثبات یي ساتلی او د سيمی اقتصاد يي پرمخ بيولی دی چي په دغه سيمه کښي سياسی او امنيتی چاپيريال او د پرمختګ حالت ښه شوی دی. په اوسنيو نړيوالو حالاتو کي د سيمی د سولي او ثبات ساتنه د ځايی سيمو د بېلابېلو هيوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري .


هوجين تاو دغړوهیوادونونه یي غوښتنه وکړ چي د دغه سازمان غړي هيوادونه خپل منځی يووالی پياوړی کړی او په هراړخيزه توګه د ښه ګاونډيتوب او دمرستی اودهمکارۍ تړون دی پلی کړي ،او د دايمی سولي ، سمسورتیا او هوساسيمو د جوړولو دپاره کوښښ وکړي . داقتصادی او سوداګريزو همکاريو په اړه د ٢٠٠٣ کال په سپتمبر کي د دغه سازمان غړو هيوادونو د سوداګرۍ د څو اړخيزي همکارۍ تړون یي لاسليک کړی دی. اوس په دغه سيمه کي اقتصادی همکاری  پرمختګ یي کړیدی  او د ترانسپورټ، انرژيو او مخابراتو په اړه څه دپاسه شل لويي پروژي چي د خلکو د ژوند او د هيواد د پرمختګ سره نژدی اړيکي لري، پيل شوي دی . د٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری د چين او د دغه سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومی ارزښت نژدی څلور ځله زيات شوی دی  . 


ولسمشر هوجين تاو وويل چي بېلابېل هيوادونه بايد د خپل غوره والی په کارولو سره سوداګريزي پانګی اچوني ته اسانتياوي رامنځته کړي او هرومرو د ترانسپورټ ، انرژيو، مخابراتواوتیلی کمونکیشن په برخو کي نمونوی پروژي غوره او پلی کړي او دغه راز کرنيزه همکاری هم پياوړی کړي .


همدارنګه ددغومسائیلو ترڅنګ دچین جمهوررئيس هو جين تاویوه پنځه فقره ايز وړانديزونه یي په لاندی ډول وغړی هیوادونوته وړاندی کړ:


۱-دا ستراتيژيکوسلامشورود لاري دی یودبل په وړاندی دی متقابل سياسی باور ټينګ شي  .


۲-د امنيتی مرستواوهمکاریود لاري نه سيمه ايز سوله وساتل شي  .


۳- د ګډو ګټو پر بنسټ دی اقتصادی مرستی اوهمکاری دی پياوړی شي.


۴- د کلتوری همکارۍ اومرستودلاري دی د دوستۍ پل جوړ شي .


۵-او د سيمه ايزي هوسا یي دپاره اساسی اوبنسټیز اصول دی پلی شي .


*    دایران داسلامي جمهوریت ولسمشر محمود احمدي نژاد دتاجیکستان په پلازمیني دوشنبي کښي دشانګهاي دمرستی دسازمان دغړیو هیوادونو دمشرانو په ا تمه غونډه کښي وویل :دغه سازمان په عادلانه نظر ، دټولو ملتونو حقوقوپه احترام او دګواښونو او بي عدالتیو دختمولو دپاره په هڅي سره کولای شي په نړۍ کښي ددوستۍ او سولي دیوپرچمدارپه توګه او دتیریو، ګواښونو دمخنیوی او دیرغلونو خنډ شي .


دایران ولسمشر دنړۍ دونډو او پیسو په ډیرو بازارونو کښي ګډوډی اوانارشیزم ، دشیانو دبیو ډیریدل او زیاتیدل ، دخوراکي موادو کمښت او دپراخو وچکالیو په شمول   سیمه ایزو بدلونونو ته په اشاري سره  وویل دنړۍ په کچه اوسنی اقتصادي کړکیچ دامریکا ددړي وړي کیدونکی اقتصاد دژغورلو او ونورو هیوادونو  ته دامریکا داقتصادي مشکلاتو دانتقالولو دپاره رامنځته شوی دی .


دایران ولسمشر په عراق کښي دبهرنیو ځواکونو شتون ، دفلسطین مسئله او په افغانستان کښي دناټو دنظامی سازمان شتون چي دامنیت د رامنځته کیدو سره یي هیڅ مرسته نه ده کړي دنړۍ او سیمي داوسنیو سیاسي کړکیچونو رامنځته کول او دوام دلویدیځو ځواکونو دپوځي او سیاسي پرستیژ او نفوذ پراختیا وبلل .


دایران ولسمشر زیاته کړه لویدیځ نیواکګر ځواکونه دځینو سیاسي بهیرونو او حکومتونو دلمسولو  او په پوځي تړونونو کښي شاملیدل ته  دبلني د لاري په سیمه کښي  دګانډیو  هیوادونو  ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته کوي چي دسیمي دحکومتونو داقتدار خنډ شي .


دایران ولسمشر دنشه ایزو موادو تولید او ویش ، سرزورۍ او ترهګرۍیي ، مخ په زیاتیدونکي ګواښونه وبلل او وی یي ویل په بیلا بیلو غونډو کښي د دغه موضوع د مطرح کیدو سره سره د دغو ګواښونو سره دمقابلي دپاره کوم اغیزمن او هر اړخیز اقدام نه دی ترسره شوی .دایران داسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار  وکړ دشانګهاي دمرستی او دملګرتیا سازمان کولای سي دډیرو نړیوالو موسسئو،سازمانونو او ټولنو ناکارندوالی او عیب جبران کړي .


*  دازبکستان ولسمشر اسلام کريموف وويل چي دغه سازمان بايد د افغانستان حالاتو ته لازياته پاملرنه وکړي او له سرچيني څخه له ترهګرۍ او د مخدره ټوکو ،د قاچاق سره مبارزه وکړي او د اقتصادپه پرمخ بيولو او دامنيت د ساتلو پاره د افغانستان د هڅو ملاتړ  دی وشي .


د شانګهای  دمرستی  سازمان د سيمه ايز امنيت د ساتني او د اقتصادی پرمختګ د پياوړتيا په برخو کي مهم رول لوبولی دی او نړيوال حيثيت يی هم پياوړی شوی دی. امنيتی او اقتصادی مرستی اوهمکاری  د دغه سازمان د پرمختګ دوه څرخونه دي . 


*په دغه غونډه کي دافغانستان ولسمشر د ترهگرۍ او بنسټ پالني پرخلاف مبارزه کي د همکارۍ د پراختيا په اړتيا اوپه اقتصادي اوسوداگريزو همکاريو باندي د سازمان غړيو هېوادونو سره خبري وکړي .


دافغانسستان دولت که څه هم دمیلمه په توګه په دی غونډه کښي ګډون کړی وواما دافغانستان هیواد دجیوپولیټیک وضعیت اوموقعیت سره سره چي همدا اوس په دی هیواد کي څه تیریږی په ناچاری سره یي دشانګهای دغونډی  داصلی غړوپام یي ځانته ورواړول ځکه دشانګهای اکٍثره هیوادونه دافغانستان سره ګاونډي دي اودافغانستان دتحولاتو څخه  په پراخه ډول سره متاثیر کیدلای سی، اوهمدارنګه دشانګهای دمرستی سازمان اوغړیوهیوادونومرستی یودبل سره دامنیت ،سولی اوثبات په راټينګولوکښي په سیمه کي ،دتروریزم ،جلاغوښتنی اوافراطیونو سره د مخا مخ مبارزی دپاره دغه سازمان رامنځته سواواټکل کیدی سی چي په افغانستان کي دبهرنی ځواکونو شته والی هم ددی سازمان دګړندی جوړښت درامنځته کیدوسبب سوی وی اوپه اقتصادی اوفرهنګی برخوکي هم ددی سازمان  دپراختیاباعث ګرځیدلی وی ،او همدارنګه سربیره پردی په افغانستان کي دتروریسټانو ،اومخدره توکودباندونواومافیایی ګروپونو اوافراطی ډلوشته والی  هم ددی غونډی دګډون کوونکوپاملرنه یي ځانته راجلب کړی دی اوپه دی هکله دقزاقستان جمهور رئیس نورسلطان نظربایف وویل دافغانستان سره هرومروپلیدونکی نړیوال مرستی په پراخه توګه سره دافغانستان دننی پرابلمونواومشکلاتودلیری کولو دپاره رامنځته سوی دی ،اوپه همدی ډول سره دقزاقستان جمهور رئیس نورسلطان نظربایف دشانګهای دغړوهیوادونوڅخه یي غوښتنه وکړ چي یوه مشخصه غونډه دی دافغانستان دبیا روغاونی ، ټولنیز،اقتصادی اودامنیت اودسولی دتامینیدلوپاره دغړوهیوادونولخوا دی جوړسی . اوپه همدی ډول سره بولات نور گیبو، دشانګهای دسازمان منشی هم  په ټينګارسره وویل چي ددی لړلید دضرورت په هکله دافغانستان په اړه  ددی سازمان دغړیو هیوادونودبهرنی چارودوزریرانو دری مشورتی جلسی اوغونډی دافغانستان  دمسائیلوپه هکله اوددی هیواد سره دمرستی په موردکي  تر سره کړیدی  اوپه دغوجلساتوکي دمخدره ټوکودقاچاق  په هکله ،دتجارت دپراختیا په هکله ،واقتصادی اووانسانی اړیکوته پراختیا، دملی کادرونوروزنه اوبالاخر دشانګهای دمرستی دسازمان    داړیکودساتلودپاره  دیوی کاری ډلی ټاکل کیدل،دافغانستان سره توافق وسول .اوپه عین حال کي دازبکستان ولسمشر اسلام کریموف همدارنګه  په خپلوخبروکښي  دافغانستان دناامنی  دلا زیاتیدوپه هکله  تشویش وښودل  اوپه دی اړه یي وړاندیز وکړ چي دافغانستان مشکلات اوپرابلمونه د (۳+۶) یعنی (شپږ-۶) ګاونډی هیوادونه اودامریکا،روسیی اوناټوپه اضافه کیدواوګډون سره  ودغه پرابلمونواومسائیلوته  پاملرنه  اوکړنه دی وسی .


اوهمدارنګه په دی غونډه کي دایران ولسمشر احمدی نژاد په خپلوخبروکښي دامریکا دشتون په موردکي په سیمه کښي  او دامریکا د یرغل په هکله چي   په دی وروستیوکښي  ډېربی وسلی ،غیر نظامی اوبی ګناه  افغانان شهیدان سول دامریکا دغه کړنه یي په سیمه کښي دناامنیوعوامل وبلل ، دا په داهیسی حال دی چي دروسیی اودامریکا – ناټو ترمنځ اړیکی دګرجستان  دمسئلی پرسرډېر خړپړسویدی اوروسیی په یوی   آنی عکس العمل سره وویل چي  خپل هغه  ټولوپخوانیوهوډونوسره سره  اعلان یي وکړ چي نوردناټودسازمان سره وخپلومرستوته دپای ټکی کښیږدی  اوناټوته نور اجازه نه ورکوی ترڅو دروسیی دخاوری اودروسیی د لاری نه خپلی مرستی  وافغانستان ته ولیږی .


په دی سرمشریزه غونډه کي بله مهمه  مسئله پرتجارتی مسائیلوباندی دغړیوهیوادونوترمنځ په دی هکله ټینګاراواعلان  وسو چي غړی هیوادونه په دی تلاښ اوزیار کي دی چي تردوه زره لسم (۲۰۱۰) کال پوری دتجارتی راکړی ورکړی  میزان دی تر سلو(۱۰۰) میلیاردوډالروپوری ورسوی .


همدارنګه دافغانستان ولسمشر محترم حامد کرزی  هم په دی غونډی کي په خپلوخبروکښي  په اشاری سره وویل : هغه تاوانونه  چي دتروریزم اودمخدره ټوکو له امله افغانستان ته رسیدلی دی  ،البته دغه د افغانستان په دولت پوری اړه لری چي څنګه کولای سی چي دشانګهای دمرستی سازمان دغړیوهیوادونوڅخه په دی هکله ګټه واخلی  اوهغه مسائیل چي  وغړیو هیوادونوته چي له دی کبله تشویش ،څارنه اونګرانی  لری ،ددولت  پیل  دهغه قانونمنده مصوبی  په صادر ولو کیدی سی   په افغانستان کي دبهرنی ځواکونوشتوالی  دیوی متقابل قرارداد په وسیله تنظیم سی اودیوی بهرنی ټولیز سیاست  په اعلان سره  دافغانستان دبهرنی چارو وزیرکولای سی چي تریوی اندازی دی  دوي ته په دی موردکي ډاډ ورکړی  . دتروریزم پرضد په مبارزه کي ،دمخدره ټوکوپه منځه وړلوکي ،دافراطیونوپه وړاندی جګړه کي ،پراداری فساد باندی بری اوبرلاسی ،دوګړنی دولت  وپراختیا ورکولوته دغه ټوله مسائیل اوموضوعات  کولای سی  چي  دشانګهای دمرستی دسازمان دغړیوهیوادونوتوجودی دډېرومرستو اوهمکاریودپاره  وافغانستان ته راجلب کړی  . همدارنګه دګډون کوونکي هېوادونو مشرانو ، دخپلو خبرو په ترڅ کي له ترهګرۍ او افراطيت سره دمبارزي اونورو مسايلو په اړه خبري اتري وکړي .


اوهمدارنګه دا ځل په دغه سرمشريزه غونډه کي د دغه سازمان غړيو هيوادونو د ترهګرۍ پرضد د ګډو پوځی تمريناتو د ترسره کولو ، د وسلو،مهماتو او چاوديدونکو توکيو له قاچاق سره د مبارزي او د دغه سازمان د بانکونو اتحاد او د اروپا او اسيا د پرمختګ بانک ترمنځ  مرستی اود همکارۍ د يادداښت په اړه يو لړ سندونه یي لاسليک کړل


دغونډي په پاى کي دشانګهاى دمرستواودهمکاريو سازمان د شپږو غړو هيوادونو مشرانو دتاجیکستان دپلازمنی ،د دوشنبي داعلامی په نوم يوه ګډه اعلاميه  یي چي د سيمي او نړۍ د بدلونونو په اړه ددي هېوادونو د ليد لوريوڅرګندونه کوي ، خپره یي کړه. اود دغه سازمان نهمه سرمشريزه غونډه به په ٢٠٠٩ میلادی کال کي د روسيي په يکاتيرين بورګ  ښارکي جوړه شي.


د غونډي په پای  کــــي دافغانستان ولسمشر حـــامــدکــــرزى د تاجيکستان اودايـران دجمهورو


رئیسانوسره يو ځاى په دري اړخيزه کلنۍ غونډه کي هم گډون وکړ .


دافغانستان داسلامي جمهوريت دتاجیکستان جمهوريت اودايران داسلامي جمهوريت دهيوادونو دمشرانو ددوهمي غونډي لنډه گډه وينا: نیټه 30 Aug, 2008:  
دمشرانو دوهمه دري اړخيزه غونډه د ١٣٨٧ هجري لمريز کال دوږي دمياشتي په اوومه نيټه چي د٢٠٠٨ ميلادي کال داگست  دمياشتي د(۲۸) اته ويشتمي نيټي سره سمون خوري دتاجیکستان ددوشنبي په پلازمنی کي دافغانستان داسلامي جمهوريت  د جمهوررئيس حامدکرزي دتاجیکستان جمهوريت د جمهوررئيس امام علي رحمانف اودايران داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمود احمدي نژاد په کتني  سره جوړه شوه.ددريو واړو هيوادونومشرانو په بيلابيلو اړخونو اوبرخوکي ددي جملي څخه دبهرنيو چارو اودانرژيو دوزيرانو په ګډون سره  ددري اخيزو کتنو دنتيجو د امله خوښي څرگنده کړه او د١٣٨٧ هجري لمريزکال دغبرگولي  دمياشتي په(۷) اوومه نيټه چي ٢٠٠٨ ميلادي کال  دمي دمياشتي  د(۲۷) اوو ويشتمي نيټي  سره سمون خوري ددري اړخيزو موافقه ليکونو دتعقيبولو اوعملي کولو په لاره کي دملي هم غږي  کوونکو دگډي شورا د جوړولو اودغه راز ددغي شوراد هغه طرزالعمل هرکلي وکړ چي د ١٣٨٧ هجري لمريز کال دزمري  دمياشتي پر(۸) اتمه نيټه اود ٢٠٠٨ ميلادي  کال دجولاي دمياشت  پر (۲۹)نهمه ويشتمه نيټه باندی دتهران په ښارکي لاسليک شول .


همدارنګه دافغانستان  داسلامي  جمهوريت  دتاجیکستان   جمهوريت اودايران داسلامي  جمهوريت  هيوادونه له دي  وروسته ( دگډي پاملرني وړموضوعات ،په سياسي اقتصادي فرهنگي برخو اوپه سيمه ئيزو اونړيوالو  مسائیلو  )کښي ددري اړخيزومرستو په اړوند دمنظمو کتنو اودهراړخيزو خبرو په ارزښت باندي دټينگار په ترڅ کي دغه راز ددوستي اوهمکاري  دښه مناسباتو دلړليد په پام کي نيولوسره اودمتقابلو  گټورو نږدي اړيکو ته د ودي اوپراختياورکولو سره په ملاتړ باندي په ټينگار سره په دغو مواردو کي موافقي ته سره ورسيدل . اودښواړیکودرامنځته کیدوپه خاطرد (۱۲)  دوولسو  مادودمرستی په یوی پریکړه لیک سره  یي په ګډه سره توافق وکړ.   


دروسیي ولسمشر دیمیتری میدویدوف  وو یل چي مسکو په ګرجستان  کي دروسیي دنظامی پیل په هکله دچین اود منځنی  اسیا د څلورهیوادونو لخواملاتړ درلود .


دتاجیکستان د پلازمیني دوشنبي څخه دفرانسي دخبري اژانس دګزارش پربنسټ :  دروسیي ولسمشر دیمتري میدویدوف دجمعی پرورځ وویل چي مسکــو په ګـــرجستان کــــي دپـــوځــــي عملیاتو په هکله دچین او دمرکزي اسیا دشانګها ی دغړیوهیوادونولخوا متحد ملاتړ درلود او زیاته یي کړه دغه کار باید لویدیځ ته یو جدي خبرداری وي .


دروسیي ولسمشر په تاجیکستان کښي دشانګهاي دمرستی  سازمان په غونډي کښي وویل زه ډاډمن یم چي دشانګهاي دمرستی  سازمان دغریو هیوادونو  متحد دریځ به په نړیوال ډګرکي اغیز ه ولري .


دروسیي ولسمشر میدویدوف زیاته کړه زه هیله مند یم چي دغه کار به دهغو کسانو دپاره چي هڅه کوي تور شی سپین وښي او د جنوبي اوستیا یرغل یېناسم توجیه کړي یو خبرداری وي  .


دروسیي ولسمشر دجنوبي اوسیتیا پرضد دګرجستان  د یرغل غندنه یي وکړ،اووی ویل کومه کړنه  چي روسیه یي مجبوره کړي وه داګست پر اتمه نیټه باندی دګرجستان وخاوري ته خپل ځواکونه واستوي ددی کړنی نه په کلکه دفاع کوو.


دروسیي ولسمشر په تلویحي توګه د ا مریکا نه وغوښتل چي دګرجستان د ملاتړڅخه لاس واخلی کوم چي په ناټو کښي ددی هیواد دغړیتوب هڅه کوي اوهمدارنګه دګرجستان وځواکونووته دامریکا پوځيان پوځي روزنه ورکوي .


داپه داسي حال کښي دي چي لویدیځ هیوادونو دجنوبي اوستیا او ابخازیا  دنوی خپلواک جمهورتونو په رسمیت پیژندلو کښي دروسیي په دی پیل باندی یي سخته نیوکی کړي دي .