کور / راپور / دوکتور فاروق اعظم په هالنډ کي د افغانانو سره وکتل

دوکتور فاروق اعظم په هالنډ کي د افغانانو سره وکتل

دوکتور فاروق اعظم چي د تيرو درو اوونيو راهيسي د اروپاميشتو افغانانو سره پرليدنه بوخت و  په هالنډ کي تر دوې ورځي تم کېدو وروسته نن غرمه ۱۲ بجې د امستردام څخه د فرانسې پر لور ستون شو .

نوموړي لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي د افغانستان د کړکېچ د حل لاري د پيدا کولو او د يوه بنسټيز سيسټم د جوړولو لپاره د نظر د خاوندانو د نظرياتو په راټولولو بوخت دی ، نوموړي په تيرو درو اوونيو کي د ناروې ، سويډن ، ډنمارک ، جرمني او هالنډ ځينو ښارونو ته ته سفر وکړ او د افغانستان د بېلابېلو سيمو د پوهانو او نظر خاوندانو څخه يې د افغانستان د کړکېچ د حل او يوه نوي اساسي سيسټم د رامنځته کولو په اړه  نظريات ټول کړل .


نوموړي په دې وروستيو کي امريکې ته هم سفر درلود ، د خپل دې سفر جزيات يې د يوه راپور په بڼه په لاندي تړون کي وګورئ :   د افغانستان د کـړکـېـچ د حـل لار (دکتور فاروق أعظم)