کور / تازه خبرونه / کابل:طالبانو د خبريالۍ او رسنيو دغونډي مخنیوی وکړ

کابل:طالبانو د خبريالۍ او رسنيو دغونډي مخنیوی وکړ

طالبانو پرېنښودل چي په کابل کي د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غونډه وکړي او ددوی مخنیوی یې وکړ ددې فدراسیون مسولین وایي طالبانو ورته ویلي دي چي ددوی د اجازې پرته نسي کولای چي غونډه او کنفرانس جوړ کړي. د طالبانو دا جلند د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو لخوا غندل سوی او د طالبانو د هغو ژمنو خلاف بلل سوی چي وایي د رسنیو او خبریالانو د کاري چارو مخنیوی نه کوي.