کور / شعر / رهبر ولي خان// خان زمان کاکړ

رهبر ولي خان// خان زمان کاکړ

 

حق مې د ژبې سر ته راشي حق پرور شمه زه
د ولي خان تقرير چې واورم زړور شمه زه

د ولي خان جنډه چې واخلمه سرلوړی ښکارم
په خپلو سترګو کې تر هر چا قداور شمه زه

د ولي خان کتاب چې ولولم ريښتيا ريښتيا دي
ريښتيا ريښتيا دي، ريښتيا وايم، خولور شمه زه

دا څوک لګيا دي امتحان د سورخپوشانو اخلي؟
تر ټولو سخته مورچه چرته ده چې ور شمه زه؟

زما ارمان دی چې بې وځله زړو ته لاره وکړم
زما ارمان دی چې د خلکو د باور شمه زه

د ځان دپاره چې لمحه نيمه هم تېره کړمه
بيا په کلونو له خپل ځانه مرور شمه زه

زما دليل ته توان بخښلی دی رهبر ولي خان
چې په وېنا کې لکه خپل زخم ژور شمه زه

زما خواخوږو مهربانو په ما وس تمام کړ
چې د خپل قام خبره پرېږدم دانشور شمه زه

۲۷ جنوري ۲۰۲۲