کور / سياسي / نړۍ ته د افغانانو مهاجرت

نړۍ ته د افغانانو مهاجرت

محمدعاصم مایار

د افغانانو مهاجرت نړۍ ته په یوه ستونزه اوښتی.‍ له په دې اړه لږ فکر وکړو لاندې پوښتنې مطرح کېږي: ولې افغانستان تل نور هېوادونو ته مهاجرین لري؟ افغانستان د څومره مهاجرو پوتنشیل لري؟ څه وخت نړۍ د افغانستان له مهاجرو خوندي کېدای شي؟ لاندې ورته په لنډ ډول ځواب وایو:
افغانستان د خوړو له اړخه په ځان بسیا هېواد ندی. اړ دی خوراکي توکي له ګاونډیانو وارد کړي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې چې د افغانستان نفوس د ۱۰ میلیونو شاوخوا و، ظاهرشاه د کرنیز ځمکو په پراختیا سره وکړی شول چې د خوړو له اړخه په ځان بسیا شو. وروسته له هغې کرنیزې ځمکې ندي پراخه شوې خو نفوس تر دری برابره ډېر لوړ شوی. چې له کبله یې له ګاونډیانو د خوراکي توکو د وارداتو اړټیا لا ډېره شوې. په مقابل کې یې افغانستان صادارات لږ دي او دا کسر رامنځ ته کوي چې په هېواد کې د فقر یو لامل دی. تېرو دوه لسیزو کې بهرنیو مرستو یاد کسر ډکاوه، خو اوس چې هغه بندې شوې، صنعت نشته، معادن په مسلکي ډول نه استخراجېږي او محصول یې په منظم ډول نه صادرېږي. له دې علاوه بندیزونو نور محدودیتونه هم رامنځ ته کړي. د مصرف او عاید د کسر له کبله فقر ډېر لوړ شوی. دا چې له ګاونډیانو د خوراکي توکو واردات بند شوي ندي، په بازارنو کې خوراکي توکي شته، خو د کار نشتون له کبله د خلکو د پېرودو توان راټیټ شوی.
د دې اقتصادي ستونزو له کبله، افغانستان نشي کولای خپل نفوس ته خواړه برابر کړي. له همدې کبله هېوادوال مهاجرت (هغه هم غیر قانوني) ته مخه کوي. همدا لامل دی په تېره نیمه پېړۍ کې افغانستان تل نړۍ ته مهاجر لېږلي.
دوهمه پوښتنه دا ده چې څومره کسان به مهاجرت ته اړ شي. که د ظاهرشاه د وخت کرنیزه ځمکه او نفوس په نظر کې ونیسو او فرض کړو چې د ژوند اوسني شرایط د هغه مهال سره برابر دي، نو د افغانستان کرنیزه ځمکه ۱۰ میلیونه خلکو ته خواړه برابرولی شي. که څه هم اقلیمي بدلون او ډېرې وچکالۍ دا برخه تر پخوا ډېره ګواښي. همدارنګه به دا هم فرض کړو چې ۱۰ میلیونه نور د نورو اقتصادي لارو (په حکومت کې کار، خصوصي سکټور، تجارت…) څخه خواړه ترلاسه کړي. که ۵ میلیونه نور په حساب کې د اشتباه له پلوه ونیسو ټولټال ۲۵ میلیونه کېږي. دا چې د افغانستان نفوس ۳۵ میلیونه دی، که شرایط بدل نشي، لږ تر لږه ۱۰ میلیونه مهاجر به نورو هېوادونو ته اړ شي. په دې لړ کې لږ تر لږه څه باندې یو میلیون مهاجر اروپا ته تلونکي دي. نور به ګاونډیو هېوادنو، ترکیې او عربي هېوادونو ته لاړ شي.
د دریمې پوښتنې ځواب ښکاره دی. څو چې شرایط بدل نشي، په هېواد کې اقتصادي سایکل فعال نشي، له افغانستانه د مهاجرت ستونزه نه حل کېږي. دا چې اقلیمي بدلون او نورې طبیعي پېښې په راتلونکو کلونو کې د افغانانو ژوند ګواښي، اړینه ده تر نورو دمخه همدا برخه د نړیوالو مخې ته کېښودل شي څو یې د پروژو د تمویل پیسې و نه دروي. ځکه اقلیمي بدلون د دوی صنعتي فعالیتونو په پایله کې رامنځ ته شوی.
افغانستان په نوره نړۍ د فشار همدا آپشن لري چې اوسني چارواکي یې په غیر مستقیم ډول پرې ګواښي. که لږ افراطیت وراضافه شي، د نړۍ نورو هېوادونو ته امنیتي ګواښ هم رامنځ ته کولای شي. همدا فشار ممکن غربي نړۍ له ط/لبانو سره تعامل ته اړ کړي. خو په یاد ولرئ چې بشري مرستې دوامداره اقتصادي فعالیت نه رامنځ ته کوي او د مهاجرو ستونزه به ورسره حل نشي.
که په اروپا کې د مهاجرو مصرف ته وګورو، په مهاجرو د مصرف شویو پیسو ډېره لږ برخه په افغانستان کې د ډېرو کسانو لپاره د کار شرایط برابروي چې د هغو د مهاجرت د مخنیوي لامل کېږي. په کرنه او د اوبو په مدیریت پانګونه باید له تحریمونو ووځي، ځکه دا دوه برخې هېوادوالو ته د خوړو برابرولو لوی پوتنشیل لري. د نفوس کنټرول هم د افغانانو د دې سرګردانۍ په حل کې مرسته کولای شي.
انځور: له نیمروزه د غیر قانوني افغان مهاجرو کاروانونه ښيي.