کور / سياسي / پر افغانستان د طالبانو حاکمیت خو په حقیقت کي د پاکستان لخوا د افغانستان اشغال !

پر افغانستان د طالبانو حاکمیت خو په حقیقت کي د پاکستان لخوا د افغانستان اشغال !

د لیکني هدف د تیرو شپږو میاشتو څخه پر افغانستان د طالبانو حاکمیت ، د پاکستان لخوا د افغانستان اشغالیدل او د تیر شل کلن نظام ړنګیدلوروسته افغانستان او افغانان د کومو  احتمالي بدبختیو لور ته بیايي کتنه سویده د لوستلو لپاره مو حوصله غواړم.

په افغانستان کې امنیتي پیښې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر له ۱۸نتټې راهیسې هغه مهال پیل سوې چې د منځنۍ اسیا له پولو څخه د امریکا ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای سول. فعلاً حالات دومره په بنسټیز ډول بدل سوي چې راتلونکي پیښې به د تیرو شلو کلونو سره توپیر ولري. که په ۲۰۰۱ کال کې د ښکیلو خواو د پوځي جګړې تحرکاتو ته پام وسي او په نړیوال او سمیز تناظر کي د افغانستان موضوع تعیب سي، نو د ولسمشر غني دحکومت “چټک سقوط” باید دومره د حیرانتیا وړ نه وي. د یادولو وړ ده چېتر سقوط وروسته د طالبانو او نورو غیري مسوولو وسلوالو د لورې نظامي تحرکات به وکولای سي په افغانستان کې د منځني مودې لپاره د رامنځته کېدونکې نوي سناریو په لور مهمې نښاني وي.

د څو دقیقو لپاره شل کاله شاته ځو !

په ۲۰۰۱ کال کی د نومبر په ۹مه د مزارشریف ښار د طالبانو له لاسه وتلپه هیواد کې د طالبانو د لومړۍ لیکې له سقوط او د نومبر په ۱۲مه کابل ته د شمالي ټلوالې له ننوتلو وروسته په افغانستان کې دغه پوځي تحرکات تر ډېره د ذهني لوبې په څېر دی او بیا شل کاله وروسته ښکېلې خواوې قضاوت کوي چې ایا دا ځانګړی نظامي او سیاسي بدلونونه د دوی په ګټه دی که نه؟ لکه څنګه چې په هغه وخت کې د بایلونکي اړخ (طالبانو) لخوا د لومړۍ کرښې پریښودل د رواني تسلط د منځه تلل او همدارنګه د دوی مشرانو ته د فزیکي خوندیتوب ډاډ ورکولو کیدل تر څو د مناسب فرصت په تمه پریښودل او یو ځل بیا د مقابلې لپاره وسلوال تحرک رامنځته کړي. پوره شل کاله وروسته په ۲۰۲۱ کال کې هم د ۲۰۰۱ په ډول معامله ترسره سو، چې د تښتیدلو طالبانو له خوا د کابل او د هېواد د یوې لویې برخې نیول د پوځي جګړې دوره نه ختموي بلکې دا د راتلونکې جنګي دورې له پیلېدو مخکې یو نا معلومه وقفه ده. بدبختانه افغانان به د خپلو او پردیو دواړو جنګیالیو د جنګ تاوان پریکوي.

د عامو افغانانو حالت او د طالبانو غبرګون !

په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ د تیرو شلو کلونو سیاسي نظام په څیر چې ټولنیز، اقتصادي، کلتوري فعالیتونه سره سره چې څومره پراخ وه په لوړ تعداد ننګونو هم وجود درلود. د نوي واکمنانو په اړه شک دا دی چې ایا دوی په داخلي توګه دومره پیاوړي سوي چې د دې ټولو شته فعالیتونو دتنظیم او اداري توان به ولري که هو نو څنګه؟ د افغانستان کړکېچن تاریخ، په تېره بیا د تېرې نږدې نیمې پېړۍ کړکېچن تاریخ دا په ډاګه کوي چې د افغانستان اداره کول د هېڅ یوه رهبر لپاره اسانه کار نه دی، په تېره بیا داسې یو شمېر بهرني لوبغاړي سته چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د دواړو خواوو د پراخو اغېزو لپاره ونډه لري.

له ۲۰۰۱ راهیسې د روانو جیو پولیټیکل ستونزو له امله د افغانستانوضعیت نور هم پیچلی سوی دی. په افغانستان کې د نیمې پیړۍ د پوځي جګړې له پیله مخکې د افغانستان د نا خالص کورني تولید کچه د هند او چین په پرتله لوړ وه. اوس افغانستان یو بې وزله هیواد دی چې صنعت او کرهڼه یې ویجاړه سوې، د ټولنې توکمیز جوړښت مو په بشپړه توګه ټوټه ټوټه کیدو ته نیژدي او نږدې دریمه برخه نفوس له بې ساري لوږې سره مخ دي. د ۱۹۵۰۲۰۱۰ ترمنځ د اقلیم د بدلون له امله د تودوخې منځنۍ درجه د نړۍ په اوسط ډول 1.8 سانتي ګراد دوه چنده لوړه سوه چې په پایله کې د طبیعي پیښو لکه سیلابونه او وچکالۍ له امله نور هم د افغانانو ژوند سخت سوی. لنډه دا چې د اقتصادي چاپیریال پایښت او متوازن ساتل به د هر حکومت په نسبت د طالبانو د واکمني ډل‍ي لپاره ستونزمن کارونه وي.

د طالبانو مشران پر خپلو افغان تکنوکراتې طبقې باور نه لري چې بدبختانه د هېواد څخه د وتلو په حال کې دي. د طالبانو خپله سیاسي فلسفه دومره مناسبه نه ده چې په وچه کې د راګیر هیواد  افغانستان لپاره به په پراخ نړیوال نظم کې د ګډون ترلاسه کړي. د طالبان د خپلو ګاونډیانو،پراخې نړیوالې ټولنې او همدارنګه په کور دننه د باور له جدي کمښت سره مخ دي. وضعیت د بن په کنفرانس کې د افغانستان په اړه د سیاسي چوکاټ د هوکړې برعکس دی. د باور د نشتون سره سره د طالبانو چلند په هر ځای کې تر نږدې څارنې لاندې دی.

د دوحې په خبرو اترو کې د طالبانو ښکیلتیا په زوره د واک د ترلاسه کولو په خاطر وه چې د برحاله ولسمشر ډاکتر اشرف غني د هېواد څخه پر وتلو مجبورول، د نظام په ګډوډۍ او د حکومت په جوړښت کې مخامخ لاسوهنه وه. په حقیقت کې د خبرو اترو دې پروسې ته د دوی ټولې تګلارې د دوی په سازمان سوي جوړښت کې د ځواک د توازن د ماهیت په اړه پوښتنې راپورته کوي. د طالب جنګیالیو په شمول د نورو ترهګرو ډلو او د پاکستان آی ایس آی د ګډ پلانونو په نتیجه کې یو بشپړ نظام او فوځ د څو ورځو په ترڅ کې لمنځه ولاړ. په کابل کې د واک تر لاسه کولو وروسته په لمړیو اونیوکې د طالبانو د مشرتابه له خوا د نوى حکومت اعلان د پام وړ ځنډېدلی و. د طالبانو اوسنې اداره د “موقتي اداري” په توګه اعلان سوی چې تر اوسه د یو منظم حکومت په اړه هم هیڅ مهال ویش شتون نلري چې د قانوني پلوه د اعتبار وړ پروسې له لارې رامینځته سي تر څو په سیمه کې د ملاتړ او ګډون په موخه د افغان او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي. حتی تر اوسه د بهرنیو او کورنیو پالیسیو په اړه د وضاحت نشتوالی شتون لري.

د دې پر ځاي چې طالبانو د شل کلن جنګ وروسته د ولس څخه بخښنه غوښتي وائ برعکس د طالبانو د صففو څخه دا اعلان کیدل چې ټول ولس ته بخښه ده او د دغه بخښي د څو ساعتونو وروسته د تیر جمهوري دولت د کارمندانو تهدیدل ، ن‍ظامي کسانو لادرکه کیدل او زهیربدل ، پر عام افغانانو په مختلفو برخو کې زور زیاتي کیدل، پر ځنیو اړخونو لکه تعلیم ، د ښځو حقوق ،‌ ټولنیزي رسنیو بندیزونه او پر تلویزوني خپرونو محدویتونه یادولاي سو.

افغانانو په هغه خبرو باور درلود چې ګواه طالبانو واقعاً هم تغیر کړیدی خو برعکس طالبانو اداره لا هم پاته راغلي ده. نن هم د اردو وسایط پاکستان او ایران ته قاچاق کیږي ، ګڼ شمیر انسانان په قانوني‌ او غیري قانوني توګه د هېواد څخه پر وتلو مجبورول ، د کاري فرصتونو نه ایجادول ، د خوراکي اجناسو نرخونه لوړ تلل او د سیمیزو هېوادونو سره تجارتي‌ لارو لا هم تړلي پاته کیدل یادولائ سو.

په افغانستان کې راڅرګنده سوې سناریو !

په ټول هیواد کې د طالبانو کنټرول په بشپړه توګه هغه وخت ټینګ سو چې د تر څو اونیو وروسته پنجشیر د هېواد ۳۴ م ولایت هم د طالبانو لاس ته ولویدی. د پنجشیر دره د دوی له ادعاوو سره سره هم څه وخت لپاره په مقاومت کې پاته سول. د شمالي ټلوالي تاجک قوماندانانو لکه احمد مسعود، د جمهوریت لمړي مرستیال امرالله صالح او د دفاع پخوانی وزیر بسم الله خان لا هم په ټولنیزو رسنیو کې د “جلاوطن حکومت” د جوړولو لپاره په پراخه کچه څرګندونې کوي. د پنجشېر جغرافيايي جوړښت چې د کابل له څنډو څخه د افغانستان تر شمال پورې غځېدلی د دواړه لورو لپارهستراتيژيک اهمیت درلود ځکه په تیره دوره کې طالبانو ونسواي کولائ چې پنجشیر ونیسي. د افغانستان په شمال کې د پنجشیر غیر تاجک قوماندانان لکه عطاء نور او ازبک قومندان رشید دوستم له هیواده بهر دي ترڅو په مناسب وخت کې د ستونزو د رامینځته کولو لپاره د خپلو امکاناتو او معاملې څخه ګټه وأخلي. له طالبانو سره د خپل نفوذ په کارولو سره ایرانیان وتوانېدل چې د هرات پخوانی والي اسماعیل خان د ښار له نیولو وروسته د طالبانو له خوا له لنډ مهاله توقیف وروسته ایران ته ولېږدوي. ګلبدین حکمتیار که څه هم په کابل کې او د هغه حزب اسلامي ګوند په کونړ کې خپلې اډې لري. بله د پام وړ توکمیزه ډله شیعه هزاره ګان هم د سني طالبانو سره د خپلو پخوانیو کړکیچنو اړیکو او په هغو کې د ایرانیانو د پام وړ ګټو ته په پام سره خپلې اندیښنې لري. د فاطمیون یوه ډله چې ایران یې ملاتړ کوي د افغانستان په مرکزي سیمو کې هم شتون لري او اوسیږي.

د یوه اړخه د پخوانۍ شمالي ټلوالې غړي که څه هم ډېر کمزوري او منتشر پاتې سوي خو د طالبانو په څېر د خپل وخت په تمه دي. د دې احتمال په نظر کې نیولو سره د طالبانو جنګیالیو په لومړیو کې د ازبکستان او تاجکستان په پولو کې د افغانستان مهم شمالي ښارونه ونیول ځکه چې وروسته د شمالي ټلوالې د بریالي پوځي کمپاین په جریان کې د تجربو په اساس په ۲۰۰۱ کې د پنجشیر ولایت ته د اکمالاتو اصلي سرچینه ګرځیدلې وه.

د طالبانو تر منځ د یو بل سره اړیکي !

د ولسمشر محمد أشرف غني د حکومت له ړنګېدو سره سم د طالبانو د واک داخلي جګړه څرګنده سوه. هغه طالب مشران چې د ولسمشرۍ په خالي ماڼۍ کې یې د “عکس اخیستو” لپاره پوسټونه وکړل په حقیقت کې هغه کسان نه وو چې د پلازمینې امنیت یې په غاړه اخیستی و. د طالبانو د حکومت د راتلونکي مشر په توګه د ملا برادر د رسنیو وړاندوینه په دوحه کې د مذاکره کوونکي ټیم د مشر په توګه د هغه د ادعا پر بنسټ د اټکل شوي حکومت دریځ ترلاسه نه کړ په نوي حکومت کې د مرستیال په توګه د هغه پروفایل ټیټ او په پراخه کچه د سترګو څخه لرې کړل سو. د طالبانو د مشر ملا هیبت الله دریځ د ځینو نه منلو وړ اټکلونو سره سره چې هغه د ایران د ستر رهبر په څیر دریځ لري ناڅرګنده تر اوسه پاتې دی. د طالبانو له واک ته رسیدو سره سره بیا هم ملا هیبت الله هغه په ​​​​عامه توګه نه دی ښکاره سوی برعکس هغه یوازې یو بیان خپور کړ او بس. که فکر وکړو ملا حسن اخند “سرپرست ریس الوزرا” د طالبانو د رسنیو لخوا د داسې یو کس په توګه نه معرفي کیږي چې په اوسني رژیم کې د حکومت د چارو مسؤل او مشري کوي.

د افغانستان په سویلي او ختیځو سیمو کې د سني پښتنو تر واکمنۍ لاندې طالبان د دوو واکمنو جنګي ډلي او د هغوی د جنګیالي او سیاسي څانګو مسوولین تر خپل منځ د واک پر سر په جګړه اخته دي. د کندهار په ګډون لوېديځ افغانستان سیمې د دې ډلي د بنسټګر ملا محمد عمر د زوی ملا يعقوب تر کنټرول لاندې دی چې د هلمند په نيولو سره يې د جنګيخوځښت د بدلولو مسووليت پر غاړه درلود. ختیځه سیمه د سراج حقاني په لاس کې ده چې د حقاني شبکې مشري کوي چې په کابل کې پوځي/امنیتي وضعیت کنټرولوي دا  هغه سړي دي چې په لمړیو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي امنیتي پرسونل بې وسلې کړ او ډاکټر عبدالله عبداللهته یې امنیتي “تحفظ” ورکړ. له بهرنیو او نورو محلي جهادي جنګي ډلو سره د هغه اړیکې د افغانستان په ډیرو سیمو کې مستند سوي پاته دي. د اګست په پای کې د بن لادن د امنیت پخوانی مشر ډاکټر امین الحق په ننګرهار کې په عامه توګه د طالبانو لخوا د حقاني د بدری جنګي واحدونو په ګډون د تود هرکلي سره مخ سو. د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید د غچ اخیستلو په خاطر د داعش د عملیاتو په وړاندې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې برید هم په همدې سیمه کې وسو.

د طالبانو اداره دا په ډاګه کوي چې د روښانه سياست له نظره به د ثبات وړ نه وي. سره له دې چې د بهرنيو استازو له خوا له د هغوى سره د ښکېلتيا په برخه کې څرګنده ناخوښي وجود لري او د مخ پر زياتېدونکي سياسي-امنيتي بې ثباتۍ په لور يوه نښه ده چې د ټولو احتمالي وړاندوينو او بدوپايلو سره به مخ سي. د “ټول شموله” حکومت نشتوالی لا دمخه د نورو سیمو ، توکمیزو ډلو او اقلیتونو په ځانګړې توګه د ښځو په اړه د څارونکو لخوا مسلسل یادونه سوې ده. د بشري حقونو، د بیان ازادۍ، د ښځو د حقونو په ځانګړې توګه د تعلیم او کار، د اقلیتونو مذهبي او کلتوري حقونو، د سفر او کډوالۍ د ازادۍ او داسې نورو په اړه د طالبانو د ادارې د راتلونکي پالیسي په اړه د دوی قصدي مبهم څرګندونې د دې ډلي داخلي تنظیمي بې نظمۍ څرګندونه کوي.

سره له دې چې د طالبانو ډله د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو د استفادې اجازه نه ورکوي، له دې سره سره چې د دغې رهبرۍ د ځینو خواخوږو ګاونډیانو په ګډون ټول هیوادونه لا هم د طالبانو د رښتیني ارادې ارزونه کوي. خو بل لورې ته د دې تروریستي ډلو په اړه معتبر راپورونه ورکړل سوي چې د تیر حکومت پر ضد د طالبانو په مهمو کمپاینونو کې یېدوامداره برخه اخستي ده. په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز پخپله د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له بریدونو وروسته ویلي چې د طالبان تمه لري چې د پولې له هاخوا د دا ډول بریدونو مخه ونیسي. په یوه مرکه کې چې د اګست په میاشت کې د CNN خبریال ته ورکړل سوې  د کابل په سیمه کې د داعش یو فعال غړي وویل چې د داعیشسازمان په ښارونو کې د عملیاتو او د طالبانو پوستو ته ننوتلو کې کومه ستونزه نلري. د دې تروریستي ډلو احتمال چې په پرمختللو وسلو باندې لاس پورې کړي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ورته لاس ته ورغلي خو د افغانستان د ټولو ګاونډیانو لپاره خورا د اندیښنې وړ خبره ده.

طالبان د واک د ټینګولو په نامعلومه لاره روان دی خو په افغانستان کې په چټکۍ سره د خرابیدونکي ټولنیز-اقتصادي وضعیت کنترول د همدې ادارې د ثبات په حقیقت کې بې ثباته کول دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د یوه “بشري ناورین” په اړه خبرداری ورکړی چې نږدې نیمایي نفوس د ژوندي پاتې کیدو لپاره بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.وضعیت به د سختې وچکالۍ او روان سخت ژمي سره نور هم خراب سي. په ډیرو مرستو متکي اقتصاد پایله همدا ده چې د نړیوال بانک د مرستو د بندیدو او امریکا د پیسو د کنګل کولو سره د افغانستان په بانکونو کې د نغدو پیسو د کمیدو لامل سوی دی. د خوراکي توکو بیه په بې سارې توګهلوړې سویدي. د طالبانو د نوي ادارې پر ضد د ملکي مامورینو د معاشونو د بندولو او د افغان اتباعو د حقونو د تر پښو لاندې کولو پر ضد لاریونونه تر سره سول. دا ډول فشارونه احتمال لري چې د طالبانو په مشرتابه کې داخلي درزونه او نیمګړتیاوې پراخې کړي ځکه چې مختلف شخصیتونه د واک لپاره ځپل کیږي. دا به د رژیم سیاسي مخالفینو ته هم نوې امید کې مرسته ورکړي.

بهرنی چاپیریال

د طالبانو په مختلفو برخو کې د بریالیتوب د ناڅاپي چټکتیا سره سرهد ټولې نړۍ د هیوادونه د وروستي تاریخې پیښو له امله د پرمختګونو په اړه اندیښنه لري. د طالبانو د ادارې بیړني سیاسي تنظیم اصلي ضعف چې په کور دننه د جدي ننګونو سره مخ دی، د پراخې نړیوالې اجماع په نشتوالي کې هم لا د کمیدو امکان نلري. د طالبانو لخوا د پلازمینې نیول د دې لامل سو چې د خپلړ بهرني ملاتړو یې د دوی په مشرتابه باندې خپل نفوذ له لاسه ورکړي.
د طالبانو د “ټول شموله” حکومت لپاره د پاکستان په منځګړیتوب لومړنۍ هڅې په ښکاره ډول ناکامې سوې او د “موقت” حکومت د اعلان په څنډه کې کابل ته د ISI د مشر د ګړندي سفر د وروستي نړیوال عکس العمل په پایله کې د طالبانو موقف بې ګټې او د بې کفایتۍ سربیره په نړیواله کچه نور هم زیانمن سو. حتا د تیرو شپږو میاستو په جریان کې د پاکستان د استخباراتو مشر ، وزیر خارجه او د شورا امنیت مسوولین کابل ته دوامداره سفرونه کوي.
د پاکستان ډیپلوماسۍ او موقف د طالبانو د ادارې سره د بهرنیو هیوادونو لخوا د زیاتې ښکیلتیا او لا هڅولو لپاره چمتو سوې وه خو عام افغانان پاکستان په دې تور تورنوي چې په پاکستان لا هم دافغانستان په اړه د خپل بنسټیز ظالمانه چلند په ګوته کولو سره په افغانستان کې خپل نفوذ کم کړی دی.
د طالبانو پرمختګ که څه هم د نړیوالي ټولني په مرسته چټک او عملاً په لنډو ورځو کې پر هېواد واکمنان سول خو افغانستان يې د هغو هېوادونو ترمنځ راوست چې د امریکا د نفوذ د له لاسه ورکولو وروسته په هېواد کې د پرمختګونه خوبونه ویني. د افغانستان ځانګړی جیوپولیټیک جوړښت له ورایه څرګند دی: د طالبانو په شتون کې د سیمه ییز ځواک د انډول ساتل امکان نه لري چې دا به هېواد بل بحران ته یوسي چې تاسو د روانې ناامنۍ شاهدان یاست او دا د بحران پیل دی.
روسیه، چین، ایران او حتی پاکستان هم د امریکا د پوځ له وتلو سره خواشیني دي. مګر پاکستان او چین دواړه د چین په جیو-اقتصادي  او له همدې امله په جیو پولیټیکل  مدار کې د افغانستان شاملولو لپاره یو فرصت ویني چې د طالبانو مشرتابه اوس مهال له خپل انزوا څخه د وتلو لپاره ورته په ښه سترګه ګوري خو روسیه به د پرمختګ مخه ډبولو کې چپ پاته نسي.
د پاکستان او چین په ډیپلوماتیکو اړیکو کې، د هند د چلند د معلومولو لپاره هیڅ هڅه نه ده سوې چې دا تر ټولو خطرناکه ده.
دا چې د طالبانو اوسنئ په زور حاکمه اداره د سني پښتنو افغانانو جوړه ده دا هم د ځینو هېوادونو غوښتنه ده چې د افغانستان اقلیت او په هغو کې یي مهم اشخاص د صحني ایستلي دي چې دا د ایران حکومت ته بیخې د منلو وړ نده. د ایران د بهرنیو چارو په دفتر کې د پنجشیر په دره کې د طالبانو د محاصرې غندنه په داسې حال کې چې د ایران د پخواني ولسمشر احمدي نژاد  په وینا، پاکستان په مستقیم ډول په عملیاتو کې ښکیل دی.
که څه هم ډیرو هېوادونو دا شک څرګند کړی دی چې قطر چې د دوحې د خبرو کوربه و تر ټولو ډېر فعال و ورپسې ترکیې او پاکستان د افغانستان له نړۍ په دې موخه هیله کوي چې د طالبانو اداره دپراخې نړیوالې همکارۍ د هغو د مشروعیت باندي ټینګار کوي.
ټول هیوادونه پرته له استثنا څخه د طالبانو د ادارې د پالیسیو په اړه اندیښنه لري په ځانګړې توګه د نړیوالې ترهګرۍ په اړه او حتی په وروستیو کې د یو ځل بیا د طالبانو د احتمالي ادارې د سقوط ویره لري.که څه هم طالبانو ډیره هڅه وکړه چې د پاکستان، چین، روسیې، ایران، قطر او ترکیې د لارې د یو ډول مشروعیت ترلاسه کړي خو لا هم دا سیاسي ، ډیپلوماتیک ، مسلکي او تخنیکي توان نلري چې په نړیواله سطحه لایي وکړي.
پاکستان د پراخو دیپلوماتیکو مشورو له لارې له طالبانو څخه غواړي چې د خپل چلند د اعتدال د لارې رژیم د ثبات لورې ته برابر کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو مشرانو پخپله هند ته د خپل سیمه ییز نفوذ له کبله بیا هم لاس نه دی ورکړی، په داسي حتال کې چې د جیوپولیټیک مسایلو په اړوند نور ټول هېوادونه له پاکستان او چین پرته د طالبانو د ادارې د احتمالي ثبات په اړه د ارزونو شریکولو لپاره په اکتوبر کې هند ته رسېږي.
که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک شمیره ۲۵۹۳ (۳۰اګست ۲۰۲۱) کې چې د هند په مشرۍ ترسره سول. یوه جدي ستونزه د بشري مرستو د اندازې او جغرافیایي پوښښ له پلوه بحث وسو چې په دې ډول هند کوښښ کاوه چې طالبانو ته نیژدي او روابط جوړ کړي خو د پاکستان رول چون زیات وو ونه توانیدل.

سیمیز هېوادونه !

د منځنۍ اسیا ګڼ شمیر هېوادونو په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکا د لومړي سرتېری د ننوتلو له وخت راهیسې منځنۍ اسیا په جیو پولیټیکل ډول بدله سوې ده. امریکا په دې هېوادونو کې مستقیم حضور نه درلود خو بیا هم د اروپايي اتحادیې هېوادونه د همدې سیمې تر ټولو ستر اقتصادي ملګري پاتې دي. روسیه ځان د منځنۍ اسیا لپاره د خالص امنیت برابرونکي په توګه معرفي کوي که څه هم چین په کلکه د خپل امنیت / نظامي نقشې پراختیا دفاع کوي. که فکر وکړو دا د دواړو هیوادونو د خپلو ملي امنیت اندیښنو او همدارنګه د سیمه ایز امنیت په اړه د خورا مهم چلند استازیتوب کوي. دا د دواړو هېوادونو د جیوپولیټیک اهدافو په مقابل کې د طالبانو ناببره راڅرګندیدو او همدارنګه د منځنۍ آسیا د سیمه ایزو ګټو په نظر کې نیولو سره د امنیتي ګواښونو ترمنځ د تضاد استازیتوب کوي. د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي چې د خپل راتلونکي لید سره سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ بیا پیل کړي خو د طالبانو په شتون کې به کم رنګه  په نهایت کې د پام وړ مرستې کولو په موقف کې نه دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د منځنۍ اسیا هېوادونه (د ترکمنستان پرته) او روسیه، چین، هند او پاکستان موخه درلودل چې د یوه بل لوی سازمان چې ډله ایز امنیتي تړون سازمان (CSTO) نومیږي چې روسیه، بیلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په کې شامل دي یو ځاي په افغانستان کې د طالبانو له واک څخه د رامنځته سوي امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د دغه سازمانونو د سرمنشيیانو له لورې د سپتمبر په ۱۶مه په بېلابېلو کچو د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې سره راغونډ سول تر څو د افغانستان په وروستیو پرمختګونو تمرکز وکړي پداسي حال کې چې د پروسې مشري روسیې او چین په غاړه درلود. د دواړو سازمانونو ګډونوالو د سرمشریزې اعلامیه د نورو همکاریو تر څنګ د تروریزم او نورو امنیتي ګواښونو د حل لپاره ځانګړي نوښتونه په ګوته کړل.

د تاجکستان که څه هم تر ډیره حده د طالبانو پر رول په افغانستان کې شکمن دی دا واضح ډول څرګنده کړل چې “هیڅوک د طالبانو په پېژندلو کې بېړه نه کوي” تر څو طالبان څنګه خپلې ژمنې عملي کوي زموږ تر تر څار لاندې دي. د اکتوبر په نیمایي کې د تاجکستان-افغان پولې ته څېرمه تمرینونه، د بیلګې په توګه، کشف، لوژستیکي او د ډله ایز چټک غبرګون ځواکونه، اعلان او تر سره سول. که څه هم د طالبانو د واکمنیدو سره ټول همسایه هېوادونو خصوصاً تاجکستان ویلي چې په پوله کې د “وضعیت خرابیدل”سره به د ډله ایز امنیتي تړون سازمان لخوا په ګډه ځواب ورکړل سي.

روسیه په تاجکستان او قرغیزستان کې پوځي حضور لري چې حتی د طالبانو له واکمنۍ څخه مخکې په دوره کې هم له افغانستان څخه د احتمالي جګړې د پای ته رسولو له اړتیا سره په نامناسب اندازه پیاوړې سوې ده. د تاجکستان او ازبکستان په پولو کې د طالبانو له خوا د پوستو له نیولو وروسته، روسیې خپل ټانکونه د تاجکستان-افغان پولې ته نېږدې واستول چې دا د سیمه ییزې نښې په توګه د خپل پوځي حضور د زیاتوالي نښه ده. روسي سرحدي ساتونکي په ۲۰۰۵ کې د تاجکستان-افغانستان له پولې څخه ووتل، په داسې حال کې چې د چین او تاجکستان استخباراتي همکارۍ د ۱۱ سرحدي پوستو (او یو روزنیز مرکز) د جوړولو په اړه راپورونه خپاره شول. تاجکستان هم پر پوله شل زره سرتیري ځای پر ځای کړي دي. د طالبانو تر کنترول وروسته تاجکستان-افغان پولې په اوږدو کې د روسیې-تاجک-اوزبیک ګډ پوځي تمرینونه او همدارنګه د روسیې د پوځي تجهیزاتو د برابرولو ډاډ تاجکستان په شمول د روسیه پر شا و خوا ټولو هېوادونو ته ورکړل سوی دی. پرته له کوم نظامي اتحاد څخه د ازبکستان او روسیې ګډ پوځي تمرینونه د لومړي ځل لپاره د ازبکستان او افغانستان پولې ته نږدې د ترمیز ولایت په نږدې په پوځي تجهیزاتو باندي د روسیې د ډاډ سربیره ترسره سوي.

چینایان د تاجکستان په ګورنو-بدخشان سیمه (شیمک) کې یوه کوچنۍ خو مجهز پوځي قطعه لري؛ دوی په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول وروسته د اشکاشم په شاوخوا سیمه کې د تروریزم ضد ګډ تمرینونه هم ترسره کړي دي. چین له تېر افغان حکومت سره د واخان په دهلېز کې د چین-افغان پولې پر سر د سرحدي پوستو د جوړولو او د افغان پوله ساتو د روزنې لپاره هم هوکړه کړې وه. د يادونې وړ ده چې د مرکزي اسيا او افغانستان پولې ته نږدې په شينجيانګ کې د چين پوځي بنسټونه ډېر پرمختللی دي. یو روسی شنونکی یوګینی پوګریبنیاک تبصره کړې چې “روسی قوماندانانو” نه یوازې یادونه کړې بلکې په سیمه کې د چین د غیر ضروري او ناغوښتل شوي نظامي پراختیا سره د مبارزې لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د جګړې په اوج کې د طالبانو له خوا د شمالي ولایتونو له نیولو وروسته روسیې او چین په سینکیانګ سیمه کې د ترورېزم ضد لوی پوځي تمرینونه تر سره کړل څو د خپلو پوځي تجهیزاتو او ټرانسپورټ په برخه کې لا زیاتې توجو ترلاسه کړي. سره له دې چې د متحده ایالاتو د ګډوډ وتلو په اړه چینایان اندیښمن دي او هیله لري چې ایا طالبان به په یو ډول وتوانیږي چې د اورپکو اویغورانو مخه ونیسي ؟ چې د افغانستان – چین پولې یا د تاجکستان او قرغزستان له لارې په اوږدو کې چې سنکیانګ ته تیریږي. خو چینایي څارونکي په دې باور دي چې دا ناشونې ده چې ترهګرې ډلې به د واخان دهلیز له لارې سینکیانګ ته ننوځي. ترهګرې ډلې ډیر احتمال لري چې د منځنۍ آسیا هیوادونو له لارې چین ته ګواښ وکړي. په دې توګه، په واخان دهلیز، د تاجکستان-افغانستان په پوله کې د چین پوځي/استخباراتي حضور او په تاجکستان او قرغزستان کې د مستقیم امنیتي حضور زیاتوالی چې په دغو دوو هیوادونو کې د دوی ژورې ستراتیژیکې اړیکې هممنعکسوي حتی کیداي سي دا د یادو هېوادونو تر منځ امنیتي او اقتصادي کمزورتیا سبب هم سي.

د دوو سترو قدرتونو تر منځ دا مخ په زیاتیدونکي ناکراره حالت د چین او پاکستان ترمنځ د بې ساري پوځي/امنیتي وسلو د بندیدو سره مل دی. دغه مخ پر ودې ستراتیژیک تمایل به په افغانستان کې هم اغیز ولري. خو دا هیڅ کله ممکنه نده چې طالبان به وکولاي سي د دغه سترو قدرتونو ترمنځ بیلانس وساتلاي سي. د ترکستان اسلامي ګوند د اویغور ترهګر جنګیالي له بدخشان څخه تر ننګرهار پورې  یو داسې اشاره ده چې په پاکستان کې د CPEC پروژو ته د نږدې کیدو له امله د چینایانو اندیښني نوري هم زیاتي سویدي.

نړۍ د کرونا د ننګونو سره سره پر ډیرو لویو سیاسي ، اقتصادي او جنګي ننګونو سره مخ ده. د اوکراین موضوع د امریکا په شمول د اروپا او روسیه لپاره نهایت اړینه موضوع ده. احتمالات لا سته چې یوځل بیا د اوکراین په سر امریکا بیا د جنګ او ناامنیو په نیامت افغانستان ته داخله سي.

مننه

پښتون ځیرک