کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ۲۵ اړمنو کورنیو سره د ۷ قلمه خوراکي توکو مرسته وسوه!

په کندهار کي د ۲۵ اړمنو کورنیو سره د ۷ قلمه خوراکي توکو مرسته وسوه!

نېټه: 11/02/2022

په کندهار کي د پر وطن مئینو ځوانانو له خوا د ۲۵ بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د ۷ قلمه خوراکي توکو مرسته وسوه.
د خوراکي توکو په یاده مرسته کي اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، توري او شنې چای شامل وې. د جان محمد مهربان په لارښوونه د رضاکارو ځوانانو، هر یوه عبیدالله پوپل عبدالروف سمندر او عثمان برکت، په هلو ځلو تر اړمنو او مستحقو کورنیو پوري ورسېدل.
دغه مستحقي کورنۍ چي زیاته برخه ئې د لیکوالانو، معلمینو، هنرمندانو، معلولینو او ټیټه رتبه مامورینو وې د یوې سروې له مخي لومړی په نښه او وروسته بیا د کندهار په اطلاعات او فرهنګ ریاست کي په ټولییز شکل له دغه مرستي څخه برخمني سوې.
دغه مرسته له هیواد څخه بهر په هالنډ کي د میشت افغان حاجي ښالم خان او د هغه د ورور له خوا رالیږل سوې وه. د یادوني وړه ده چي ښاغلی ښالم خان تر دې مخکي هم په شخصي توګه له اړمنو کورنیو سره مرستي کړي دي.
د مرستي د لړۍ رضا کاره ځوانان پر ټولو شتمنو ږغ کوي چي د هیواد نامناسبو اقتصادي شرایطو ته په کتلو سره تر بل هر وخت د هیوادوالو لاسنیوي اوس اړین دئ او هیله لري چي شتمن شخصیتونه له هیوادوالو سره مرسته وکړي.