هغه اوس 73 دري اويا کلن دى.
هغه اوس 73 دري اويا کلن دى.
اوس چې قدم اخلي څه مرستې ته ضرورت لري، د خپل کوم ملګري پراوږه يا پر کوم دېوال د لاس لګولو هڅه کوي. د دې کورنۍ کوم سياسي غړي ته چې څه ناروغي هم راغلې ده، په تشخيص کولو يې پته لګېدلې ده چې زڼى يې چېري د پاکستان په کومه بدبوداره عقوبت خانه او جېلخانه کې پروت دى.
هغه وخت دا يو ځوان سړى وو، په دوو صوبو کې د اکثريتي او لوى ګوند د مرکزي صدر او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر زوى وو خو د پاکستان په ټارچر سېلونو کې يې د پښو نوکونه ايستل کېدل او سرچپه به ځړول کېدو. الزام ورباندې د پاکستان دښمنۍ او افغانستان ايجنټۍ وو، ما يو وخت د روښانفکرې عاصمه جهانګير له خولې اورېدلې وو چې که څوک دغه رياست پېژندل غواړي نو له اسفنديار ولي خان څخه دې تپوس وکړي.
د اشنغر ددغه خان د زوکړې په وخت مور مړه، پلار په زندان دننه او جايداد ضبط وو.
د ماما په کور کې ماشومتوب، د ځوانۍ شپې په جېلخانو يا له خپل ستر نيکه سره په جلال آباد او د پښتنو په حجرو او جوماتونو کې يا د ملنګ اجمل خټک په صدارت کې د يوې بې لوثه کارکنۍ او د پاخه عمر او سپين ږيرتوب شپې د جابر ژور رياست خلاف په مجاهده کې.
د پاکستان د طالبان پروګرام تر ټولو مخکينى او مخکښ سياسي مخالف.
د قامونو د خودمختارۍ او برابرۍ يو تر ټولو لوستى او قوي شارح او وکيل.
اجمل صاحب به د ون يونټ خلاف د نېشنل عوامي ګوند د مبارزې په هکله پښتنو ته په فخر وئيل، “که موږ نه واى نو ستاسو صوبه به نه واى.”
اسفنديار خان نن پښتنو ته په فخر وئيلى شي چې که زه نه واى نو ستاسو د صوبې نوم به نه واى.
دا هم ورته وئيلى شي چې ستاسو دا دومره پراخه صوبه به نه واى او دا پرون په باچاخان مرکز کې د نوو ضلعو دومره معتبره جرګه به نه واى.
او تر دې هر څه لويه خبره دا چې د مجيب الرحمان تر شپږو نکاتو خطرناک اتلسم ترميم به نه واى.
ددې تر څنګ هغه د سلېمان لايق خبره:
که سهار جومات ته مست نه واى راغلى
د مکار ملا پر ږيره به توکل چا؟
دا د پښتنو پر وطن د پاکستان مسلط کړي طالبان به ګواښل چا؟ د دې ترهګرو په شا ولاړ پوځيان به بربنډول چا؟ دا لارې، ګودرې، مېدانونه او واټونه به “نيمزالو غورځنګونو” ته له خاورو خځولو پاکول چا؟
د هند او افغانستان له ايجنټۍ د امريکې او پاکستان تر ايجنټۍ انتهايي متصادم او متضاد الزامونه به پر خپله لويه لمن ټومبل چا؟ دا د “هېرو و جواهراتو”، په اې اين پي پسې د وروستاړو “مقدساتو”، “سپينو سپينو”، “آزادو” او “پري زادو” پيچموزې، پېغورونه او تورونه به زغمل چا؟ د خوشال بابا دا ټکي به روښتيا کول چا چې:
د جهان ډېرې خبرې، لور په لور تورې لښکرې
زړه مې نه خوځي له ځايه، غر خو هسې وي کنه
غر خو هسې وي کنه چې نه د طالبانو توندې خونړۍ څپې وخوځاوه، نه د طالبانو د پلارانو بربنډې بدمعاشۍ وخوځاوه او نه ددې بدمعاشۍ خلاف د مزاحمت په نوم خپلمنځي حساب برابرونکې “سپين سترګۍ” وخوځاوه، غر خو هسې وي کنه.
غر خو هسې وي کنه چې خپلو نيزدو ملګرو، خپلوانو او خپلچارو ورسره د فرېب ناتمام د ليکوال په شان ناتمامه فرېب کاري وکړه خو زړه يې نه خوځيد له ځايه!
د قامي جمهوري سياست د نوعيت په شان يې په خپل شخصيت کې د خپل قام د هرې قبيلې، طبقې او شناخت انعکاس څرګند وساتو.
په يوه هول سېل سياسي غېرسنجيدګي، ناپختګي، ناشايستګي او چاپلوسي کې يې خپل درنښت او دوراندېشي قايمه وساتله.
هيڅ ډول بلېک مېلنګ د احساساتو ښکار نه کړ، د ايسټبلشمنټ هيڅ ډول بلواسطه او بلاواسطه ښکار ته يې ځان حواله نه کړ، غر خو هسې وي کنه.
په ګوند کې دننه د يو حقيقي جمهوريت قايل، په ټولنه او ملک کې د يو حقيقي جمهوريت د غوښتونکو سرلارى سړى دى.
د صنفي نابرابرۍ سرسخت مخالف، له قبيلويت څخه دومره لرې لکه باچاخان او تشدد.
د يوه داسې شخصيت مالک لکه د فخرافغان باچاخان د لويې ورورولۍ او خورولۍ تسلسل، د يوه داسې کردار مالک لکه عوامي نېشنل پارټي.
ګران مشر اسفنديار ولي خان ته دې د زوکړې دو اويايمه کليزه مبارک وي.
خان زمان کاکړ
#HappyBirthdayAsfandyarWaliKhan
19 Feb 2021