کور / تازه خبرونه / د روسي ځواکونو پراخ یرغل پر اوکراین هيواد

د روسي ځواکونو پراخ یرغل پر اوکراین هيواد

22-02-2022 : روسي ځواکونو پر اوکراین یرغل ترسره کړ

د روسيې ولسمشر ویلادیمیر فوتین پر اوکراین هیواد د پراخ پوځي یرغل امر ورکړ. پدې ډول روسي ځواکونه، چي مخکي له مخکي د اوکراین سره په سرحدي سيمو کښي په تمریناتو لګيا وه، پر ۲۲ فبروري د سهار پر ۴ بجو پر خپل ګاونډي هیواد اوکراین د څو طرفونو څخه پراخ هوايي، ځمکنی او بحري یرغل ترسره کړل.

د روسيې ولسمشر ویلادیمیر فوتین وايي چي په اوکراین کښي د “خاصو فوځي عملیاتو” پذریعه غواړي چي اوکرتین په یو عادي، او غیر غربي-پلوه هیواد تبدیل سي، داسي یو هيواد چي هيڅکله د ناټو غړیتوب ته لاسرسی و نلري او د روسيې او ناټو ترمنځ د یوه خوندي دیوال بڼه خپله کړي .

د اوکراین ولسمشر په خپل وار د روسيې یرغل غندلئ او پر خپلو وګړو یې غږ وکړ چي د خپل پوځ ترڅنګ ودریږي او د روسي ځواکونو د پرمختګ مخنیوی وکړي.