کور / تازه خبرونه / د افغانستان په سر د روسيې او ناټو خبري لانجمني ښکاري

د افغانستان په سر د روسيې او ناټو خبري لانجمني ښکاري

 


په ناټو کي د روسيې نماينده ويلي دي چي د هغه هيواد د ګرجستان د وروستي بحران  په سر دراپورته شوي لانجې په خاطر، ښائي چي د افغانستان په هکله هغه هيواد او د پوځي ائيتلاف تر مينځ همکاري و ځنډيږي  .


د روسيې د ریانوسيټی خبري آژانس خبر ورکړی دئ  چي تېره شپه  “ډیمټری روګوزین”   د  بروکسل  د ناټو د مرکز  په يوه خبري کنفرانس کي ويلي دي چي :  «د افغانستان په هکله راتلونکې همکاري په بحراني قفقاز کي د ائتلاف په چال چلند پوري اړه لري »


نوموړي  زياته کړېده چي د ناټو سره موږ نه دخبرو څخه راضي يو او نه يې هم د کړو څخه .


روګوزين دې خبري ته لږ شاني  صراحت ورکړی، او ويلي يې دي چي : تر اوسه پوري مسکو په دې خاطر پرېکړه کړې وه چي په افغانستان کي د ناټو د عملياتوڅخه  ملاتړ  وکړي، چي په دې هيواد کي يې د سیاسي او پوځي  وضعيت په هکله  اندېښنه درلودله .


تردې مخکي مسکوو ناټو ته  د روسيې د خاورې نه و افغانستان ته د نه وژونکو توکو د انتقال په هکله موافقه کړېوه .


د روسيې صدراعظم “ولادیمیر پوټین” په دې ورستيو کي ويلي وه چي په توره بحيره کي د ناټو د جنګي کښتيو د موجوديت ځواب به په سړه سينه ورکړي .


څېړونکي په دې نظر دي چي ښائي روسيې به داسي پتيلې وي چي ناټو ته دداسي په سړه سينه ځواب ورکولو دپاره به ئې افغانستان  يو مناسب ځای ټاکلی وي .


که داسي وي نو جوته کيږي چي افغانستان  به تر دې زیات د لويو قدرتو او سيمه ایزو ځواکو د زور آزمائيوي په مرکزي سيمه باندي  را واړوي