کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ټلوېزيونونو زمونږ سپېڅلي دين او ملي هويت ته زيان اړولى

ټلوېزيونونو زمونږ سپېڅلي دين او ملي هويت ته زيان اړولى


د طالبانو تر سقوط وروسته په كابل او نورو سيمو كې د هېواد، په ډېرو  راديوګانواو ټلوېزيونونو سيالۍ پيل كړې او د بيان د آزادۍ له شعار نه په ګټه اخيستو سره يې د خپل كلتور پر خلاف داسې خپرونې پيل كړې، چې له يوې خوا د افغانانو له ملي كلتور سره په ټكر كې واقع شوې او له بلې خوا د اسلام د سپېڅلي دين له حدودو څخه ووتل.
دا يو څركند حقيقت دى چې د يوې ټولنې كلتور د هغه په مطبوعاتو پورې تړلى دى همدا مطبوعات دي چې د كلتور په ساتلو او همدارنګه په له مېنځه وړلو كې يې تر هر څه ستره ونډه لري.
خو له بده مرغه چې زمونږ په هېواد كې راديوګانو او ټلوېزيونونو زمونږ سپيڅلي دين او ملي هويت ته ډېر تاوان ورساوه
زمونږ اسلامي فرهنګ، ملي كلتور، او ملي هويت يې له خاورو سره خاورې كړ چې دا لړۍ يې لا دوام لري. په دې خو ټول پوهېږو چې د ټولنيزو رسنيو دندې ښوونه، روزنه، د سيمې او نړۍ خبرونه او په اسلامي چوكاټ كې د تفريحي پروګرامونو جوړول دي.
خو بدبختانه اوس زموږ ګران هېواد كې د پردي فرهنګ دودول، پردي دودونه منل، د بربنډو او نيمه بربنډو فلمونو خپرول…. زمونږ  د رسنيو دنده ګرځېدلې ددې پر ځاى چې د افغانانو اسلامي كلتور ته خدمت وكړي پر مونږ پردى فرهنګ تپي، ځوانانو او پېغلو ته د مينې او عشق كيسې كوي په همدې ډول فلمونه، سريالونه، او سندرې خپروي…
باور وكړئ كوم سريالونه چې زموږ له ټلوېزيونو څخه خپرېږي زموږ په سلو كې ۹۵ سلنه ځوانان يې له كاره ايستلي او ددې ډول فلمونو، سريالونو،ډرامو او سندرو  په كتلو سره خپل د عبادت او درس قيمتي وخت له لاسه وركوي.
په آخير كې بايد ووايو چې له ټولو مطبوعاتو څخه زموږ هيله داده چې نور دې زموږ ګران هېوادوال په دغه بېكاره فلمونو نه بې لارې كوي او زموږ اسلامي جامعې ته دفساد په لور دعوت نه وركوي.
او د اطلاعاتو او كلتور وزارت له درانه مقام څخه جدي غوښتنه لرو چې د ټولو رسنيو خپرونې د اسلام د مقدس دين او افغاني غيور كلتور په چوكاټ كې پلې كړي او كه نه نو لكه څرنګه چې اوس زموږ افغاني كلتور له ښارونو څخه كليو او بانډونو ته تښتېدلي دي، ډېر ژر به له كليوالو سيمو څخه هم خپل ټغر ټول كړي او پر ځاى به يې د هندوانو غير اسلامي فرهنګ خپله غالۍ وغوړوي.