کور / سياسي / د نومونو ( اصطلاحاتو) ښکېلاک : Terminological Colonization

د نومونو ( اصطلاحاتو) ښکېلاک : Terminological Colonization

عبدالغفور لېوال- فرانسه

نیمه پېړۍ وړاندې د زاړه ښکېلاک په نویو لابراتوارونو کې زموږ د تلپاتې اېل و ښکېل کولو په پار لاندې نومونې ( اصطلاحات) تولید شوې او د څلورو محرومو، نالوستیو، ګروهمنو خو بې خبرو نسلونو په مغزو کې یې ورکېنولې او دغه څلور نسلونه یې دومره په دغه پرلپسې تکرار کې راوڅرخول، چې دا ټول مُصطلحات یې دوی ته په باور، بلکې د دوی د ایمان په لاینفکو برخو وربدل کړل.
د ټولنیزې ارواپوهنې دا اصل مه هیروئ، چې د روایتونو تکرار په ټولنیز باور او روسته په ایډیولوژیکو – فرهنګي عقیدو بدلېدلای شي.
[] نوټ : زما د دغو اصطلاحاتو له تاریخي او اصلي معنی ګانو او ارزښتونو سره کار نه شته، هغه څه چې دلته پرې خبرې کوم، د دغو اصطلاحاتو همدغه (د تېرې نیمې پېړۍ) نوې استخباراتي – ښکېلاکي کارونه او ورڅخه اوزاري ګټنه ده، چې موږ یې تباه کړو.
[] دا نومونې (اصطلاحات) دا دي:

۱- له پاکستان څخه په افغانستان کې جګړه – تر قیامته – ( جهاد ) دی.

۲- پاکستان د (هجرت) کور او استخبارات یې (انصار) وروڼه دي، هرڅه چې کوي د اسلام په ګټه دي او مخالفت یې کفر او د اسلام دوښمني ده.

۳- افغانستان (دارالکفر) دی، ورانول یې فرض دي. افغانستان دوښمن دی او دوښمن ته هر راز زیان اړول هم صواب دی هم ثواب. “! Kabul Must Burn”

۴- افغانستان میشتي خلک، په تېره بیا د ښارونو هستوګن له څېرمه (کفار) دي، د دوی وژل هر وخت او هرځای (غزا) ده. په جومات، ښوونځي، آن زېږنتون او کور کې.

۵- د افغانستان هره شتمني د (غنیمت) حکم لري. غنیمت وړل، پلورل او په اضعف الایمان کې یې ویجاړول او زیان وررسول مستحب دي. او که د هجرت کور او انصارو وروڼو ته ور ورسول شي، خو تر دې لوی اجر و ثواب بل نه شته.

۶- (ملي) کلیمه لوی کفر دی، ملتپال تر ټولو لوی کفار دي. همدوی د (انصارو) تر ټولو لوی دوښمنان دي، نو د اسلام دوښمنان دي، نو قتل یې روا دی.

۷- افغانستان مېشتې ښځې ټولې (…) [ زما په خوله نه راځي] دي، دوی باید له ټولنې وشړل شي، وځورول شي، له ښوونځي، کار، پوهنې او انساني حقونو بې برخې شي، ځکه د دوی کار و زدکړه هغه شعور پیاوړی کوي، چې د دغو مقدسو (!) اصطلاحاتو زور له بېخه باسي.

۸- عصري، موډېرنې، ساینسي ـ ټولنیزې زدکړې د افغانانو لپاره (بدعت) او کفر دی. بېخ یې ایستل په کار دي ….

۹- په پاکستان کې هرڅه (روا) او افغانستان کې ټول ښه او ګټور څه (ناروا) دي. هلته ولسواکي (آئین) دی او دلته (غربي او کفري شی!)

دا اصطلاحات نور هم شته، اوږدول یې په کار نه دي.

په اویایمه لسیزه کې تنظيمي ټوپکمار په همدې روحیه په افغانستان راننوتل او د کورنیو جګړو په لنبو کې یې دغو اصطلاحاتو ته خپله وفاداري وزباتله.
په تېرو شلو کلو کې د شوي فساد بنسټي روایت (Narrative) هم له همدي باورونو اوبه څښلې. لوی فسادونه هغوی وکړل، چې د دغو ښکېلاکي اصطلاحاتو په بستر کې رالوي شوي او جنګېدلي ول. کیسه روانه ده، یوازې یې بڼې بدلیږي. تورو جنډو والا به دا روایتونه خپل اوج ته رسوي.

اوس به وایاست، چې: نو حللاره څه ده؟

تر هرڅه وړاندې باید (ملي) کلیمه بېرته رامسلمانه کړو. ملي ارزښتونه مهم دي. (افغان) او (افغانستان) لومړیتوبونه دي. د (افغان انسان) هوساینه، ښه ژوند، پوهه او پوهنه، کار، تولید او نور بشري حقونه یې استحقاق دی او ملي حکومتونه باید دا حقونه ورته برابر کړي.
د ټولو پېغلو/ ځوانانو، لوستیو، روښانفکرو، رسنوالو، ملي روحانیونو او ملتپالو مسئولیت دی، چې په ښوونځي، پوهنځي، منبر، راډیو، سټېج، شعر، موسیقي، تیاتر، واده او جنازه کې له (ملي) ارزښتونو (وطن) او (افغان انسان) څخه د تکفیر دوړې وڅنډي. ښکېلاکي روایتونه ړنګ کړي؛ نه پاکستان دارالهجرة یا قلعة اسلام دی، نه یې استخبارات د انصارو حکم لري، نه افغانستان دارالکفر دی او نه د وطن شتمني (غنیمت) ده…
هغه ښکېلاکي مصطلحات چې په نیمه پېړۍ کې د خورا پېچلیو استخباراتو په ځواک او د ایډیولوژۍپه مټ د څلورو نسلونو په مغزو او ګډ تاریخي لاشعور کې ورننه ایستل شوي دي، باید ترې وایستل شي، بدل او سم شي.

موږ یوې ملي درملنې او Reinstallation ته جدي اړ یوو.