کور / هراړخیز / افغان هنرمند صمد رفیق څوک وو؟

افغان هنرمند صمد رفیق څوک وو؟

د عبدالصمد رفیق په اړه لنډ معلومات

عبدالصمد رفیق د مرحوم حاجي تاج الدین زوی، د کندهار ولایت د پنځمي ناحیې اوسېدونکی وو.
لومړنۍ زده کړي ئې په محمود طرزي لېسه کي پیل کړې او په میرویس نیکه لېسه کي ئې تر دوولسم ټولګۍ پوري ادامه ورکړه.
په دغه جریان کي نوموړي د کندهار په مختلفو ښوونځیو، دولتي محفلونو، ځانګړو مراسمو او ملي ورځو کي تمثیلي پارچې اجراء کولې، کومیډي آشعار به ئې جوړول او په سندرو کي به ئې ویل.
د ۱۳۴۸ هـ ش کال وروسته نوموړی نه یوازي په کندهار، بلکي د کندهار څخه دباندي په مختلفو کنسرټونو،د ښادۍ محافلو او ښوونځیو کي تمثیل اجراء کړی او محافلو ته ئې خوښي او سکون بخښلی.
د ۱۳۵۲ جمهوريت په راتګ سره ئې خورا زیات شهرت تر لاس کړ، ځکه چي د جمهوريت په راتللو سره اولس د خوښۍ زیات محفلونه جوړول، ملي ورځي ئې په شاندارو مراسمو لمانځلې.
وروسته له هغه چي په ۱۳۵۵ هـ ش کال د میرویس نیکه لېسې څخه فارغ سو، په نوموړې لېسه کي د اداري کارکوونکي په حیث په دنده وګمارل سو.
د څه مودې وروسته البیروني لېسې ته تبدیل او په همدې لېسه کي د ښوونکي په صفت وګمارل سو.
د قانوني عمر په بشپړېدو سره په ۱۳۵۷ هـ ش کال کي د کندهار قول اُردو ته د عسکري خدمت لپاره ولاړ، چي هلته ئې هم د قول اُردو په هنري فعالیت کي ونډه لرل، چي عبدالرؤف کندهاری، خان ګل، قاسم جان او یو شمېر نورو ئې ملتیا کول.
کله چي په ۱۳۵۸ هـ ش کال د عسکري خدمت څخه ترخص سو، په همدې کال د افغانستان راډیو له خوا کابل ته وغوښتل سو، تر څو د ذهیني ازمویني په یوه پروګرام کي ګډون وکړي، چي د ګډون کولو وروسته د خلکو له خوا څخه ډېر تشویق سو.
ویل کېږي د نور محمد تره کي له خوا څخه غزني ولایت ته د هغه کنسرټ لپاره دعوت سوی وو، چي خپله رئیس جمهور ګډون پکښي کاوه.
صمد رفیق د ولي محمد کندهاري په ملتیا ګډون پکښي وکړ.
په همدې کنسرټ کي هر سندرغاړي د یوې _ یوې سندري ویلو نوبت درلود. کله چي د صمد رفیق نوبت سو نوموړي دا سندره وویل:
لور خرڅول کله ښه کار دئ _ بیا په پیسو خرڅول څومره بد کار دئ … تر پایه …
ددغه سندري د ویلو وروسته د وخت رئیس جمهور د نورو سندرو د ویلو غوښتنه ځني وکړه، چي نوموړي څلور نوري سندري هم وویلې.
د پروګرام په پای کي رئیس جمهور (نور محمد تره کي) ټینګ په غېږ کي ونیو او وې ویل: واقعاً تکړه سندرغاړی دئ.
هغه مهال چي په کندهار کي خلقي رژیم حاکم وو او د هغوی د مخالفو تر منځ اړ و دوړ شروع وو، د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره به عبدالصمد رفیق د خلګو له خوا څخه شخصي محافلو ته دعوتېدئ، چي نوموړي به د هغوی د غوښتني سره سم ګډون پکښي کاوه او د هیڅ ډول امتیاز غوښتونکی نه وو.
د هنري ګروپ مشر ئې محترم غلام فاروق خوشحال وو. نور ګډونوال ئې اختر محمد، نظر محمد، حیات الله ابدالي، استاد عبدالرحمن رحماني، عبید الله جان کندهاری، عبدالرحمن حمیدي، سید نور محمد شاه آغا، معلم شفیع، معلم رفیع او عبدالرؤف کندهاری ول.
د هنر دغه ګروپ د کندهار ولایت معارف ریاست ټول هنري پروګرامونه مخته وړل.
نوموړي په خپل هنري ژوند کي د هیڅ کوم شاعر کلام نه دئ ویلی، کومي سندري او کومیډي آشعار چي به ئې ویل هغه ئې د خپل ذهن او فکر څخه جوړول وروسته به ئې سندریز کول.
افتخارات ئې:
۱_ د کندهار په مجله کي د مطبوعاتي کنفرانس د تمثیل په برخه کي ثبت
۲_ کله چي کندهار ته د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون مشهور سندرغاړی (ظاهر هویدا) راغلی وو، عبدالصمد رفیق د هغه سره د هنر تمثیل کاوه، چي د نوموړي له خوا څخه په ډېرو تحفو ونازول سو.
۳_ په کندهار کي د شهید سردار محمد داؤد خان د وخت والي( ایوب عزیزي) یو شفر قلم، چي نوک او پنګ ئې د سروزرو څخه جوړ ول، په تحفه کي ورکړ.
وایي کله چي به همدا والي کوم کنسرت او محفل ته تلی، نو لومړی به ئې د صمد رفیق پوښتنه کول چي آیا هغه موجود دئ کنه، که به چیري موجود وو ګډون به ئې پکښي کاوه، که به نه وو ګډون به ئې نه کاوه.
۴_ همدا ډول په شخصي محافلو او د ښادۍ په مجالسو کي د ګډونوالو له خوا څخه په بې شمېره تحفو نازول سوی دئ.
بدبختانه وبه وایـو چي د دین او وطن دښمنانو د ۱۳۶۰ هـ ش کال، د جدي د میاشتي پر ۲۲ نېټه په بې رحمۍ سره وواژه او د هنر هغه هستي ئې د تل لپاره جاویداني او خاموشه کړ، چي همېشه به د خوښۍ او ښادۍ مجلسونه په رنګین ول.
روح دې ښاد وي یادونه دې همېشه وي.

په مینه او آدب
عبدالخالق خاموش

*_ د ښاغلي حاجي علاؤالدین رفیق څخه یوه نړۍ مننه کوم، چي د شهید عبدالصمد رفیق د ژوند اړوند معلومات ئې راسره شریک کړل.

*_ په عکس کي عبید الله جان کندهاری او عبدالصمد رفیق لیدل کېږي.