کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد شیرجان مزدوریار پر مړینه د نیازمحمد مومند غمرازي

د ارواښاد شیرجان مزدوریار پر مړینه د نیازمحمد مومند غمرازي

نیاز مومند
۱۱-۶-۲۰۲۲

د غمرازۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې شیر جان مزدوریار د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې. شیر جان مې له ډیرې مودې راهیسې پېژانده. هغه یو روڼ آندې او زړور افسر و چې د خپل اګاهانه سیاسي او نظامي ژوند لویه برخه یې د خلکو د ژوند د ښه والي له پاره مبارزې ته بېله کړې وه. هغه یو ژمن افسر او وطنپال سیاستوال و چې د هیواد په کیڼ غورځنګ او اړونده سیاسي پېښو او بدلونونو کې یې خوزنده ونډه لرله. د خلکو سره یې مینه لرله او د هر چا سره یې په ورین تندي خبرې کولې. مړینه یې یوه لویه ضایعه ده. زه په داسې حال کې چې ځان په دغه غم کې د هغه د خواخوږو سره شریک ګڼم، هغوی ته تسلیت وایم او هغه اروښاد ته د جنت هېله کوم.

روح دې یې ښاد وي او یاد دې یې تل پاتې وي.

په درناوي

نیازمحمد مومند

هالنډ