کور / تازه خبرونه / چمن : په انګورو بار موټرونو ته، د تېر په څېر، اجازه نه ور کول کيږي

چمن : په انګورو بار موټرونو ته، د تېر په څېر، اجازه نه ور کول کيږي

د کندهار د انګورو د موسم د پيل سره سم، د تازه انګورو د صادرولو لړۍ هم پيل سوې ده، خو سوداګر شکایت کوي چي په تازه انګورو بار موټرونه يې د پاکستاني چارواکو له لوري درول سوي او د مخته تللو تګ اجازه نه ورکول کيږي.
سوداګرو ته د پاکستاني ګمرک د چارواکو له لوري ویل سوي چي له افغانستانه پر تازه ميوې بندیز دئ خو سوداګر وايي چي پدې اړه کوم رسمي اسناد او خبرتیا نده خپره سوې.
د یادولو وړ ده چي پاکستاني چارواکي د کال په بیلابیلو موسمونو کښي سوداګر او نور ملکي وګړي د ډیورنډ پر کرښه د اوښتلو پر مهال د مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ کوي.

نور جزیات د ډېوه راډیو په راپور کښي وګورئ :