کور / خبرتیا او پيغامونه / د نوميالي افغان لرغونپوه ارواښاد پوهاند محمد رسول باروي د لومړي تلين راپور

د نوميالي افغان لرغونپوه ارواښاد پوهاند محمد رسول باروي د لومړي تلين راپور

دا يادغونډه په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني په کوربه توب او اروپا کي د افغان کلتوري ټولنو ګډي جرګې او دلته مېشتو فرهنګيانو په همکارۍ د ۲۰۲۲زېږديز کال د جولای پر ۲۸مه د جرمني په کولن کي جوړه سوه.

د ارواښاد پوهاند باوري د لومړي تلین په دې یادغونډه کي چي سلګونو افغانانو ګډون پکښي کړی وو د ښاغلي سيدهاشم هاشمي لخوا د قرآن کريم په تلاوت پيل سوه،چلوونکې ميرمن مينه غریب باوري وه او د پيل خبري يې د افغانستان د کلتوري ودي ټولني مشر سيدحسن پاچا وکړې.

د ارواښاد پوهاند رسول باوري مشر ورور حاجي محمدجان باوري له کندهاره د ويډيو له لاري د ارواښاد پوهاند صاحب ژوند ليک وړاندي کړ.

ښاغلی محمدعاشق غريب د پوهاند رسول باوري د ژوند پر شخصي او سياسي ژوند وږغېد.

ښاغلي عبدالغفور لېوال له فرانسې د ويډيو له لاري د ارواښاد پوهاند صاحب د تاریخ پر ميتودولوژي وږغېد.

ښاغلي ډاکټر طارق رشاد په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کي د پوهاند باوري پر پنځه کلن  کار وږغېد.

ښاغلی اسمعيل يون د ويډيو له لاري د ارواښاد استاد باوري مسلکي، تدريسي او لرغونپوهني چارو او د هغه د ناچاپ اثارو د راټولولو، چاپولو او تدريسولو د چارو او ارزښت په اړه وږغيدی.

ښاغلي زرين انځور د پوهاند باوري او افغانستان د فرهنګي ميراثونو ټلويزيوني ارشیف په اړه وږغېد او يوشمېر مهمي انځوريزي بېلګي يې وړاندي کړې.

د پي ټي ايم مشر ښاغلي منظور پښتين د ويډيو پذريعه غونډه وستايله او د خپلي خاوري د لرغونو سیمو د سپړنو په برخه کي یې د پوهاند باوري علمي او مسلکي څيړنيز خدمتونه وستايله.

په چک کښي د افغانستان سفير ښاغلي شهزاد اريوبي د افغانستان د ستونزو يو مهم لامل هر ځل د تېرو علمي او پرمختيايي دورو سره د تړاو پرې کيدل وبلل، هغه وويل چي پوهاند باوري غوښتل چي موږ د خپل زريني ماضي د مدنیتونو سره بيرته وصل سو او په دې لاره کي يې ډيري هلي ځلي وکړې.

ښاغلي محبوب الله خان د ويډيو په ذريعه د پوهاند محمد رسول باوري د فرهنګي ارمانونو تر سرليک لاندي د خپلي مقالې ځيني برخي وړاندي کړې.

ښاغلي پښتون ځيرک د استاد د ملي او علمي شخصيت بېلابېل اړخونه ياد کړل او ويې ستايل، هغه د پوهاند صاحب د ناچاپ اثارو د چاپ وړانديز وکړ.

په دې برخه کي د پردې پر مخ د ارواښاد پوهاند باوري د ژوند او کار په اړه مستند فلم چي ښاغلي زرین انځور لیکلی او ښاغلي موسی رادمنش یې ډایرکټ کړی و، وښودل سو.

د ارواښاد پوهاند محمدرسول باوري د لومړي تلین په مناسبت يو شمېر پيغامونه رارسيدلي ول چي د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام او د سلام فرهنګي ټولني پيغام ښاغلي عتيق باوري ولوستل، په استريا کي د افغان ولس کلتوري ټولني او د بهرمېشتو افغانانو شورا پيغام ددې شورا مشر ښاغلي ډاکټر فضل رحمان ولوست، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني پيغام ددې ټولني مشر عبدالله احسان، په پاريس کي د افغانانو د يووالي او کلتور ټولني پيغام ددې ټولني مشر، شاه رسول اورياخېل، ښاغلي افضل ټکور په لندن کي د افغانانو او فرهنګيانو په استازيتوب پيغام ولوست.

ښاغلي ميرويس افغان د ارواښاد پوهاند باوري د اثارو د ډيجيټل کولو او انلاين خپرولو د وړانديز تر څنګ د پوهاند رسول باوري په نوم د يوه څيړنيز مرکز يا اکاډمۍ د جوړيدلو وړانديز وکړ.

ښاغلي رحمت الله زيارمل د ارواښاد پوهاند باوري په مستقيم او غیرمستقيم ډول د افغانستان د کلتوري او تاريخي ميراثونو د راسپړلو او څيړلو په چارو کي د هغه د خدمتونو ستاینه وکړه او د دوام غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي سعيد شينواري د ارواښاد پوهاند رسول باوري د علمي، مسلکي او رسمي کار سره د ميني او ملي ژمنتيا په زړه پوري بېلګي يادي کړې او په پای کي يې د هيواد د روانو چارو په باب شعر ووايه.

ورپسې غونډي ته دلاندي فرهنګيانو :
حضرت ولي هوتک ، دلاور نذیزوی ، میاخېل صاحب، ډاکټر اکرم خپلواک ، پوهندوی شیرشاه رشاد، خوږه کاکړ د کاکړ بنسټ په استازيتوب، پوهاند ډاکتر لعل پاچا آزمون ، پوهاند عثماني، پوهاند هوتک ، مسعودي صاحب د ملي موزیم پخواني ریس پيغامونو لنډيز وښودل سول چي له افغانستان او بېلابېلو هيوادونو د غونډي په ادرس راليږل سوي وو.

په پای کي فرهنګي شخصیت حاجي امين باروي ددوی د کورنۍ په استازيتوب له کندهاره د مشر حاجي محمدجان باوري لخوا راليږل سوی د منني پيغام ولوست او د ارواښاد پوهاند محمدرسول باوري د لومړي تلين دا غونډه چي د ماځيګر پر پنځه بجې پيل سوې وه ماښام نهه نيمي بجې د ښاغلي حاجي فضل الرحمان لخوا په دعا پای ته ورسيده.

دا غونډه له لراوبر فېسبوکپاڼي په ژوندۍ بڼه خپريدله اوس يې هم بشپړ ويډيو پر لاندي لينک ليدل کيدای سي:


د يادوني وړ ده چي تر خوراک څښاک وروسته له بېلابېلو هيوادونو راغليو د کلتوري ټولنو مشرانو ، استازو او په بهرنيو هيوادونو او په ځانګړې توګه اروپا کي د کلتوري ټولنو فعاليتونو پر پراختيا او په اروپا کي د فعاله ملي فرهنګي ټولنو د جرګې جوړلو پر ارزښت او اړتيا بحث وکړ.

پای