کور / تازه خبرونه / پكتيا- له كرومايت ډبرو بار ۷ موټر نيول شوي!

پكتيا- له كرومايت ډبرو بار ۷ موټر نيول شوي!


نن د پكتيا ولايت په سيد كرم ولسوالۍ كي له كرومايت ډبرو بار ۷ لارۍ موټر نيول شوي ، د ا لاس ته راوړنه د پكتيا پوليسو په هڅه او هاند شوي ده .


د سيد كرم ولسوال ښاغلي حاجي آغا ګل په وينا له دي ۷ لاريو سره ۷ تنه هم نيول شوي چي د پوښتنو ګرويګنو لپاره يي د مركز ګرديز امنيه قومندانۍ ته استولي.


ويل كيږي چي د كرمايت دغه ډبره د لوګر ولايت څخه قاچاق كيږي او ګاونډي هيواد پاكستان ته ليږدول كيږي.


دا په داسي حال كي ده چي څه موده وړاند هم ۷ موټره ډبره په همدي ولسوالۍ كي نيول شوي وه .