کور / هراړخیز / درې رنگونه زر رازونه

درې رنگونه زر رازونه

نذرانه:
د 2021 کال, د افغانستان د سقوط په شېبو کې, په کور دننه و دباندې, د خود جوشه خپلواکۍ لمانځنې مهال, په ننگرهار او کونړ کې, پر ملي بيرغ, شهيدانو ته!

درې رنگونه زر رازونه

توره شپه او سور سهار, زرغون جهان
کائنات ملي بيرغ مې د افغان
درې رنگونه, زر رازونه, حکمتونه
تور و سور, زرغون مضمون دی ناپايان
بې تعريفه تور عدم کې سره غورځکه
زرغونه شوله هستي, زمان, مکان
څو څپان کهکشانونه ميليارډونه
موج پر موج به وي افغان بيرغ رپان
توره, سره, زرغونه داسې رنگيني ده
بل ښايست په ياد کې نه لري آسمان
د دې درې رنگه جلوو په جاذبه کې
سل صفونه, صد سلام کا تاووسان
خور په تور, سره, زرغون تار سره خامک کړه
غاړه واغوسته لالي ملي ارمان
تور ابهام کې سور تلاښ, زرغونې پايلې
دا ناموس د طبيعت دی جاويدان
تورې شپې او سرې غرمې, زرغونې هيلې
ژوند مزل_ مزل, پړاو_ پړاو روان
تورو وريځو کې تنا انفجارونه
د سره اور له غېږې زيږي برگستان
تور گلاب, سره يې ځوزان, زرغونې پاڼې
دې مزاج ته دي حيران سخنوران
تور بورا, پر سره گلاب, په شنه باغچه کې
د کمال په کرشمه کې ورک چشمان
تور سنبل, سره گلگلاب په شنه منا کې
د گلرخو د خواهش ساز و سامان
د گورگورو و سنځلو مست موسم دی
او په بېرو کې ټالونه اوېزان
د هر گل په رنگ و بوی کې نقاشي دی
د ريحان او د زعفران, چمنستان
تور سېرلي او سره اوښان په شنه ورشو کې
د شپونکي شپېلۍ محشر کوي شادان
تورې مېږې, سرې بزې او شنې لمنې
پۍ و کوچ او های و هوی, منډې, کوچيان
وربلونه په باد لوبي کيږدۍ رېږدي
لاله خپور پر شنو غونډيو سور الوان
تور ټوپک ته د ښکاري يې, ښکر نښان دی
سرې هوسۍ کا رم د رنگ په شنه دامان
تورې څڼې, سرې رخسارې, په څرخ ناڅي
زرغونه دسمال په لاس پېغلې ځوانان
تور بلبل او سرې سندرې, په شنه ښاخ کې
خدای پخپله خپل کمال ته دی حيران
تور تارو په سرو نارو پکښې تاويږي
سراسر ساز و سندرې نيستان
زر داستانه, آذانونه, خوند خبرې
بلبلان دي, سره چرگان دي, شنه طوطيان
* * * * *
کفر_ کفر کيفيات پکښې نافذ دي
تور چشمان او سور پيام, شنه چشمکان
په تور چم کې, سور سينگار, سره خزانه ده
تک شين خال يې شين زمری دی نگهبان
تور پرتوگ او سور کميس, زرغون پوړنی
کيفيت د لېونتوب دی د انسان
تور بنگړي او سره لاسونه په شنه باغ کې
ستون پر کومه? را سه کسه دا بوستان!
تور زلفان, سره باړخوگان دي د شين سترگي
ايماندارو! ور ته دود کاندئ ايمان
تورې سترگې, سره, په شنو ونو کې ناسته
ډوب څپو کې د رنگونو گلستان
تور گرېوان کې اناران د پېغلچکو
غوړېدلي زرغونه پرې پوړينان
تور گودر په سره سالو لمبه_ لمبه دی
له خندا دي ور ته تکشنه چناران
لونگ دیو دی, سرې و شنې مرۍ بلاوې
امېلونه وحشتونه پر گرېوان
تور بخمل او د سرو زرو هار په غاړه
په بوستان کې پسې سترگې درست گلان
مرموز سيوري, سرې بوسې, په شنو پردو کې
د مهرويو خاندان دی مهربان
تورپېکۍ, سره سالوواله, شينخالۍ ده
په حساب يې نه کښېوزي مينان
تور تالو او سورکۍ شونډې, شنې خنداوې
عبارت بويه ژوندون له دا دهان
تور مژگان دي او سرې اوښکې, شنه خالونه
لامبو_ لامبو د رنگونو په باران
چې د عشق په تور, احساس د سرخرويي کا
صد سلام پر سبزه ذهنه عاشقان
په تور ماسک کې سرخرويي د ښځي ښخه
سپين آيين کې زرغون شان نه دی عيان
تور طالب پر مستو سرو حورو شهيد دی
د برباد په باد شين شال وړي د زنان
د تور جهل په سرو سپو نجونې داړلي
شنه انگړ کې د کلا خروړي سپيان
تور څلور دېواله کور, په سره کلا کې
شين پلوو ملاليو ته زندان
* * * * *
د تور مني او سره ژمي شواخون دی
شين سپرلی دی, حرارت د تابستان
پر درې رنگه د خزان بری ناشونی
کال څلور فصله گلونه دي خندان
جار تور لاس او سرې تڼاکې, شين وطن مې
د کارگرو, د بزگرو, د باغوان
تورې دښتې, سرې غلې کړي, شنې شوتلي
په دعاوو, په درود لمانځو دهقان
پر تبۍ ده سره ډوډۍ, ابۍ! څه بوی دی!
شکر_ شکر غوړېدلی شين سترخان
خوږ, ترسکون دي, ښه ترخه دي مزه داره
تور توتان, سره اناران, شنه مرچکان
تور بانجان دي, سره روميان, بېنډۍ نازکې
اشتها, وږم, ليلا, دېگ و دېگدان
يو زردکې, بل تازه مولۍ سرخکې
ترکاري ده فرمايش د آغا جان
تورې زلفې, سره شېرينه, شنه لباس کې
هندوانه ده ننداره د خدای د شان
* * * * *
د فضا بيان ته هر کلام گونگی دی
تور آسمان او سرې غزلې, شنه تاکان
هم د تور دی, هم د سره لېبل محفل دی
تر تاک لاندې تونگاچه, ساز و شوقيان
تور ماښام, د سره شفق په سره منظر کې
شنه خمونه سوغاتونه د سبحان
تور قلم او سره شعرونه پر شنو پاڼو
کتابونه, زموږ مکتب رنگين کمان
مشکی آس دی, سور رباب, شال کې درخو ده
ميناتور دی د داستان د آدم خان
تور کنار و سور خمار, واله, سبزه ده
خم په خوا کې د خيام پر و پيمان
تور په پوري, د سره عشق, په شينکي کيف کې
په سماع کې مولانا مست و ځرخان
مشق عشقي غزلي, مست عاشق “خوشحال” دی
شگفته دی لاله زار پر شنه بیابان
څرخي, ناڅي تورو, سرو او شنو جامو کې
“د باگرام ترکي په شعر د رحمان”
تروږمۍ او سره شراب, په شنه پياله کې
د حميد د خيال په غېږه کې جانان
تور بلبل يې سرپرست, قالين گلاب دی
شنو نشو کې شگمحل د غني خان
د ليلا وطن پالنگ رنگ په درې رنگه
څه گلرنگه دی آهنگ د ملنگ جان
تور خطونه, پر سرو پاڼو خطاطي دي
زرغونه پوښ کې را نغښتی دی قرآن
تور جلال دی, سور جمال دی, شين کمال دی
د وجدان دی, د رومان دی, د عرفان
* * * * *
تور نغري کې د پاچا غوړې لمبې دي
د شنو چايو بانډارونه ښه ياران
تور دېوان, سرې شاپېرۍ, شين کوه قاف دی
څه تابلو ده رسم شوې په قرآن!!!
له تور څاه دی خون آلود يوسف را وتی
شنو خيالو کې زليخا يې د کنعان
تور شهباز او سور رباب له شنو زومبکو
زمزمې دي, ساز و باز د روهستان
تروږمۍ ده, سور نغری دی, شنه دراوۍ ده
د عشق ساری نسته بل کاکړستان
تور ترهگر, له سرو لمبو سره پر توی دي
لولپه مې سوات, تکشين وزيرستان
د تورغر او د سورغر د غرور نکل
د شاندارو شنو غونډيو غونډ داستان
هم نشې, هم تماشې په شمالي کې
تور گيلاس, سور ارغوان, شين تاکسنان
د غاټول جنډه بالا د بلخ مزار کې
د ملي جنډۍ ډيزاين ذوق د يزدان
چين مين پر جلغوزيو د ځاځيو
په سره شوق گوري ځنگلو ته د ميدان
تور پلو کې, سرې مڼې ټولوي پېغلې
په بڼو کې د وردگو د ميدان
تور بازان, په سرو منگولو, شنو درو کې
په ښکار گرځي د پنجشېر او بدخشان
تور تېري ته, سور گوزار, د شنه زمري دی
نه غوڅيږي, نه نړيږي مې واخان
توره بوړه ده, سرخرود د ننگرهار دی
روماني عشقي سفر دی د لغمان
د رستم د تخت په تور خلوت کې راز دی
سور کوتل, شين اندراب, باغي بغلان
د تاريخ کافرستان لا د لمر تاج وو
د سرو ميو شنه نشه ده نورستان
په تور بريد کې د بودا کهول شهيد دی
په زړه شين دی پرتمين برم د باميان
د تور ذهن, سره بټۍ کې, تازه پاڼې
سوځي_ سوځي د نارنج د باغستان
تور نفاق ته خاتمه, په شير سرخ کې
د صابر ملنگ د شنه وږي نښان
تور انگور دي, سره اناف او شنه بادرنگ دي
خوند و رنگ دی سراسر هري, سيستان
تورې ونې, سره بادام, زرغونې څانگې
د زابل او دايکندي او د روزگان
تور لېمڅي و سرې غالۍ او شنې توشکې
لوی درياب فارياب د رنگ, بلخ و جوزجان
د کعبې تور تقدس پکښې ترتيب دی
د عرب سور ريگستان, تازه رضوان
موج د تور سمندرگي د مرغلري
د سره بحر پر ساحل عدن ودان
د هوس او هيجان رنگه لهرونه
هو! همدا هغه هولي د هندوستان!
په سکرو پسې مو مړې تورې بلاوې
په ياقوت او زمرود پسې ماران
تور لوگي د ځمکې سږي لاندې کړي
اور اخيستی امازون سخت و سوزان
* * * * *
په تور رزم, په سره بزم کې را شين دی
د سرباز دی, د ساقي دی اطمنان
د رستم تورې منگولې سرې سينه کې
د سهراب, ښکلي چنار او پهلوان
تور مغول ته, سور سنگر, شنه پښتونخوا ده
د خوشحال, د ايمل خان او د روښان
تور يرغل, سره حماسه د ستر ميرويس ده
زرغونه زنگوي زوی لوی احمد خان
تاج د تورو, سرو او شنو جواهراتو
صفوي سپاري محمود ته اصفهان
تور جنگونه, سره لمرونه, ميوندونه
شنه شالونه د ملالو يه قربان
تور زندان له سرخرويۍ او سره ارمانه
شين جنت دی د ملنگ خان پاچا خان
د تور جهل په جهان پورې سکروټې
زرغونه هدف ته درومي شاه امان
تور نقاب د ثريا له سترگو ايسته
په سور مخ, په ننداره د شنه پغمان
تور ملا او سور بچی انقلابي مې
شنه رگونه په ضربان لاس و گرېوان
تور پتنگ ده د لمبې پگړۍ وهلې
زرغون شال پر سروي نه سربازان
توره تبه کې, د سره خوځون پاڅون دی
د سرسبزه اميدونو قهرمان
تور دوزخ, سور جهنم د معرکې دی
مېشت بهشت کې دی اتل مرد ميدان
تور برېتونه او سرې سترگې, سره آسونه
شنو درو کې انقلاب ته په جولان
چې تور واخلي, سره آسان, پر شنو پېچومو
جارايستای شي څوک له لارې اتلان?
تور شکست خوري, په سرو سترگو, شنه ملاماتي
څه په درد خوري دا ځواني او دغه ځوان
بيا تورتم, بيا شبيخون, بری زرغون دی
بيا آزمون دی د آسمان او د زمان
تور نصيب وي او سرې وينې, شنه خيالونه
دا دورې دي د گردون او د دوران
تور توپان او سور سېلاب پر شنو فصلونو
تل ناتار کا نه تميږي له تالان
د تور جبر, سره شيطان جنت لوټلی
“که د خدای له لوري هسې دی فرمان”
تور لاهور, د سره کابل پر ستوني سپور سو
شنه خوبونه را خراب کړه خره ناځوان
تور تېری او سره دفاع مو مقدر دی
دا سرسبزه سردرې مو دی ايمان
تور جابر او سور ابليس, زرغون ايمان مو
ازمويلي د تاريخ سخت امتحان
تور فرمان د استبداد پکښې ساتلی
اور, ايره شه شين دفتر و شين دېوان
تور غليم ته, سره تبۍ مو شين چمن دی
دوی خو نه دي بې دليله لېونيان
و تور مخو ته, سور سترگي داسې درس دی
د جنت جلگې ور جوړي يې نيران
له تور خوب څخه, د سره پاڅون څپه ده
د زرغون ذهن منزل ته ځي کاروان
د تورتم په تل کې سره حماسه پالي
د نېکمرغې زرغونې سولې ارمان
تور شيطان او سرې رنډۍ ته نه ټيټيږي
چې را شين يې وي شرف په روح و ځان
په تور ياس کې, سور مورال د شنې بريا دی
آب و تاب د پولادي عزم تابان
په تيارو کې سرې شغلې, زرغونې وړانگې
پرې مو زړونه و ذهنونه څراغان
* * * * *
په تورتم کې, سور راوي, د شنه سبا دی
دا شهکار د تمدن دارالامان
د تور, سره او زرغونه رنگ له مضمون به
څه لذت زبيښي بد ذوقه و نادان
تور موجونو, سرو څپو او شنو لهرو ته
مگر مړ وي که وانخلي هيجان
تور ملا, سره کمونيست, شنه مجاهد مې
پر بازار کړلو ملي ناموس ارزان
هم تور زهر, هم سره شات او شنه شفاء ده
هم مرگی دی, هم د ژوند لري امکان
تور نېښونه, سرې مچۍ, شنه کندووان دي
کان دوکان دی نه تشيږي نوش جان
مخ به تور وي د سوربرېتو, د ترهگرو
وي به هسک پر شنه تپه د اکبرخان
تور بادونه, سرې سيلۍ, شنې خرگرۍ دي
لا په شغ رپي په خروښ کې د توپان
ټک پټۍ د تور گوزار و سره پرهار ته
و شنه دوک, بدو دردونو ته درمان
تورې سترگې سيل د سرې او زرغونې کا
ترې اوبدلی د بوډۍ د ټال ريسمان
تور کچکول کې دی سور عشق ملنگ راوړی
سوغاتونه برگ سبز د دروېشان
تور کوگل کې د سره زړه له نغمه باغه
عبارت مو دی وجود, روح و روان
تور لاسونه, سره گرېوان کې, شين ريشخند دی
مگر مړ دی د افغان ملي وجدان?
تورې ماتې, سره بري, زرغونې هيلې
په تاريخ کې مې تعريف افغانستان
درو رنگونو ته مو هر افغان “خوشحال” دی
“اتفاق ور سره نشته ډېر ارمان!”
تور کباب يم په سره سيخ د بې وسيو
شين قسم دی که تر ځان وينمه خان
پر تور ذهنو, سور غضب, د شنه زمان يم
“يا به و خورم ککرۍ يا به کامران”
د الله که د غازي امان الله دی:
دا حکمت په درو رنگو کې نمايان!!!
تورې څڼې, سور سجود, په شنه محراب کې
پېش امام ملي بيرغ مو عاليشان
تور عصيان, سرې سرکښۍ له شنو شيوخو
د ملي منبر پر سر هسې اعلان
تورې خيرې, سور ثواب له مخې مينځي
شنه روضه کې رياضت عظيم الشان
د ارگ عرش به بيرته بيا د شپې له ديوه
د سرو, شنو شغلو په غشو وي امان
وي د تورو او يا سرو, زرغونو ځمکو
بېل رنگونه يو وجود انسانستان

8 جوزا 1401
29 نومبر 2022
محمديار يار