کور / #PTM / پښتون ژغورني غورځنګ په اروپا کي منظمېږي او پراخیږي

پښتون ژغورني غورځنګ په اروپا کي منظمېږي او پراخیږي

په ځینو اروپایي هیوادونو کي دا پروسه تر کار لاندي ده او نورو کي به د ټاکنو او تنظیم سازۍ دباصلاحیته کمیسون لخوا په نژدې راتلونکي کښي پیلیږي او باور دی چي په ښه توګه به بشپړیږي.

پي ټي ایم په اروپا کي د منظم کیدو په حال کي دی.
د غړیتوب او تنظیم چاري په سویډن، بلجیم او فرانسه کي بشپړي سوي دي او نور به هم پراخیږي.

دلته به اوس تر پخوا په منظمه توګه د غورځنګ د مرکز سره همږغي او همکاري پیلېږي.
تاسو که د اروپا اوسیدونکي یاست یا دلته ملي ګټو ته ژمن خلک پیژنئ نو ویې هڅوئ چي پخپلو هیوادونو کي د ټاکنو کمیسون یا پي ټي ایم د فعاله غړو سره خبري وکړي، د غورځنګ ملګري سي او د خپلو خلکو د انساني او مدني حقونو د ژغورني او دفاع په دې سوله ایز او بشردوسته کاروان کي خپل ملي، انساني او اخلاقي مسولیت پر ځای کړي.

پي ټي ایم په دې کلک باور لري چي #لراوبریوافغان دی او ددې لویي جغرافیې د هري سیمي نا امنه کیدل د ټولي جغرافیې د نا امنۍ او بدبختۍ معنا لري چي تاوان به یې افغان ته رسیږي خو ګټه یې پنجاب او هغو هیوادونو ته رسیږي چي زموږ سره د دوستۍ سابقه نلري.

د #PTM مشرتابه او غړي که په سهیلي پښتونخوا، ږوب، سوات، باجوړ او وزیرستانونو کي د پنجابي پوځ د ظلمونو او یوار بیا د نا امنیو د پیلېدو خلاف دي همداسي د افغان ښځینه محصلینو سره د زښت چلند، د شپږم ټولګۍ پورته نجونو د تعلیم بندیز او د پخواني افغان نظامیانو چي عمومي عفوه ورته سوې وه، د تعقیب او هدف ګرځولو د ژر تر ژره مخنیوي غوښتونکی دي او دا ټول د معاصري نړۍ د تهذیب او نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼي.