کور / سياسي / « زموږ ملي ستونزه »

« زموږ ملي ستونزه »

ډاکټر صادق ژړک
نن سبا ډېری ملګري په دې کي بوخت دي چي پښتانه( افغانان) څنګه له دې دلدل څخه راوباسي ، دا يو داسي دلدل دی چي نه يواځي په سيمه ايزه توګه بلکې په نړيواله کچه پښتانه( افغانان ) د جبر په لومه کي ګېر دي او دغه کيسه تر يوې پېړۍ واوښتله چي ښکېل دي . په وار وار په اجتماعي ډول هڅي شوي دي چي له دغه دلدل څخه ځان راوباسي ، خو له بده مرغه په دې هڅو کي پښتانه ( افغانان ) نه دي بريالي شوي .
ددې ډېر لاملونه شته چي موږ تر اوسه څنګه له دې دلدل څخه ځان نه دی ژغورلی . زه يې تر ټولو غټه لامل او ستونزه دا ګڼم چي له کله څخه د پښتنو جغرافيه يعني افغانستان د عالمي قوتونو برطانيه او روس د بېلابېلو معاهدو په نتيجه کي تقسيم شوی دی ، ځيني سيمي په وسطي رياستونو ، ځيني سيمي په پارس ( اوسنی ايران) ، پاکستان او کشمير کي اشغال شوي دي ، چي تر څو پوري دغه پيوستون موږ بيرته په خپل قوت او مېړانه سره يو نه کړو تر هغو پوري موږ په لراوبر وطن کي د ښې ورځي خاوندان کېدلای نه شو .

د حل لاره :

لکه څنګه چي مو د ټولو ستونزو سرچينه دغه بېلتون ګڼلی او حل لاره يې هم هغه وخت راوتلای شي ، چي پښتانه ( افغانان ) د پورتني غرض لپاره يو بېن الافغاني ګوند رامنځته کړي ، د ګوند تر رامنځته کېدو وروسته چي ددې کار لپاره په هره معنا لامونه وتړل شي او بيا د يوې ملي جرګې په نتيجه کي د ټولو اشغالګرو قوتونو په وړاندي يو ستر ملي پاڅون وشي ، بيا نو د نړۍ يو قوت هم ددې مخه نه شي نيولای . ځکه خو پښتانه متل کوي چي :
د قام ناتار په قام راګرځي
او ستر خوشال خان وايي :

څو ونه وهې په دواړو لاسو توره
چا ملکونه په مراث نه دي موندلي

او فخر افغان باچاخان بيا ويلي دي چي :

چي پښتون پښتون شي د چا پلار يې غلام کولای نه شي .
په درنښت
ژړک