کور / تازه خبرونه / طالبانو یو بل هنرمند نجیب شریف نیولی او شکنجه کړی دی

طالبانو یو بل هنرمند نجیب شریف نیولی او شکنجه کړی دی

د استاد نجیب د کورنۍ یوه غړي لراوبر ته وویل تحقیق اخیستونکو طالبانو دداسي پېښو او کسانو په باب پوښتني ګرویږني ورڅخه کولې چي ده نه پیژندل او نه یې تر دې مخکي کله نومونه اوریدلی وو.

طالبانو په کندهار کي د انجنیر نجیب شریف په نوم یو هنرمند د کور د مخ څخه بیولی او شکنجه کړی دی.
نوموړی د نومبر پر ۷مه نېټه ماځیګر د خپل کور له مخه وسله والو طالبانو نیولی د نوموړي د کورنۍ د غړو په حواله، استخباراتو د یوه ترهګر غوندي بد چلند او په داسي حال کي تحقیقات ورڅخه کړيدي چي پرله پسې یې شکنجې ورکولې.

استاد نجیب شریف د تحقیقاتو پر مهال د وهلو او سختو شکنجو په نتیجه کي فزیکي ژوبل سوی دی او په رواني لحاظ سخت نا ارامه کړل سوی دی.
نوموړی د نومبر پر ۸مه تر هغه وروسته خوشي سو چي زوی یې پر ټولنیزو رسنیو د پلار د نیولو او شکنجې خبر خپور کړ او د هغه د خلاصون غوښتنه یې وکړه.

د هغه د کورنۍ غړي وایي نه پوهیږي چي انجنیر نجیب شریف د خپلي کورنۍ یوازنی سرپرست ولي بېګناه یووړل سو او شکنجه سو؟
طالبانو نه د هغه د نیولو لامل ښوولی او نه یې هم د خوشي کیدو په باب څه ویلي دي.
تر دې مخکي د کندهار یو بل هنرمند او ټوکمار عطاالله زر شاوخوا لس ورځي ظاهراً د یوه کس سره د لفظي شخړي له امله بندي سوی او فزیکي شکنجه سوی وو.