کور / خبرتیا او پيغامونه / د صالح محمد زیری په مړینه د نیاز مومند پیغام

د صالح محمد زیری په مړینه د نیاز مومند پیغام

26-11-2022

د ډاکټر صالح محمد زیری په مړینه په واقعي مفهوم په ژوره توګه غمجن او خواشینې یم. ځکه چې هغه نه یواځې د ډیرو عالي صفتونو څښتن او د هیواد د معاصر دموکراتیک غورځنګ د بنسټ ګرو له ډلې څخه و، بلکې زما په شمول د ډیرو ګوندیانو له پاره یې د مربي او لارښود حثیت لاره.
خو مرګ یو داسې واقعیت دې او یو داسې نا بللې میلمه دی چې یوه ورځ د هر چا دروازه ټکوي او یوه ورځ د هر چا میلمه کیږي. دا هم یو واقعیت دې چې د دغه نابللي میلمه د منلو نه پرته بله لار نشته دئ.
زه د اوږدې مودې په ترڅ کې د صالح محمد زیری نږدې همکار وم او د هغه د ډیرو لوړو انساني صفتونو او سیاسي ځانګړنو سره بلد یم چې د هغوی د ټولو یادونه په دې لنډ پیغام کې ناشونې ده. نو یواځې به دومره ووایم چې هغه د هیواد ملي ګټو او ملي یووالي ته ټینګه ژمنه لرله. د هیواد هر اړخیز پرمختګ او د ټولنیز عدالت تامینول یې لوی ارمان و. د دغه ارمان د تحقق په خاطر یې نه یواځې پخپله په پرله پسې توګه مبارزه کوله، بلکې د ټول ګوند په بسیجولو کې ېې فعاله ونډه لرله.

ارواښاد صالح محمد زیری

زما په آند صالح محمد زیری د ګوندي یووالي سیمبول او د مبارزې د اعتدالي لارو چارو سرلارې و. صالح محمد زیری داسې مخکښ شخصیت و چې د هیواد د معاصر دموکراتیک غورځنګ په سلګونو ځوانان یې د هیواد پالنې او ولس پالنې په روحیه روزلی و. هغه د ستونزو په وړاندې نه ماتیدونکي پولادي اراده لرله او د ژوند د ډیرو تودو او سړو څخه سرلوړې او سرفرازه راوتلې و. د هغه سیاسي او ادبي لیکنې او ژباړې په تېره بیا د کلیلې دمنې او د فردوسي شاه نامې ژباړه یې تل پاتې یادګارونه دي.
زه په داسې حال کې چې د ډاکټر صالح محمد زیری مړینه د هیواد معاصر دموکراتیک نهضت ته ستره ضایعه بولم، د هغه سپیڅلي روح ته د دعا لاسونه لپه کوم او د هغه د نازنینو بچیانو : نجیبې، هارون او همایون او نورو خپلوانو، ملګرو او دوستانو سره په دغه لوی غم او ویر کې ځان شریک بولم او دا وایم چې هغه ارواښاد ته دې خدای بهتر جنتونه په نصیب کړي.
روح دې ښاد او یاد دې تل پاتې وي