کور / خبرتیا او پيغامونه / د جنرال محمد هاشم نوري په مړینه د نیاز مومند د غمرازۍ پیغام

د جنرال محمد هاشم نوري په مړینه د نیاز مومند د غمرازۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې جنرال محمد هاشم نوري د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۷ نېټه د سهار په ۱۱ بجو د بروکسل په یوه روغتون کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او خپله ټوله کورنۍ، ملګری او دوستان یې تر شا غمجن پرېښودل.

جنرال محمد هاشم نوري مې د ۱۹۶۸ کال څخه د کیف په ښار کې د زده کړو له وخته پېژانده چې وروسته زموږ دغه پيژندګلوي په سیاسي ګوندي ملګرتیا واووښته. زموږ دوستانه اړیکې دومره صمیمي وې چې کورنیو مو یو له بله سره تګ راتګ او ناسته ولاړه لرله. نو د هغه په مړینه نه یواځې زه، بلکې زما ټوله کورنۍ په واقعي مانا غمجنه ده. مګر مرګ یو تریخ واقعیت دې چې یوه ورځ ورسره شاه او ګدا یو شان مخامخ کېږي. مرګ یو داسې غم دې چې ژوندیو ته یې منل اسان کار ندي. خو د صبر او زغم نه پرته بله لاره نشته دی.

محمد هاشم نوري نه یواځې د هیواد د وسله وال پوځ یو تکړه مسلکي جنرال، بلکې یو پیاوړې سیاستوال او ګوندي کارمند هم و. هغه د هیواد د ترقۍ ، د خلکو د ژوند د سوکالۍ او ټولنېز عدالت د تامینولو ارمان لاره او دغه ارمانه ته د رسیدلو له پاره یې منظم سیاسي، سازماني کار مهمه وسیله ګڼله، نو تصادفي نده چې هغه د خپل پوځي ژوند لویه برخه سیاسي – سازماني کارونو ته وقف کړې وه او په دې برخه کې یې ښې بریاوې لرلې. هغه د یوه صادق، ځان تیرې او وظیفه شناس شخص په حیث د خپلو هم مسلکانو د جلب او جذب مرکز ګرځیدلې و.
زه په داسې حال کې چې د هغه مړینه یوه لویه ضایعه بولم، د هغه روح ته د دعا لاسونه لپه کوم. خدای دې بهتر جنتونه په نصیب کړي. د هغه کورنۍ : پتمنې میرمنې او اولادونو، اباسین، آرین، یما او وږمې ته د ځان او خپلې کورنۍ له خوا غمرازي ښکاره کوم او هغوی ته د لوی صبر او زغم غوښتنه کوم.
روح دې ښاد وي
او یاد دې تل پاتې وي
نیاز مومند او کورنۍ