کور / هراړخیز / د امپراطوریو هدیره

د امپراطوریو هدیره

راته ویل یې :
افغان یې؟
ما ورته ویل هو.
ویل یې ” نو افغانستان ته ولي د امپراطوریو هدیره وایي؟”
ما ورته ویل چي” دا ځکه چي د سکندر،چنګیز،انګریز ،روس………. او غرب امپرواطورۍ همدلته دړي وړي سوې او ښخي سوې”.
ویل یې بوووووووووووووووووووو.دا خو به اوس ډیره لویه هدیره وي؟
ما ویل هو بالکل.
ویل یې:” د بلي امپراطورۍ د ښخیدو مو ځای جوړ کړیدئ؟؟؟”.
ما ویل هغه بیا کومه امپراطوري ده؟
ویل یې ” د اسلام امپراطوري به وروستی مړی وي همدالته به ښخیږي او وروسته به دا به د نړۍ د تاریخي هدیرو تر ټولو ستر موزیم وي”.
ماویل “څه شي؟”
ویل یې ” څه چي دي واوریدل….. ډیر ژر به یې ووینې”.
دا کیسه یو کال او پنځه میاشتي مخکي وه ،خو زه ساده پټان چي د غرور پر نیلي سپور وم په ډیره بې باکۍ مي ورته وویل ” ګوز…….نه که په پیسو وای بیا دي نه ویشته “.خو د ورځو، شپو،اوونیو او میاشتو په تیریدو هره ورځ د دې سره کاپر خبري مي ازاروي او اوس تر دې رسېدلی یم چي یوازي او یوازي د جنازې او پاتا (فاتحې) اعلانونو ته منتظر یم .چي دا به زما اروایې ( روحي) تکلیف وي او که خبره هم ……………………
عبدالمجید “ارغسانوال”
د ۲۰۲۳ کال د جنوري ۱۰ نیټه