کور / تازه خبرونه / پكتيا – ولجه منګل كي د يوي مدرسي د بنسټ ډبره كيښودل شوه

پكتيا – ولجه منګل كي د يوي مدرسي د بنسټ ډبره كيښودل شوه

د پكتيا ولايت په لجه منګل ولسوالۍ كي د يوي ديني مدرسي د بنسټ ډبره د پكتيا ولايت د ولايتي شورا مرستيال ښاغلي ښائسته جان احدي لخوا كيښودل شوه.

د غه مدرسه چي په ۳ جريبه ځمكه كي په پاخه او اساسي ډول جوړيږي ، د يو باب مسجد سربيره ، اداري او تدريسي لس خوني لري چي دګرديز بيارغوني ټيم لخوا په ۵۸۰۰۰ زره امريكايي ډالرو جوړيږي.

ددي مدرسي د بنسټ ډبره په داسي حال كي ايښودل كيږي چي څه موده وړاندي د پكتيا مركز ګرديز كي د يوي لويي ديني مدرسي كار پيل شو چي څه باندي ۱۳۰۰۰۰۰ امريكايي ډالره پري لګيږي.

دا په داسي حال كي ده چي پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد د پكتيا په ټولو ولسواليو كي ديوي ، يوي ديني مدرسي د جوړيدو ژمنه كړي وه.