ولسمشر کرزي پخوا وعدي کولې، اوس درواغ وایي

د لراوبر اداره | سپتمبر 5th, 2008


ولسمشر کرزی او د هرات والي حسین انوري د شینډنډ د عزیز آباد ولس ته دفاتحي دپاره ورغلي ؤ. ولسمشر کرزي ډېري خبري وکړې. د نورو سیمو ولسونو په شان یي د عزیز آباد مسکین ولس ته هم د شهرک (ښارګوټی) د جوړولو، حج ته د لېږلو، بورسونه او ځمکو ورکولو وویل.

دا چي خلک شهیدان شو، یا دا چي د کرزي صیب متعصب والي (حسین انوري) تر اوسه د خپل ولایت دردېدلو خلکو ته نه ؤ ورغلی، او یا دا چي د کرزي صیب امریکايي ملګري د ۹۰ بي ګناه ولسي وګړو وژل نه مني او وایي چي پنځه یي وژلي، دا ټول به یوي خوا ته کېږدو. رابه شو دي ته چي ایا زموږ ولسمشر رښتیا وايي او که درواغ؟

ایا رښتیا هم ولسمشر د عزیزآباد خلکو ته ښارګوټی جوړولی شي؟ که د ولسمشر واکمنۍ ته وګورو،  تر اوسه  یي هیچا ته ښارګوټی نه دی جوړ کړی. هو ښارګوټي ډېر جوړېږي، خو ولسمشر نه، د ولسمشر ملګري یي جوړوي. ولسمشر ورته دولتي ځمکي د پارلمان له اجازي پرته د شپي په تیاره کي ورکوي او ملګري یي پري ښارګوټي جوړوي.

 تبلیغات نه کوم، روژه یم، تور لګول او درواغ ویل ګناه کبیره ده. د ننګرهار د حصار شاهي د دښتي ځمکه ولسمشر د خپلو نږدي ملګرو په منځګړیتوب د هېواد یو سوداګر حاجي نجیب زراب ته ورکړي ده چي ګل آغا شېرزی ورڅخه اوس لکه د شېر دفاع کوي او د نجیب زراب د سترګو تور دپاره د خلکو سترګي وباسي. په یوه مظاهره کي چي ولسي خلکو د دي پروژي ضد کړي وه، د شیرزي پولیسو دوه کسان ووژل. همدا راز د ښارګوټو د جوړولو دپاره یي په کندهار کي یي د دفاع وزارت ځمکه (عینو مېنه) خپل ورور او د هغه نورو ملګرو ته او په کابل کي دارالامان ماڼي ته څېرمه یي یوه پراخه ځمکه د کریم خلیلي ورور ته ورکړي ده .

هو ښارګوټي جوړېږي، خو غریبو خلکو ته نه، د ولسمشر کرزي فاسد ملګري یي په دولتي ځمکو جوړوي. د عزیزآباد خلکو ته به کرزی هیڅکله هم ښارګوټی جوړ نه کړي. او که نه، دا ګز او دا میدان. ولسمشر دي نر شي او ښارګوټی دي ورته جوړ کړي. زه به په همدي برېښناپاڼه ترېنه بښنه وغواړم.

ولسمشر وايي چي د عزیزآباد د شهیدانو خپلوان به حج ته واستوي. ولسمشر دا خبره د ننګرهار د هسکي مېني د قربانیانو کورنیو ته هم کړي وه. هغوی چي کابل ته لاړل، بیا د ګل خاني ماڼۍ ته څه چي د ولسمشر د بوټپاکانو دفترونو ته هم چا نه پرېښودل. د ولسمشر په دفتر او تړولو ارګانونو کي فساد دومره اوج ته رسېدلی دی چي د نوموړي لاسلیکونه په خلکو خرڅېږي. د ننګرهار معلم عزیز په غلط لاسلیک په دنده ګمارل شوی ؤ.د ولسمشر په امضا د عفیفو ښځو د عفت بربادونکي له بنده خلاصېږي (موږ نه پوهېږو چي څنګه. ځانته ولسمشر، د هغه ویاند، او د دفتر نور د شمالي ټلوالي پوري تړلي کارغان به پري خبر Ù �ي) خو ولسمشر د خلکو له حاله نه خبرول کېږي.

ولسمشر وایي چي د عزیز اباد د خلکو بچو ته به (هر څو کسان چي وي) درسي بورسونه ورکوي. دا خبره یي هم سمه نه ده. ټول پوهېږي چي په کابل کي بورسونه څوک ورکوي او چا ته یي ورکوي. د بورس د اخستلو لومړی شرط دا دی چي دادا به دي پښتون نه وي! د ولسمشر فاسدو چارواکو هند ته څو زره کسان د درس دپاره ولېږل خو  په عربي متحده اماراتو کي د کرزي صیب د یو ديپلومات په وینا ۹۰ په سلو کي محصلین له هنده بېرته راوتښتېدل. په دي مساله کي څېړنه نه غواړم. خبره دا کوم چي د کرزي صیب د شمالي ټلوالي ملګري بورسونه ضایع کوي او خرکاران پري هند ته لېږي. د عزیز اباد د خلکو په شان چي بچي یي د دروازي د
 ټک ټک په وخت (څوک یې؟ وایي) په خوبونو کي به هم بورسونه وانخلي.

ولسمشر د شهیدانو پلرونو ته وویل چي که د کور ځمکه غواړي او که د کرهڼي ځمکه ورته به یي ورکړي. موږ ورته وایو چي د خدای دپاره، هغه خلک چي قبالي لري، او په تخار کي د کرزي صیب د ملګري قاضي کبیر او نورو لنډغرو له خوا خپلو ځمکو ته نه پرېښودل کېږي، د هغوی غم وکړه، هغوی ته انصاف ورکړه. کرزی صیب ښه پوهېږي چي تر اوسه پوري د ځمکو د ویش په مهال ځانته د نوموړي د سوداګرو ملګرو او د ټلوالو څښتنانو بخت بیدار دی .

ولسمشر به چي پخوا دا خبري کولي موږ به ویل چي وعدي کوي، خو پخپله هغه هم پوهېږي او موږ هم پوهېږو چي اوس وعدي نه کوي، درواغ وايي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024