کور / تازه خبرونه / د پوځیانو د ځان وژني لوړ حد

د پوځیانو د ځان وژني لوړ حد

فرانس پریس آژانس د امریکا د یو لوړ پوځی مقام له قوله خبر ورکوی چی ښایی سږ کال د امریکایی پوځیانو د ځان وژني حد نور هم لوړ سی . ده وویل چی د پوځیانو ځان وژنه ممکن د ملکي کسانو تر ځان وژنی هم واوړی . ډګروال ایډی سټیفنز وویل چی د روان کال په اتو میاشتو کی ۹۳ پوځیانو ځانونه وژلي دي . تېر کال جمعأ ۱۱۵ پوځیانو ځانونه وژلي وو او ممکن سږ کال دا حد تر هغه زیات سی . ده زیاته کړه چی د ۲۰۰۵ یعنی وروستۍ احصایًی له مخی د ملکی امریکایانو د ځان وژني تناسب په هرو ( ۱۰۰٫۰۰۰ ) نفرو کی ۱۹٫۵ دﺉ حال داچی هغه په ۲۰۰۳ کی ۱۲٫۴ و . ده وویل چی ښایی د امریکایی پوځیانو د ځان وژلو شمېر سږ کال د غیر پوځی امریکایانو د ځان وژني تر حد هم واوړي .