کور / اسلامي / د ر مضان د میاشتې صفات(د کافورو بڼ ۵ )

د ر مضان د میاشتې صفات(د کافورو بڼ ۵ )

ددې لړۍ نوري پرله پسې برخي له دې ځايه ولولئ
موږ د دې سلسلې په تیره برخه کې د روژې د فضایلو په هکله خبرې وکړې په دې حلقه کې به د رمضان د میاشتې ځینې هغه  صفات بیان شي چې دغه مبارکه میاشت یې لري. ستاسو ګرانو لوستونکو پاملرنه ورته غواړم او دغه صفات په لاندې ډول دي:
لومړی: رمضان د قرآن کریم میاشت ده
لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( د رمضان میاشت هغه میاشت ده چې قرآن پکې نازل شوی دی) د البقرې سورت ۱۵۸ آیت دغه آیت د متعددو ماناوو درلودونکی دی چې ځینې یې په لاندې ډول بیانیږي.
•       امکان لري چې په دې میاشت کې قرآن کریم له لوح محفوظ څخه د دنیا آسمان ته نازل شوی وي لکه چې ابن عباس په همدې نظر دی.
•       امکان لري چې له دې یادونې څخه موخه په حضرت محمد (ص) باندې د قرآن کریم نزول وي چې د لیله القدر په شپه نازل شوی او دغه شپه د رمضان په میاشت کې ده.
•       ځینې مفسرین بیا وایي چې په دې آیت کې  د قرآن کریم د نزول موخه دا ده چې د قرآن کریم په آیتونو کې د رمضان زیات صفت شوی، دغه میاشت غوره ګڼل شوې، فضایل یې بیان شوي او رمضان ته یوه مقبوله میاشت ویلې شوې ده خو دا چې حقیقي موخه به یې څه وي نو لوی خدای (ج) پرې ښه پوهیږي.
دویم: د رمضان میاشت د صبر میاشت ده
صبر د نورو عبادتونو په پرتله په رمضان کې په ښه توګه ځلیږي ځکه چې روژتی مومن خپل ځان له پشلمي څخه تر روژه ماتي پورې د خوراک، چښاک، جنسي اړیکو او ځینو نوور څیزونو څخه ساتي چې روژې ته تاوان رسوي. بل دا چې د ر مضان د میاشتې په  ټوله موده دغه مهال ویش دوام مومي چې له همدې کبله رمضان ته د نیمايی صبر لقب ورکړل شوی دی او د صبر په مقابل کې ډالۍ جنت دی لکه چې خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( په تحقیق سره صابرانو ته له حساب څخه زیات اجرونه ورکول کیږي) سوره الزمر ۱۰ آیت
دریم: د رمضان په میاشت کې د اور دروازې بندیږي
رمضان د داسې یوه الهي رحمت میاشت ده چې په هغه کې د دوزخ د اور دروازې بندیږي، د جنت دروازې پرانیستل کیږي، د شيطان وسواس له کاره لویږي، د مکر، فریب او اغوا لاره یې بندیږي. په یوه حدیث شریف کې راغلي دي چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( کله چې د رمضان میاشت داخله شي، د جنت دروازې پرانیستل شي د اور دروازې بندې او شیطانان وتړل شي)


د دې حدیث شریف د مانا په هکله اسلامي پوهان په دې نظر دي چې شيطانان په ځانګړو ځنځیرونو تړل کیږي څو مومنو انسانانو ته د خپلې وسوسې له لارې داسې لاس رسی پیدا نه کړي لکه له رمضان پرته یې چې ورته پیدا کولی شي. نو ښکاره خبره ده چې د رمضان په میاشت کې د شیطانانو د فریب، خطاویستلو، وسواس او مکر په اندازې کې کموالی راځي او شیطانان له رمضان څخه داسې ویره لري لکه له آذان  او اقامت څخه یې چې لري البته د دې خبرې د پخلي لپاره ویلی شو کله چې رمضان را  نږدې کیږي نو هغه کسان د توبې خاصه تیاري نیسي چې ګناهونه ترې شوي او وایي: کاشکي چې نیک عمل مې کړی وای او زه هم د فلاني پÙ
 ‡ څیر په ټولنه کې یو مقبول شخص وای، هی هی کاشکي چې ګناهونه مې نه وای کړي نو نن به په سپین مخ د رمضان استقبال او د خدای سره د رحمت د ملاقات په دروازه کې ولاړ وای. له همدې کبله د رمضان د میاشتې راتللو ته ځان آماده کوي څو د کړو ګناهونو له امله توبه وباسي نو د شېطان د وسواس اغیزې کمیږي او کله چې بیا رمضان داخل شي نو د شیطان تخریبي فعالیتونو ته سخته صدمه ورسیږي په داسې توګه چې په ځنځیرونو کیږي او له لږ شمیر ضعیف النفسه کسانو څخه نور نو ټول مومنان د شیطان له وسواس څخه خلاصون مومي.
خو له دې یادونې سره سره په اسلامي ټولنه کې داسې افراد هم شته دي چې د بشپړ انحراف په لاره برابر شوي، د رمضان د عالي شان او مقام هیڅ خیال نه ساتي بلکي د انحراف درجه یې د رمضان په میاشت کې شاید څو برابره نوره هم لوړه شي او د شیطان د وسواس د لومړۍ درجې قبلوونکو له ډلې څخه وي.
څلورم: د رمضان په  میاشت کې د لیله القدر شپه ده
د لیله القدر شپه یوه عاليشانه، لویه، بزرګه او د زیاتو فضیلتونو درلودونکې شپه ده چې قرآن کریم یې توصیف په دې ډول کړی دی: ژباړه ( د قدر شپه له زرو شپو څخه غوره ده) د قدر سورت ۳ آیت.
ځینو پوهانو د دې شپې په هکله داسې محاسبه کړې ده چې زر شپې له ۸۳ کلونو څخه زیات وخت دی چې لوی خدای (ج) د دې دومره کلونو فضیلت په یوه شپه کې ځای پر ځای کړی دی.
امام مالک په خپل کتاب موطا کې لیکلي دي: (پیغمبر (ص) ته د پخوانیو امتونو د وګړو ژوند ور ښودل شوی وو چې عمرونه به یې ډیر زیات وو او چې کله یې هغه د خپل امت له وګړو سره پرتله کړه نو د اسلامي امت د وګړو د ژوند عمرونه د هغو په نسبت ډیر کم وو چې د نیکو اعمالو او  ښیګڼو په لحاظ یې پخوانیو امتونو ته رسیدګي ممکنه نه وه نو خدای (ج) د داسې یوې شپې امتیاز اسلامي امت ته ور کړ چې د همدې یوې شپې فضلیت له ۸۳ کلونو عمر څخه هم ډیریږي) الموطا


له دې خبرې څخه څرګندیږي هغه مومن چې د دې شپې د عبادت فضیلت تر لاسه کړي نو ګواکي چې د ۸۳ کلونو عمر څخه هم د زیات عبادت فضیلت یې ترلاسه کړی دی.
پنځم: د رمضان په میاشت کې دعا قبلیږي
د حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( د مسلمان هغه دعا د قبول وړ ده چې په رمضان کې یې کوي)
همدارنګه په ډیرو نورو اسلامي آثارو کې هم دغه خبره له ورایه څرګندیږي چې د رمضان د میاشتې د فرضي لمونځونو، تهجد لمونځ، پشلمي، روژه ماتي او هرې لحظې پر مهال چې لوی خدای ته په اخلاص او د زړه له تل څخه دعا وشي د منلو وړ او مستجابه ده. الله پاک دې زموږ دعاګانې پخپل دربار کې د قبول وړ وګرزوي. آمین
د کافورو د بڼ  شپږمه ځنځیري حلقه به انشاالله د روژې د ځینو ځانګړو احکامو په هکله  وي له موږ سره تم شی